د لغمان د نامه ريښه يى سپړنه
817
FAYAZ GUL MAZLOUM YAR
2022-09-11 15:32:13
پـــوهـــــــــــندوى مـستعلى ( نيازي )
د ښوونې او روزنې پوهنځى استاد
د لغمان د نامه ريښه يى سپړنه
لنډيز :
د لغمان نوم د تاريخ په اوږدو کې په مختلفو بڼو ثبت شوي او د نړى لويو فاتيحو لکه سکندر مقدونى ، گوډتيمور ، بابر او نور له دي سيمي څخه تير او هند ته رسيدلې دي . دغه نوم په تاريخى کتابونو کې د لمپاکا ، لمباتا ، لمقان او نور بڼو ثبت دي . په نوموړي مقاله کې کوښښ شوي چې د لغمان نوم ريښه په هر اړخيزه ډول وڅيړل شي ..
سريزه :
د لغمان ولايت نوم د تاريخ په مختلفو دورو کې په مختلفو نومونو ياد شوي او د تاريخ په کتابونو کې د دې نوم د ترکيبي کلمو په اړه هم ځانگړي نظريات ليکل شوي دي .
د سکندر مقدوني له يرغل څخه را په دي خوا د مختلفو حدودو لرونکې و . چې کله نا کله د کابل او په را وروستو کې د مشرقي ولايتونو په ډله کې د ننگرهار د نايب الحومکۍ يو اداري و چې وروسته بيا جلا ولايت شو . دا ولايت د هيواد د نورو ولايتونو په څير لرغونى تاريخ لري . او د گندهارا د نورو اداري واحدونو لکه کونړونه ، اسمار ، ننگرهار ، پيښور ، ټاکئيلا ، لمباکا څخه يو اداري واحد و . په تاريخ کې لمپاکا په لوله ياد شويدى او په دوو لويو درو الينگار او اليشنگ مشتمل دي . چې تگري ( تيرگړي ) مندروړ او چهارباغ يې له مهمو قريو څخه شميرل کيږي . ( ٤ مخ ٦٩ )
د لغمان د نوم ريښه :
د لغمان ولايت په جغرافيايې حدودو کې له پخوا زمانې تر اوس مهال پوري زيات بدلون منځ ته راغلي دى . د لغمان ولايت د ننگرهار شمال ته پروت دى چې په کولتورى لحاظ او د طبيعى پيدا وارو له امله ننگرهار ته ورته دى . هيوان تسنگ دغه ولايت په خپلو يادښتونو کې د لمغان ، لقمان او لمپاکا په نومونوثبت کړى دي . بطليموس لغمان د لمپاکا په نوم ياد کړى دى . نوموړى ولايت کله په کابل او کله هم په ننگرهار ( مشرقي ولايتونو ) پوري مربوط و .
د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال لغمان د مشرقي لوي ولايت چې مرکز يې جلال اباد و کې شامل او لومړي درجه حکومت ( حاکمي ) در لوده . په دې حکومت کې د الينگار ، اليشنگ ، قرغيو ، مندراوړ او عزيز خان کڅ سيمى شاملي وې . قرغه يې ، مندروړ ، عزيز خان کڅ ، الينگار او اليشنگ يې لومړۍ درجه علاقه دارۍ ( اداري واحدونه ) او مرکزي سيمي د لغمان د حاکم له خوا نيغ په نيغه اداره کيدلې ، د لغمان مرکزي سيمى لکه قرغه يې ، عزيز خان کڅ ، مندراوړ ، الينگار او اليشنگ دري په کښي شاملې وې . په لومړيو وختونو کې نورستان د لغمان په حدود کې شامل نه و. خو وروسته د نورستان لويديځې سيمې د لغمان په حدود کې شاملې شوې او د لغمان په حدود کې هم بدلون منځ ته راغى . يو وخت د لغمان په لوى حکومت کې قرغه يې ، لويديځ نورستان ولسوالۍ د اليشنگ ، الينگار او عزيز خان کڅ علاقه دارۍ او مرکزي سيمې د لوى حکومت مربوط وې . ( ٦ مخونه : ٥٢ _ ٥٣ )
