امام اعظم ابوحنيفه (رحمة الله علیه) په اتيا (۸۰) ه ق كال كي زېږیدلى او په يو سلو پنځوس (۱۵۰) ه ق كال كي وفات سوى دى. د عراق د كوفې اوسیدونكى وو، نوم يې نعمان وو، كنيه نوم يې ابو حنيفه یعني د حنيفې پلار وو، حنيفه د ده لور وه، په اغلب ګمان په قوم تاجک وو، د پلار نوم يې ثابت دى، نيكه يې زوطىٰ نومیدى چي د كابل له اوسیدونكو څخه وو، چي لومړى كافر وو، بيا مسلمان سو. امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) يو زوى درلود، چي حماد نومیدى او ډیر پياوړى عالم وو.
كوفه د امير المؤمنين حضرت عمر (رضی الله عنه) په امر د هجرت په اوولس (۱۷) ه ق كال آباده سوه، چي ډیر مشهور صحابه (رضی الله عنهم) تقريباً درې سوه (۳۰۰) تنه د بيعت الرضوان صحابه او تقريباً اويا (۷۰) تنه د بدر غازيان او هم د قرآن عظيم الشان اووه نوي (۹۷) تنه حافظان په كښي اوسیدل، حضرت عمر (رضی الله عنه) به ويل: په كوفه كښي ډیر لوړ كسان موجود دي!
نژدې ټول اسلامي علوم لكه: صرف، نحو، لغت، معاني، فقه، د فقهي اصول او نور د كوفې څخه را پورته سوي دي.
امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) تابعي وو، ځكه د حضرت انس بن مالک (رضي الله عنه) په ګډون يې ځيني اصحاب لكه: عبدالله بن ابي اوفى، عمرو بن حارث، عبدالله بن رئيس، ابو الطفيل، عامر بن واثله او نور اصحاب (رضی الله عنهم) يې ليدلي وه، چي د حافظ بن حجر عسقلاني (رحمة الله علیه) په وينا دغه د تابعيت منصب د بل عالم نه دى په برخه سوى كوم چي د ده معاصر وو، لكه: په شام كي اوزاعي (رحمة الله علیه) په كوفه كي سفيان ثوري (رحمة الله علیه) په مدينه منوره كي امام مالک (رحمة الله علیه) په مكه مكرمه كي مسلم بن خالد (رحمة الله علیه) او په مصر كي الليث بن سعد (رحمة الله علیه).
د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) استاذان: محمد بن يوسف الصالحي الشافعي د امام اعظم ابو حنیفه (رحمة الله علیه) د استاذانو شمبر څلور زره (۴۰۰۰) ښوولى دى او ليكلي يې دي چي ټول تابعين وو. عقود الجمان
د استاذانو په ډله كي يې د تابعينو مشهور او لوى عالم عامر بن شراحيل الكوفي الشعبي (رحمة الله علیه) هم وو، چي د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) تر ټولو لوړ استاذ وو، او نژدې پنځه سوه (۵۰۰) صحابه (رضی الله عنهم) يې ليدلي وه. تذكرة الحفاظ
امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) د عطاء بن ابي رباح (رحمة الله علیه) څخه چي نژدې دوه سوه (۲۰۰) تنه صحابه (رضي الله عنهم) يې ليدلي وه، هم زده كړه كړې وه. تهذيب التهذيب
د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) شاګردان: امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) زيات شاګردان درلودل. محمد بن يوسف الصالحي الشافعي د عقود الجمان په ۱۸۳ صفحه كي ليكلي دي: د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) داسي شاګردان په برخه سوه، چي د نورو امامانو نه دي په برخه سوي. صالحي الشافعي د خپل كتاب په پنځم باب كي ليكلي دي: د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) ځيني شاګردان چي د ده څخه يې حديث او فقه زده كړې وه، د مكې مكرمې، مدينې منورې، دمشق، بصرې او الجزيرې اوسیدونكي وه، صالحي الشافعي په خپل كتاب كي د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) د اته سوه (۸۰۰) شاګردانو نومونه ليكلي دي. عقودالجمانص
ملا علي بن سلطان محمد القاري (ملا علي قاري) (رحمة الله علیه) په خپل كتاب (مناقب الامام الاعظم) كي د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) نزدې د پنځه سوه (۵۰۰) تنو شاګردانو نومونه ليكلي دي او ويلي يې دي: دا مي د مناقب للكردري څخه په لنډ ډول را اخيستي دي وروسته يې ليكلي دي: دا د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) هغه شاګردان دي چي شمیر يې اووه سوه دیرشو (۷۳۰) تنو ته رسيږي، دوى د خپل وخت لوى پوهان وه، د دين علم يې د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) څخه زده كړى وو، او تر موږ پوري يې را ورساوه. لوى خداى (جل جلاله) دي د قيامت په ورځ نیكه بدله وركړي. آمين! ذيل الجواهر المضيئة
د حديثو په علم كي د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) مقام: خلف بن ايوب (رحمة الله علیه) چي ستر محدث، فقیه او د مشرق مفتي دی او کوم چي نورو سترو محدثینو د هغه څخه روایت کړی دی لکه د محدثینو استاذ يحيى بن معين (رحمة الله علیه) و امام أحمد بن حنبل (رحمة الله علیه) ويلي دي: الله (جل جلاله) علم خپل استازي حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) ته ور كړ بيا يې د هغه اصحابو (رضي الله عنهم) او تابعينو ته وركړ، بيا يې امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) او د هغه شاګردانو ته وركړ، نو كه د چا خوښه وي په راضي دي سي، كه يې نه وي خوښه خفه دي سي.
