د اتومي پېښې پر وخت څه کول پکار دي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 08, 2022
3 years ago
2,072 views
د اتومي پېښې پر وخت څه کول پکار دي؟

شمېرنې ښيي چې د روسیې او اوکرايین ترمنځ روان کړکېچ سره سم د وګړو په منځ کې د هستوي بریدونو اندېښنې زیاتې شوې دي، په انټرنېټ کې خلک د هستوي بریدونو او له دې بریدونو څخه د پېښېدونکو زیانونو او ځان ساتنې لارو چارو په تړاو د پخوا پرتله زیات لټون کوي. 

په یوه زدکړنیز لابراتوار او یا هم د سرطان درملنې یوه روغتون کې د یوې راډیواکټیف مادې له تویېدنې څخه نیولې بیا د اټومي بم تر کارېدنې پورې ټولې هستوي پېښې دي چي انسانانو او چاپیریال ته د خپرېدونکې اکټیفیټي، فشار او انرژي له کبله زیان اړوي. 

دا زیان د راډیواکټیف موادو په اندازه پورې نېغه اړیکه لري، پر جاپان د آمریکا لخوا تر اټومي بمونو غورځونې او نړیوال اټومي انرژي آژانس تر را منځته کېدنې وروسته نړۍ د وړو هستوي پېښو پر وړاندې د پام وړ تیاری او وړتیاوې لري، خو د اټومي بم کارونې لپاره که څه هم په ډېری هېوادونو کې د ځمکې لاندې سمڅې جوړوې شوي، لا اوس هم نړۍ هغسې تیاری نه لري کوم چې باید ولري. 

لامل یې هم دا دی چې اټومي بم یوه سټراټیژیکه وسله ده او نړۍ په دې باور وه چې څوک به یې د بیا کارونې په اړه خبره لا و نه کړې. هغه ځکه چې له یوې خوا اوس د دویمې نړیوالې جګړې وخت نه دی چې امریکا په یوازې سر دا وسله درلوده، ویې کاروله او چا یې ځواب ورنه کړ او دوهم دا چې د دې وسلې د زیان کچه دومره زیاته او اوږد مهاله ده چې خپله کاروونکی به یې هم تر زرګونو کلونو پورې له چاپېریالي زیانونو څخه ځورېږي. د اټومي بم لومړی زیان د زیات تولید شوي فشار، دویم زیان د زیاتې تودوخې او دریم زیان چاپېریال ته د زیاتو وړانګو د خپراوي دی. 

لوی اټومي بمونه د الوتکو په واسطه د لېږد وړ دي خو داسې واړه هستوي خولپوټي هم شته چې په وړو وسلو کې کارول کېږي، نو له همدې کبله په نړۍ کې د اوسنیو شته هوايي دفاعي او راډار سیسټمونو په وجود کې به یوه هېواد ته ډېره ستونزمنه وي چې تر بل هېواد یا سیمي دې اټومي بم په الوتکو کې ولېږدوي، خو د بالسټیکي توغندیو او هستوي خولپوټو لرونکو وړو وسلو احتمال ناشونی نه دی. 

  • که اټومي وسله وکارېږي څه کول پکار دي؟  

د یوه اټومي برید په ترڅ کې ډېر لوړ احتمال دا دی چې عام وګړي به وار دمخه خبر کړای شي، خو دا سل سلنه کره ځکه نه ده چې کېدای شي دفاعي او راډار سیسټمونه له سره په احتمالي برید خبر نه شي، نو د دې لپاره چې د یوه بېړنۍ حالت پر وخت ګډوډ نه شو، ښه ده چې اوس لا د ځان ژغورنې پر لارو چارو فکر وشي. که د یوه اټومي برید پر وخت دباندي یاست، نو هڅه وکړئ نږدې د هر څه موجود شي شاته پناه یوسئ، مخ پر ځمکه ولوېږئ او که په موټر کې یاست موټر ودروئ او سر ټیټ ونیسئ. 

د بم غورځېدو له ځایه د لېرې والي په صورت کې، داسې احتمال شته، چې راکوزې شوې وړانګې د انسان تن ته ننوځي، چې د مړینې لامل کېدای شي. د بم تر غورځېدنې وروسته په هوا کې د اټومي وړانګو مرخېړی جوړېږي چې دا مرخېړی بېرته ځمکې ته تر را رسېدو پورې نږدې ۱۵ دقیقې وخت نیسي، دا ۱۵ دقیقې باید د ژوند ژغورنې او یوه سرپټي ځای ته د رسېدنې لپاره وکارول شي. 