په ١٣٤٣ ل کال د افغانستان د نوي اداري تشکيل په اساس د لغمان ولايت هم د لوى حکومت څخه ولايت ته لوړ شو او شرقي ، نائيب الحکومه حکومت په دري ولايتونو لغمان ، ننگرهار او کونړ باندي وويشل شو . په دغه وخت کې د لغمان د ولايت اداري واحدونه د الينگار ، اليشنگ ، نورستان ولسوالۍ د عزيز خان کڅ علاقه داري ( د قرغيو د ولسوالي مربوط وه ) او مرکزي سيمي د ولايت مرکز مربوط وې . په ١٣٥٣ ل کال د عزيز خان کڅ علاقه داري له منيځه ولاړه په عوض يې د اليشنگ په ولسوالۍ کې د دولت شاه علاقه داري تائسيس شوه او په دې اخرو وختونو کې د نورستان ولايت تاسيس شو چې د نورستان ولسوالي د ټولو مربوطاتو سره د لغمان له ولايت څخه جلا او نورستان ولايت سره يو ځاي شوې . د استاد ربانى د واکمنۍ په وخت کې د دولت شاه علاقه داري ولسوالۍ ته لوړه شوه چې اوس لغمان د کابل ، کاپيسا ، پنجشير ، کونړونو ، نورستان او ننگرهار په مينځ کې موقعيت لري . ( ٦ مخونه ٥٣ _ ٥٤ )
په ١٩٦٧ زيږديز کال د لغمان ولايت اداري مرکز د سرخکانو د پل پواسطه د کابل جلال آباد لوى لارې سره وصل شو . ( ٣ مخونه ٤ – ٢٤ )
د نړۍ يو شمير يرغلگرو لکه سکندر مقدونى ( ٣٥٦ - ٣٢٣ ) اميرتيمور ، گورگانى ( ٧٣٧ _ ٨٠٧ هـ ق ) بابر ( ٨٨٨ _ ٩٣٧ ) هـ ق د همدى لغمان له وادي څخه تير او هند ته رسيدلي دي . ( ٦ مخ ١٠ )
د لغمان په اړه لومړى ځل په ١٣٨٣ هـ ش کال د ډيوه وال له خوا د کابل په مجله کې يوه مقاله ( لغمان وپيژنى ) نشر شوه . نوموړي په خپله مقاله کې د لغمان ولايت د مختلفو نومونو لکه : لاماگان ، لام پاکا ، لام پو يادونه کړي ده . همدارنگه پوهاند صديق الله رښتين ( ١٢٩٧ _ ١٢٨٧ ) هـ ش ليکلى دي . (( چې د لغمان کلمه په ډيرو کتابونو کې د لمقان په بڼه ليکل شوې خو پخوا يې دې سيمي ته د لمپاکا ويلي چې لمپه يا ( لمبه ) د روښانه او کا دظرف يا ځاى معنى ور کوي چې لمپاکا هم د روښانه ځاى معنى ور کوي . ( ٦ مخونه ١٣ ، ١٤ )
هيوان تسنگ ( ٦٣٠ ) د لغمان سيمه د لان پو ( Lian po ) ابوريحان البيرونى ( ٦٦٣ _ ٤٤٠ هـ ق ) په خپلو اثارو ماللهند او قانون مسعودي کې د لنبکا يا لنبگا ، حدود لعالم ( تاليف ٣٧٢ هـ ق ) او تاريخ يمينى لمغان په بڼه ليکلي دي . خو په ځينو عربى ليکنو او معجم البلدان کې د لامغان په شکل راغلى دى . په دايارلسمې ا څوارلسمې پيړيو په ليکنو کې د لغمان نوم په تکرار سره د لقمان اولمقانات په بڼه ليکلى دى . خو د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د لغمان ولايت اصلي بڼه ( لغمان ) وليکل شو . خو په ځينو اثارو لکه دا خوند درويزه ( ٩٤٧ _ ١٠٢٨ هـ ق ) اثر تذکرة الابرارو لاشرار د خوشحال خټک او د هغه لمسى افضل خان خټک په تاريخ مرصح کې د لغمان نوم په خپلې اصلي بڼه ليکلى دى . د لغمان په اړه ځينې ليکنې تقريباً (٤٠٠ ) څلور سوه کاله لرغونتوب لري . ( ٦ مخونه ٢٠ _ ٢١ )