ابو مطيع وويل: امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) كيسه كول: امير المؤمنين ابو جعفر منصور ته ولاړم، هغه را څخه وپوښتل: علم دي د چا څخه زده كړى دى؟ ما ورته وويل: د حماد (رحمة الله علیه) څخه مي علم زده كړى دى، هغه د ابراهيم نخعي (رحمة الله علیه) څخه، ابراهيم نخعي (رحمة الله علیه) حضرت عمر، حضرت علي، حضرت عبدالله بن مسعود او حضرت عبدالله بن عباس (رضی الله تعالی عنهم) څخه زده كړى وو. امير المؤمنين راته وويل: واه واه! دا چي د مباركو او پاكو استاذانو څخه دي زده كړی دى، خپل علم ته دي ټينګښت ور بخښلى دى. تاريخ بغداد
مسعر بن كدام (رحمة الله علیه) الإمام الثبت، شيخ العراق کوم چي د سترو سترو محدثینو استاذ دی او د ده په اړه سترو محدثینو د توثیق اعلی کلمات استعمال کړي دي او د حدیثو ستر امام او حافظ دی، اول خپله د ده په اړه د محدثینو کلمات واوری: امام اعمش (رحمة الله علیه) فرمايي: د مسعر شک لکه د نورو یقین داسي دی. ستر محدث امام یحی بن معین (رحمة الله علیه) فرمايي: د مسعر په مثل مي څوک نه دی لیدلی د اثبت الناس څخه دی. امام سفیان ثوري( رحمة الله علیه) يې په اړه وايي: کله چي به موږ په یو شي کي مختلف سوو نو مسعر ته به راغلو.
امام مسعر (رحمة الله علیه) وويل: د امام اعظم ابوحنيفه (رحمة الله علیه) سره مي د حديثو په زده كړه كي سيالي كول را څخه وړاندي سو، بيا مي په تقوٰى او زهد كي سيالي ور سره كول، را څخه مخكي سو، بيا مي په فقه كي سيالي ور سره كوله، تاسي يې وينى څومره را څخه مخكي دى.
اسرائيل وويل: امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) ښه سړى وو، كومو حديثونو چي د احكامو اړخ درلود، د ده پرته د بل هيچا ډیر نه وه پياد او نه يې د ده په څیر پلټنه پسي كول. تاريخ بغداد
امام ابو يوسف (رحمة الله علیه) الإمام المجتهد العلامة المحدث قاضي القضاة کوم چي سترو محدثینو لکه امام يحيى بن معين (رحمة الله علیه) او أحمد بن حنبل (رحمة الله علیه) روایت ځیني کړی دی، ويلي دي: د تفسير په علم كي مي تر امام اعظم ابوحنيفه (رحمة الله علیه) لوى عالم نه دى ليدلى او امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) په صحيح حديث تر ما ښه پوهیدى.... امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) د حديثونو په علتونو، تعديل او تجریح پوه وو. عقود الجمان
عبدالله بن داؤد الإمام الحافظ القدوة کوم چي سترو محدثینو لکه امام سفيان بن عيينة او علي بن المديني د امام بخاري استاذ (رحمة الله علیهم) روایت ځیني کړی دی وويل: پر مسلمانانو لازمه ده چي په خپلو لمونځونو كي امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) ته دعاوي وكړي، بيا يې د هغه حديثونو او فقهي يادونه وكړه، چي امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) د مسلمانانو د ګټي اخيستلو لپاره حفظ كړي وه. تاريخ بغداد
مكي بن ابراهيم (رحمة الله علیه) الإمام الحافظ الصادق مسند خراسان کوم چي زیاتو سترو محدثینو لکه: امام بخاري، امام أحمد بن حنبل او امام يحيى بن معين (رحمة الله علیهم) روایت ځیني کړی دی، وويل: امام اعظم ابوحنيفه (رحمة الله علیه) د خپل وخت ستر عالم وو. تاريخ بغداد
حسن بن زياد (رحمة الله علیه) العلامة فقيه العراق وويل: امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) د څلورو زرو (۴۰۰۰) حديثونو روايت كړی دی، چي دوه زره (۲۰۰۰) حديثونه يې له حماد څخه او پاته نور يې له نورو استاذانو څخه زده كړي دي. مناقب ابي حنيفه للمؤفق المكي
يحیی بن نصر بن حاجب (رحمة الله علیه) وويل: د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) څخه مي اوریدلي دي، چي ويل يې: زما سره د حديثونو بكسونه سته، خو لږ مي د استفادې لپاره ځیني را اخيستي دي. مناقب ابي حنيفه للمؤفق المكي
د اُمت د سترو مفسرینو، محدثینو او فقهاوو شهادت د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه): ستر امام، محدث او فقیه امام شافعي (رحمة الله علیه) د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) په اړه فرمايي: د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) قول په فقه کي مسلم دی. الانتقاء لابن عبدالبر
