د نړۍ لومړنۍ ښځينه شاعره؛ سافو

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 06, 2020
5 years ago
3,083 views
د نړۍ لومړنۍ ښځينه شاعره؛ سافو

لیکنه ـ ریاض مقامزی

له میلاد څخه شپږسوه کاله وړاندې د "لیس بوس" په ټاپو کې یوه شتمنه کورنۍ اوسېده. په یاده کورنۍ کې یوه نجلۍ وزېږېده، چې نوم یې پرې سافو "Sappho" کېښود. وروسته یوه لویه شاعره شوه او د نړۍ لومړنۍ ښځينه شاعره بلل کېږي. د شعرونو له محتوا او مفکورې څخه معلومېږي، چې سافو یوه ځيرکه او با تدبیره مېرمنه وه. 
 نوموړې د ځينو ستونزو له امله د څه وخت لپاره په "سیسیلي" ټاپو کې هم ژوند کړی دی. همدارنګه په "میتیلین" ښار کې یې د ښځو لپاره یو روزنیر او کتلوري بنسټ هم جوړ کړی و، چې ډېری ښځو به هلته زده کړې کولې او په غونډو کې یې ګډون کاوه.
 سافو ته "۹" کتابونه منسوب شوي دي، چې مناجات، ویرنې او بوللې په کې دي. د سافو شاعري له سوزه ډکه او روانه ده. تر ډېره یې شاعري په لنډو بحرونو کې کړې ده. د نوموړې د شاعرۍ سادګي د نړۍ لویو لیکوالو لکه: افلاطون، لونجاینس او هوراس ستایلې. د یوه شعر لږه برخه یې داسې ده:
 خپل وطن ته راشه!
 تا هغه ځای لیدلی،
 نو "کرت*" پرېږده او هلته راشه 
 هلته چې زه تا ته سترګې په لار یم
 هغه ځای چې ستا لپاره سپېڅلی دی
 هغه ځای چې د سپېلنو دانې 
 ستا د ناستې په ځای عطر شیندي
 او یخ نيولې ویالې
 د مڼو د ونو په څانګو کې 
 سندریز مزل وهي ...
 د سافو د مرګ او ژوند دقیقه نېټه نه ده معلومه، خو څېړونکي کې یې د ژوند نېټه "۶۰۰ ق.م" بولي.

 ـــــ...
 * کرت - د یوې سیمې نوم دی.

Related Articles

Oct 16, 2021
4,412 views

د خلکو په زړونو کې ځای داسې پیدا کړئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ټولنه کې محبوب اوسېدل نږدې ټول انسانان خوښوي. هر انسان غواړي، چې پخپله ټولنه کې منلی شخص اوسي او خلک یې احترام وکړي؛ مګر ډېر کم خلک پوهېږي، چې څنګه د نورو په زړونو کې ځای پیدا کړي او خلکو ته ګران اوسي. ددې چارې لپاره ځينې مطلق...

Jun 21, 2022
2,040 views

د یوه صحـابي ځینې پوښتنې سـتر پیغمـبرﷺ داسي ځواب کـړې

  اې پيغمبره ﷺ! په کوم شي ګناه بښل کيږي؟ رسول الله ﷺ : په اوښکو، عاجزۍ او ناروغۍ سره.   زه غواړم چې ستر عالم شم، څه وکړم؟ رسول الله ﷺ : تقوی' غوره کړه، عالم انسان به شې.   غواړم چې شتمن شم، څه وکړم؟ رسول الله ﷺ : قناعت کوه، مالدار به شې.  ...

Jan 24, 2022
2,657 views

د بدن د دفاعي سیسټم پياوړتيا

ژباړه ـ رياض مقامزی موږ هره ورځ داسې خواړه خورو، هوا تنقس کوو او کار کوو، چې زموږ بدن ته د ناروغۍ خطر پېښولای شي؛ خو بيا هم نه ناروغېږو. شايد تاسو ته پوښتنه پيدا شوې وي، چې د ميکروبونو له کبله خو انسان ناروغېږي، نو هغوی چې تل له ککړ چاپيريال سره په...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,313 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,297 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,489 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...