د لغمان ولايت چې د لامکان ، لمگان ، لاپو ، لنباکا ، لامپاکا ، رام پاکا، لمباکا ، لامغان ، لمغان ، لمقان ، لمقانات ، لمغانات او په نورو نومونو ياد شوي چې د لام اولاماکلمى په پشه ئې ژبه يې د کلي معنا ور کوي چې په لامپاکا کې لام د کلى او پاکا د هغه چا نوم دي چې دا کلى ورته منسوب دى . او لغمان ، لامکان او لامپاکا يې نوې بڼې دي . ځکه د لام کلمه لکه په نور لام ، مهترلام ، او نگه لام ، لام ټک ( لمټک قلعه ټک او نورو سيمو په نومونو کې د لام کلمه د کلي په معنى استعمال شوي ده . او کله دغه لام د رام په بڼه هم ليکل شوي لکه گلارام کوڼته رام او شمررام . ( ٥ مخونه : ٢٠٨ _ ٢٠٩ ) ښايې د دې نوم دومره لفظي بدلونونه د تاريخ ليکونکود لهجوي ژبنى اغيز له امله وي .
مقدونى سکندر د افغانستان د شمالي ولايتونو له نيولو وروسته دوهم ځل د هندوکش جنوب د پنجشير د سيند په اوږدو کې له کاپيسا څخه د نجر او اوتگاوله لاري لمپاکا يعنى لغمان ته را ورسيد . چې د مندروړ او چارباغ تر مينځ تر قرغيو ته نږدي يې د نيکا په نوم يو ښار ودان کړ او هغه په لمقان کې خپل پوځ په دوو برخو وويشه چې يوه برخه يې له لغمان څخه د ده په مشرۍ د کنړ له لاري د صوات او باجوړ په لور او د لښکر دوهمه برخه يې د جنرال پرويکاس په مشرۍ د کابل او لغمان سيند جنوب اړخ ته خيبره پوري لاړل . په سيند ( اباسين ) يعنى اټک کې سره يو ځاى شول همدارنگه د شله ټک د غره په لمن کې يو ډبر ليک په ( ١٣٤٨ ) لمريز کال کې کشف شو . چې په هغه کې د ارامي ليکدود څخه دا جوتيږي چې دا ډبرليک د اشوکا د واکمنۍ پر مهال کښل شوي دى . په دي ډبر ليک کې د لمکان جتى (Lemekan Jati ) § نوم ليکل شوى چې لمکان او لمغان د اوسني لغمان ( په لفظي اغيزه سره ) دي . ( ١ مخونه :١٨٠ _ ١٨١ )
گوډ تيمور د پنجشير له لارې لغمان ته راغلى و . غوښتل يې چې بلورستان ( نورستان ) ته لاړ شې خو بريالي نشو او حو په اليشنگ کې يې د ناجل ( نجيل قلعه ) جوړه کړه . امير حبيب الله خان هم اليشنگ ته د يو ډبرليک د ليدنې له پاره راغلى وه چې عکس يې د ( ١٩١٧ ) زيږديز کال د مارچ ٢٥ مه ١٢٩٦ لمريز کال د ورى ( حمل ) په پنځمه د سراج الاخبار په جريده کې چاپ شوى دى . ( ١ مخونه : ١٨٩ _ ١٩٠ )
د لغمان نوم په تاريخى ليکنو کې
١ _١٣٣٨ لمريز کال د کابل په مجله کې يوه مقاله لغمان وپيژني نشر شوي چې د لغمان د نوم په اړه مطالب يې نشر کړي دي .
