To start downloading books

Please sign in or create an account.

ليک نښې؛ چېرې يې بايد وکاروو؟

ليک نښې؛ چېرې يې بايد وکاروو؟

مخکې له دې چې د ليک نښو کارولو ځايونه وپېژنو لومړی بايد وپوهېږو، چې ليک نښې څه ته وايي؟

ليک نښو د سيستم پېژند (تعريف): هغه بې غږه، منلی شوی، سمبوليک سيستم دی چې په ليک او لوست کې اسانتيا رامنځته کوي. اوس به لاندې ځينې ليک نښې او د کارونې ځايونه يې سره د بېلګو در وپېژنو.

۱ -  ټکی، نقطه يا Full stop (.) : د بشپړ درېدلو نښه ده. د خبري جملو په پای کې راوړل کېږي، چې د جملې پای او مستقل والی ښايي. د کارونې ځايونه يې په لاندې ډول دي:

الف – د هرې بشپړې جملې په پای کې د پوره توقف او درېدنې لپاره راځي، لکه:

- د ظالم کاسه نسکوره ده.

ب – په ليکنه کې د مخففاتو تر منځ هم راځي، لکه:

- م.م.م (د ملګرو ملتونو مؤسسه)

د – په زياترو اروپايي ژبو کې د حسابي رقمونو په منځ کې د عشاريې په توګه هم استعمالېږي؛ خو په پښتو ليک کې د (.) پر ځای د (،) نښه کاروو.

۲ – چپه پېښ، ويرګول يا Comma (،): دا ليک نښه په متن کې د لنډ ځنډ په موخه راوړل کېږي، همدارنګه د يوې غونډلې (جملې) مختلف واحدونه سره بېلوي. د کارونې ځايونه يې په دې ډول دي:

الف: په جمله کې د نومونو، فعلونو او صفتونو د بېلولو لپاره کارول کېږي، لګه:

- نومونـه: احمد، ولي، زړګی او عابد سره ټولګيوال دي.

- فعلونــه: تفکر، حرکت، کار او زيار د بريالي انسان نښې دي.

- صفتونه: د دوی ټولګی تل پاک، ښکلی او منظم وي.

ب: د هغو فقرو تر منځ هم راځي، چې د (خو، لاکن) او يا (ځکه، چې) کلمو په واسطه سره جلا شي. (فقره هغه نحوي عنصر دی، چې جمله بشپړوي.) بېلګې:

- احمد په ازموينه کې بريالی شو، ځکه پوره تياری يې ورته نيولی و.

- کمال که څه هم ښه سړی دی، خو ټولګيوال ترې خوښ نه دي.

۳ – دوه ټکي، شارحه يا Colon (:): په ځينو ځايونه کې ورته د (دوه ټکي سر په سر) نوم هم کارول شوی دی. د استعمال ځايونه يې په لاندې توګه دي:

الف: کله چې د په متن کې له يوې فقرې وروسته ځينې مهم نومونه او مفهومونه راځي، لکه:

- د افغانستان مشهور ولايتونه دا دي: کابل، کندهار، ننګرهار او ...

ب: له مستقيم نقل قول څخه د مخه هم راځي، لکه:

- رسول الله (ص) فرمايي: ((د علم زده کړه، په هر مسلمان (نارينه او ښځينه) فرض ده)).

ج: د ساعت او دقيقې د بېلولو لپاره هم کارول کېږي، لکه:

- ۳۵ : ۱۱.

۴ – ږغ نښه، ندايه يا Exclamation (!): د حيرانتيا نښه هم بلل کېږي.که څه هم په ډېرو ځايونو کې کارول کېږي، خو د استعمال په وخت کې يې زيات غور په کار دی. په لاندې ځايونو کې يې کارولې شو.

الف: د ارمان، افسوس او حيرانتيا په وخت کې، لکه:

- چې زه هم مالداره وای! ، ارمان چې تللی وای!

ب: د غږ او بلنې په وخت کې، لکه:

-ای! ، احمده! دلته راشه!

ج: د خطاب په وخت کې، لکه:

- درنو حاضرينو!

د: د امر په وخت کې، لکه:

- ودرېږه! ، لاړ شه!

هـ: د هيلې او خواهش د څرګندونې په وخت کې، لکه:

- کاشکې! احمد مې ليدلای وای!

و : د تحسين او افرين په وخت کې، لکه:

- آفرين! ستا په همت.

ی: د تمسخر په وخت کې هم کارول کېږي، لکه:

- کوم ناپوه شخص ته څوک ووايي: نابغه (!).

۵ -  د پوښتنې نښه، سواليه يا Question mark (؟(: دا نښه د سوال او پوښتنې علامه ده، د هرې جملې په اخر کې چې دغه نښه وي، هغه جمله به استفهامي وي. په لاندې ځايونو کې يې کارولې شو.