همدارنګه امام شافعي (رحمة الله علیه) لیکي: د اُمت د ستر امام، محدث، مجتهد او فقیه امام مالک (رحمة الله علیه) څخه پوښتنه وسوه: آیا تا امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) لیدلی دی؟ هغه وفرمایل: هو! لیدلی مي دی، هغه داسي شخص وو، که يې تا ته ددې ستني (پايې) د سرو زرو د ثابتولو دلایل وړاندي کړي وای، نو هغه به خامخا په خپل حجت کي کامیابه سوی واي، یعني دا پایه به يې ثابته کړی وای، چي د سرو زرو ده. بغداي او اکمال
امام روح بن عباده (رحمة الله علیه) الإمام، العلامة، الحافظ شيخ الحرم کوم چي امام الأوزاعي، الليث، سفیان الثوري، سفیان ابن عینه، يحيى بن سعيد القطان او وكيع (رحمة الله علیهم)غوندي سترو محدثینو روایت ځیني کړی دی، وايي: په فقه كي د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) مقام.
وكیع بن جراح ويلي دي: په ټولو هغو كسانو كي چي زه ور سره مخ سوى يم، امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) تر ټولو لوى فقيه او غوره لمونځ كوونكى وو. تاريخ بغداد
امام شافعي (رحمة الله علیه) ويلي دي: كه څوك غواړي چي په فقه پوه سي، د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) او د هغه د شاګردانو سره دي ملازم سي ځكه ټول خلګ په فقه كي د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) عيال دي. څوك چي د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) كتابونه نه ګوري نه په فقه پوهیداى سي او نه كمال ته رسیداى سي.
امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) او وينا يې، امام شافعي (رحمة الله علیه) ته د منلو وړ وو. عقود الجمان
يزيد بن هارون ويلي دي: فقه د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) او د هغه د شاګردانو كار دى، ګواكي هغوى د دغه كار لپاره زیږیدلي دي. عقود الجمان
نضر بن شميل ويلي دي: خلګ له فقهي ويده وو، امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) را ويښ كړه، فقه يې ورته خلاصه او بيان كړه. تاريخ بغداد
عبدالله بن ابي جعفر الرازي ويلي دي: له خپل پلار څخه مي واوریدل چي هغه ويل: په فقه او تقوٰى كي مي تر امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) بل څوك زيات نه دی ليدلي. تاريخ بغداد
جرير (رحمة الله علیه) ويلي دي: كله چي به له اعمش څخه د باريكو مسئلو پوښتنه وسوه، هغه به دغه مسئلې امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) ته لیږلې. مناقب ابي حنيفه و صاحبه للامام الذهبي
جعفر بن ربیع ويلي دي: د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) سره پنځه (۵) كاله واوسیدم تر ده مي په خاموشۍ كي بل څوك زيات نه دی ليدلی، مګر كله چي به پوښتنه ور څخه وسوه، خوله به يې پرانيستل د بهیدونكي رود غوندي به يې بيان وكړ. تاريخ بغداد
عبدالله بن مبارك (رحمة الله علیه) ويلي دي: كه يو حديث معلوم وي او رآیي ته اړتيا پيدا سي، نو د امام مالك (رحمة الله علیه)، سفيان ثوري (رحمة الله علیه) او امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) رآيي ښه ده، خو په دوى كي امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) باريك بينه او لوى فقيه دى. مناقب ابي حنيفه و صاحبه للامام الذهبي
صالحي په عقود الجمان كي ويلي دي: امام اعظم ابو حنيفه (رحمة الله علیه) لومړنى هغه څوك دى چي د فقهي مسائل يې سره ټول كړل او د بابونو ترتيب يې وركړ، وروسته مالك بن انس (رحمة الله علیه) د موطا په ترتيب كي د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) متابعت وكړ، مګر په دغه كار كي تر امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) هيڅ څوك مخكي نه دى. عقود الجمان
امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) د الله (جل جلاله) او د هغه د استازي حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) په دين كي د زيار ايستلو او د مسلمانانو د خير غوښتني لپاره خپل مذهب د شورا پر بنسټ جوړ كړ، امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) به يوه، يوه مسئله نورو علماؤو ته وړاندي كول، د هغوى نظرونه به يې ځیني غوښتل او خپل نظر به يې هم وړاندي كوى، په ورځو، ورځو به يې له هغوى سره مناظرې كولې او د روښانه څراغ په څیر به يې روښانه دلايل وړاندي كول، امام ابو يوسف (رحمة الله علیه) به د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) هغه دلايل شمیرل چي علماؤو به منل، نو كله چي د مذهب اساس شورا سوه، غوره مذهب ځیني جوړ سو، تر هغه مذهب ټينګ، صفا او په زړه پوري سو، چي په يوازي والي او خپلي رآيي جوړ سوى وي. مناقب ابي حنيفه للكردري