٢ _ پوهاند صديق الله ريشتين هم په يوه ليکنه کې د لغمان د نوم د ترکيب په اړه معلومات .
٣ _ جنرال کنگهم په خپل اثر ( د هند جغرافيه ) کې د لغمان د نوم د ريښې د تاريخي سوابقو په اړه علمي معلومات نشر کړيدي ، بطليموس هم لغمان د لمباتا په نوم ياد کړى .
٤ ( محمد پادشاه د التدارج په فرهنگ کې ( ١٣٠٥ ) هـ ق کال تاليف شوي د لغمان د نوم د ترکيب په اړه معلومات نشر کړي دي .
٥ _ استاد حبيبى هم په خپل اثر ( تاريخ خط ) د لغمان نوم د لمکات جتى په نوم ليکل دى .Â
٦ - چينى زاير او سياح هيوان تسنگ په ( ٦٣٠ ) ز کال د اگست په مياشت کې د لغمان سيمه ليدلې او د اسيمه يې د لان پو ( lan po ) په نوم ياد کړې ده .
٧ _ ابو ريحان البيرونى په خپل څيړنيز اثر ماللهند کې دا سيمه د لنبکا په نوم ياده کړې ده .
٨ _ حدودالعالم ، تاليف ( ٣٧٢ ) هـ ق يميني او عبدالکريم سمعانى دا نوم د لمغان په نوم ثبت کړى . ( ٦ مخونه : ١٥_ ١٦ )
٩ _ ښاغلى علامه عبدالشکور رشاد په خپل اثر د سيمو په تاريخي جغرافيه کې د لغمان د نوم او الينگار او اليشنگ درو په اړه پوره علمي معلومات نشر کړي دي .
١٠ _ ښاغلي زلمى هيواد مل په خپل اثر ( جغرافياى تاريخي لغمان ) کې چې په ١٣٨٣ هـ ش کال چاپ شوى د لغمان ولايت د نوم تاريخي سير او تشکيلاتو په اړه پوره او علمي څيړنه کړيده .
١١ _ لوى تاريخ پوه مير غلام محمد غبار په خپل اثر ( جغرافيه تاريخى افغانستان ) کې دگندهار په بحث کې د لغمان ولايت په اړه معلومات نشر کړي . تيگړي ، مندراوړ او چارباغ يې د گندهارا له مهمو قريو څخه گڼلي دي .
١٢ _ ښاغلي رازقي نړيوال په خپل اثر دهيواد لرغوني ښارونه او د تاريخ پاڼې دوهم ټوک کې چې په ١٣٨٥ لمريز کال چاپ شوي د لغمان وجه سيمه توضيح کړي ده .
١٣ _ ښاغلى شهسوار ، سنگروال په خپل اثر (( افغانستان د تاريخي جغرافيه څرنگوالى ) کې چې په ١٣٨٣ لمريز کال چاپ شوى . نوموړي کوښښ کړي چې د لغمان ولايت په هر اړ خيز ډول توضيح کړي . ده په دغه بحث کې د نورو يادښتونو تر څنگ د ښاغلي تاريخ پوه پوهاند محمد حسن کاکړ او سر محقق عبدالله بختاني يادونو ته هم اشاره کړې ده .
د لغمان د نوم د لرغونتوب په اړه نور تاريخي اثار هم شته خو د موضوع له اوږديدو څخه د مخنيوي په خاطر د ټول اثارو له يادونې څخه ډډه کوم .