همدا اوس له ځان سره په دې اړه باید فکر وکړو او ځانته خوندي ودانۍ په نښه کړو. دا ودانۍ د خپل کور، کارځای او د کار او کور تر مینځ په لاره کې تر نظر لاندې نیولای شو. په اټومي برېد کې د الفا او بېتا تر څنګ د ګاما وړانګې هم خپرېږي چې مخنیوی یې یوازې کانکړېټ کولای شي نو هڅه باید وشي چې پخو ودانیو ته پناه یوسو او له دېوالونو څخه لېرې د ودانیو په مینځ کې ودرېږو. 

موټرونه او ګاراجونه د دې کار لپاره مناسب ځایونه نه دي. پټنځای ته تر ننوتلو دمخه خپلې ملوثې جامې، ماسک او لاسماغوګان (دستکش) باید وایستل شي، د امکان په صورت کې ټول بدن په اوبو پرېمنځل شي. که د وړانګو مرخېړي را کته کېدو پر وخت دباندې یاست، نو خپل لاسونه په پوزه، خوله، سترګو او بدن بل ځای باندې مه وهئ، د پاکولو تر ټولو غوره لار په اوبو او صابون وینځل دي. 

ګرول، سولول او د ضد عفوني موادو، کاغذي دستمالونو او ټوکر کارول مو بدن ته د لا زیاتو وړانګو د ننوتلو لامل کېږي. که د ژغورنې کسانو درته ونه ویل نو تر ۲۴ ساعتونو پورې ودانۍ مه پرېږدئ، په ودانۍ کې دننه د کورونا پر وړاندې د مبارزې په شان ماسک وکاروئ او له خپل ګاونډي کس سره لږ تر لږه یو متر واټن وساتئ، ځکه که څوک په وړانګو ملوث وي نو د تنفس له لاري یې تاسو ته هم لېږدولای شي. 

بې سرپوښه او د اټومي برید پر وخت خلاصې هوا ته ایښي خواړه مه خورئ. هغه په نښه کړې ودانۍ ته څېرمه چي تاسو ورته نږدې ډېر وخت تېروئ باید د دریو ورځو په اندازه سر تړلي خوراکي توکي، اوبه او د اړتیا په صورت کې خپل درمل وار دمخه ولېږدوئ. د اټومي برېد په ترڅ کې دا ډېره شونې ده چې موبایل، انټرنېټ او د اړیکو نور الات مو کار پرېږدي، د خپل ډاډ لپاره ښه ده چې تل په دې ځای کې په بېټریو چلېدونکی څراغ او وړه راډیو ولرئ، ځکه د هر خطر په صورت کې راډیو کار کوي او تاسو ته به لازمې لارښوونې د راډیو دلارې کېږي. 

هڅه وکړئ له لارښوونو پرته له خوړو نیولې بیا تشناب ته تر تلو پورې هیڅ کار هم مکوئ. په ډېری هېوادونو او انلاین مارکېټونو کې د بېړنیو حالاتو لپاره بستې خرڅېږي د اطمینان لپاره یې پېرلای شو.  

د بي.بي له ویبپاڼې 

Related Articles

Dec 12, 2021
2,560 views

خپلو هیلو ته د رسېدلو لپاره درې مهم ټکي

هر انسان په خپل ژوند کې ګڼ شمېر هیلې او آرمانونه لري. چې غواړي ورته رسېږي، همدوی دې آرمانونو ته په نیکه سترګه ګوري، او وایې چې زموږ د ژوند سوکالۍ او پرمختګ په همدې هیلو کې نغښتې دي، د ځینو هیلې او آرمانونه متاسفانه یوازې فکرونه او خیالونه پاتې کېږي ا...

Jan 27, 2021
1,664 views

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ویاند په اړه څومره پوهېږئ؟

لیکنه ـ ذکریا رحيمی د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ویاند (White House press secretary) د متحده ایالتونو لوړپوړی چارواکی دی او د حکومت د اجرایوي څانګې په ارتباطاتو څارنه کوي. په چاپي رسنیو او ټولو انټرنیټي چینلونو کې د جمهور ریس لخوا خبرې کوي. په دې پوسټ کس د...

Jul 26, 2023
3,843 views

مني یا سپرم په اړه جالب معلومات

.د مني په اړه جالب معلومات:  1:  د انسان په بدن کې د  یو ځل لپاره د مني جوړول  له 69 څخه تر 74 ساعتونو پوري وخت نیسي .یغني نن چې تاسو کوم مني خارج کړي هغه 74 ساعتونو څخه  جوړ شوي دي.  2:  په ښځینه اندام کې مني پاتې کیدو اعظمي وخت دوه ساعته وي.  3:...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,746 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,143 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,033 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...