الف: د پوښتنې په وخت کې، لکه:

- احمد سبق وايي؟

  ب: د شک ښکاره کولو په وخت کې هم کارول کېږي، لکه: کله چې د چا د زېږېدنې يا مړينې په نېټه کې شک موجود وي نو تر داسې نېټې وروسته هم کارول کېږي، لکه:

- د رحمان بابا د مړينې کال (۱۱۲۸ هـ.ق) (؟) دی.

ج: کله چې يوه جمله کې دننه پوښتنه راغلې وې، لکه:

- درې کاله پخوا دې په ياد دي؟ مونږ چې تاسې کره درغلي وو.

۶ -  ځنډ نښه، وير ګول با نقطه يا Semi column (؛): ځنډ نښه، چې په عمومي توګه د يو کمزوري ټکي او يا قوي کامې وظيفه ترسره کوي، لکه:

- زه له چا سره بد نه کوم؛ بدي مې نه ده خوښه.

۷ – ليندۍ، قوسين يا Small brackets (): ليندۍ هم د تنقيط علامو له جملې څخه ده، په ليندۍ کې (فرعي او تشريحي) عبارتونه راځي. ليندۍ او کرښۍ کابو يو ډول دنده لري، خو دومره توپير سره لري، چې کرښۍ پر توضيحاتو ټينګار کوي او هغه ته نظم او انسجام ورکوي. لاندې بېلګه کې دواړه ډوله ښودل شوي دي:

- ليلا – (د شهلا خور) – په ښوونځي کې اول نمره شوه.

- ليلا (د شهلا خور) په ښوونځي کې اول نمره شوه.

په لومړۍ جمله کې (د شهلا خور) عبارت چې په کرښيو کې راغلی، دا ښيي: هغه ليلا چې د شهلا خور ده، په ښوونځي کې اول نمره شوې ده، خو په دويمه جمله کې چې (د شهلا خور) عبارت په لينديو کې راغلی دی، د ليلا د پېژندنې لپاره کوم تاکيدي عبارت نه دی، يوازې دا ښايي، چې ليلا او شهلا سره خويندې دي.

همدارنګه د اشخاصو د ژوند نېټې هم په لينديو کې ليکل کېږي، لکه:

- احمد شاه بابا (۱۷۲۳ م – ۱۷۷۲ م) د پانې پت په جګړه کې بريالی شو.

هغه تورې او اعداد، چې په ليکنه کې د شمېرنې په منظور راځي، بايد په وړو لينديو کې ونيسو، لکه:

- په پوهنتون کې د محصل دندې: (۱) په خپل وخت ټولګي ته تګ (۲) د استاد درس ته غوږ نيول او ...

هېره دې نه وي، چې ځينې نورې ليک نښې هم شته.

Related Articles

یونان؛ د تمدن د پیل مرکز

ژباړه ـ ریاض مقامزی د نړۍ له سلګونو هېوادونو یې ممکن موږ یوازې د لسګونو له نومونو سره اشنا یو او کېدای شي د ګوتو په شمار هېوادونو په اړه معلومات ولرو. کتابتون ویبسايټ د خپلو لوستونکو د معلوماتو ډېرولو په پار د وطنونو لړۍ پيل کړې ده. ددې لړۍ په دې لیکنه کې به د یونان په اړه په زړه پورې معلومات ترلاسه کړئ. موقعیت یونان چې د مدنیت د پیل له مراکزو څ...

د پښتو یاګانو اسانه زده کړه

لیکنه ـ ریاض مقامزی  وړاندې له دې چې یاګانې شرحه کړو او تاسو یې زده کړئ، مهمه ده، چې پر ځينو نورو مهمو موضوعاتو ډاډه شئ. ۱ ـ یاګانې په یوه ورځ کې زده کېږي.  ۲ ـ څوک چې لوستل کولای شي، یاګانې یې زده دي. فقط په لیک کې یې نه مراعتوي. ۳ ـ د یاګانو زده کړه د کوم نوي څه زده کول نه دي، بلکې د زده شیانو کارول دي.   ياګانې څه دي؟ موږ د ژبې په زده کړه...

څنګه د خپلو ګوردو ( پښتورګو ) ساتنه وکړو ؟

پښتورګي په بدن کې حېاتي ارزښتمنې دندې لري او که خدای مکړه د هغوي په اړونده کار کې ستونزه راپېښه شي نو پاېله ېې ډېره بده کېدی شي ...غواړم د پښتورګو ( بډوډو - ګوردو ) د کار څرنګوالي او د هغوي روغتېا ساتنې په هکله ېو څو خبرې درسره شريکې کړم .( دغه مطالب مې د روسي ژبې د طبي پاڼو څخه راژباړلي دي ) .پښتورګي څه دنده لري ؟ډېرې دندې لري چې ېو څو ېې دا دي :-...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...