پايله :
لغمان په پخوانيو اثارو کې لمقان ، لمگان ، لمپاکا او نورو نومونو باندي ياد شوى په تاريخي اثارو کې د افغانستان د ( ٣٤ ) ديرشو ولايتونو څخه يو ولايت دى چې د لغمان په شهرت کې د دې ولايت لرغونې تاريخ د دې سيمې د خلکو زيرکتيا تاثير لري لغمان د کاپيسا د ولايت جز وه چې د کاپيسا په مدنيت کې د لغمان ونډه با ارزښته وه په معاصر تاريخ کې د دې ولايت ادبى او فرهنگي اشخاص لکه استاد گل پاچا الفت ، سيد قاسم لغمانى چې د لومړي مشورطه غوښتونکو ډلى غړي و . او په ١٣١٢ کال بندي شو . نور شخصيتونه هم شته چې په شهرت کې ونډه لري . ( ٢ مخونه _ ٢١٤ _ ٢١٧ )
لغمان ولايت د تاريخ په مختلفو مرحلو کې د افغانستان د نورو تاريخي سيمو ، په څير د هيواد د کلتور او فرهنگ په بډاينه کې ونډه اخيستي ده . او د دې سيمې اوسيدونکو د ښوونکو په توگه د هيواد په گوټ کې معارف او پوهني په خپريدو کې د پام وړ برخه اخيستي ده .
مناقشه :
کوم څيړنه چې د لغمان د نوم د ريښه يې سپړنى تر سرليک لاندي تر سره شوي په څيړنه کې هڅه شوي . د لغمان د نوم لهبه يې او تاريخى ستير په مختلفو امپراتورانو د واکمنۍ او له لغمان څخه د تيريدنى پر مهال مقدونى سکندر او نور د ابادى او محلى ښار گوڼو د جوړولو او د دي ولايت اداري تشکيلات د پخوا او اوس سره پرتله شوي او ځکه لغمان يو وخت د کاپيسا او يو وخت د مشرقي ولايت په تړون د ننگرهار تر اداري لاندي او په دې وروستيو کې د ځانگړي ولايت تشکيل ور کړل شوي د ياد ولايت خلکو په هيواد کې د معارف په پراختيل او پرمختگ ډيره ونډه اخيستي ده. څيړنى وښوده چې د لغمان ولايت د تاريخ په اوږدو کې د هيواد په کلتوري بداينه او پرمختگ پوره ونډه در لوده د نړي ستر يرغلگر لکه مقدونى سکندر ، چنگيز خان اوگوډ تيمور د دي سيمي څخه تير شو او هند ته يې ځانونه رسولي دي .
Abstract:
I would like to write a bout of the old and historical province named laghman in Afghanistan .
The well know name laghman seems to be new , however , it is one of the old and historical name , further laghman has come through different stages according to its official administrations , laghman has developed as the other province , in dedd many changes observed in different administration , In fact it has mentioned in different names by different writers , authors and some other famous people within their articles and books so that is should be clear for all the readers that laghman has passed through many periods , finally the old and historical name laghman should be clearly mentioned in different books , articles history books and some other relevant issues a bout which all the reader should know , on the other hand the reader should be confident .
ماخذونه :
١ _ سنگروال ، شهئوار ( ١٣٨٤ ) لمريز کال د افغانستان تاريخي جغرافيه څرنگوالي ، الازهر خپرندويه موسسه .
٢ _ رشاد، عبدالشکور ( ١٣٨٤ ) لمريز کال ، د سيمو تاريخي جغرافيه ميوند کلتوري ټولنه ، کندهار .
٣ _ عارض ، غلام جيلانى ( ١٣٧٩ ) لمريز کال ، د افغانستان د ولايتونو جغرافيه ، ژباړه اورنگزيب ارشاد .
٤ _ غبار ، مير غلام محمد ( ١٣٨٧ ) هـ ش جغرافيه تاريخي افغانستان ، مرکز نشراتى ميوند سبا کتابخانه .
٥ _ نړيوال رازقى ( ١٣٨٦ ) لمريز کال ، د هيواد لرغونى ښارونه او تاريخ پاڼى ، دوهم ټوک ، ميوند خپرندويه ټولنه .
٦_ هيواد مل زلمى ( ١٣٨٣ ) هـ ش جغرافيه تاريخى لغمان ، اداره کتابخانه هاى سيار اريک .
§ جتي : په سنگريت ژبه کې د جتي کلمه د مريد ، مخلص او ديني مبلغ معنى ور کوي . ٦ مخ ١٦
 جتى ، مخلص ، مريد او مذهبى مبلغ معنى ور کوي .