اسد بن فرات وويل: د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) د هغه شاګردانو شمیر چي كتابونه يې تدوين كړي دي، څلویښت دى په لسو لومړنيو كسانو كي ابو يوسف (رحمة الله علیه)، زفر بن هزيل (رحمة الله علیه)، داؤد طائي (رحمة الله علیه)، اسد بن عمرو (رحمة الله علیه)، يوسف بن خالد السمتي (رحمة الله علیه) او يحیی بن ابي زائده (رحمة الله علیه) دى او پسي زياته يې كړه، چي اسد بن عمرو (رحمة الله علیه) وويل: علماؤو د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) په وړاندي د يوې مسئلې په حكم كي بحث سره وكړ، چا يو ډول چا بل ډول ځواب ووايه. وروسته يې د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) څخه پوښتنه وكړه، امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) ډېر ژر ځواب وركړ په داسي حال كي چي نورو علماؤو به په يوه مسئله كي درې ورځي تیرولې بيا به يې په دیوان كي ليكلې. حسن التقاضي
الحميدي د اسحق بن ابراهيم په حواله ويلي دي، اسحق وويل: د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) شاګردان به د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) سره د يوې مسئلې په حل بوخت وه، كله چي به عافيهبن يزيد (رحمة الله علیه) حاضر نه وو، نو امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) به ويل دغه مسئله تر هغو پوري مه ليكئ چي عافيه (رحمة الله علیه) نه وي راغلى، كله چي به عافيه (رحمة الله علیه) راغلی او موافق به سو، نو امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) به وويل: دغه مسئله وليكئ كه به موافق نه وو، امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) به وويل: مه يې ليكئ. حسن التقاضي
امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) په زرګونو مسئلې تدوين كړي دي، چي په شمیر كي يې اختلاف سته، مګر تر ټولو كم شمیر يې دري اتيا زره (۸۳۰۰۰) دی چي اته دیرش زره (۳۸۰۰۰) يې په عباداتو پوري اړه لري او پاته نوري يې په معاملاتو پوري اړه لري. مناقب ابيحنيفه للكردري
د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) عقلمندي او ذكاوت: يزيد ويلي دي: داسي څوك مي نه دی ليدلی، چي تر امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) دي پوه او پرهیزګار وي. تذكرة الحفاظ
خارجه بن مصعب ويلي دي: د نزدې زرو (۱۰۰۰) تنو علماؤو سره مي ملاقات سوی دى، چي درې (۳) يا څلور (۴) تنه يې ډیر پوهان وه، په هغو پوهانو كي يو امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) وو. تاريخ بغداد
د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) حيرانوونكي ځوابونه: ۱ـ شامي د امام ابو يوسف (رحمة الله علیه) څخه روايت كړی دى: امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) ته يو كس راغلى او وه يې ويل: ما خپلي ښځي ته قسم واخيست چي تر هغه وخته خبري نه در سره كوم تر څو چي تا خبري نه وي را سره كړي! هغې هم قسم واخيست چي تر هغه مهاله زه هم خبري نه در سره كوم تر څو چي تا خبري نه وي راسره كړي! اوس موږ څه وكړو؟ امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) ورته وويل: ورسه خبري ور سره وكړه قسم نه در باندي اوړي!
هغه سړى سفيان ثوري (رحمة الله علیه) ته ورغلى، دغه كيسه يې ورته وكړه هغه په غوسه سو، امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) ته راغلى ورته ويې ويل: ولي خلګ په حرامو كي را ګيروې (اخته كوې یې)؟ امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) ورته وويل: دا سړى دي خپله پوښتنه د سره وكړي! هغه سړي خپله پوښتنه د سره وكړه، امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) بيا مخكنى ځواب وركړ، سفيان ثوري (رحمة الله علیه) وويل: په كوم دليل وايې چي پر دوى قسم نه اوړي؟ امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) ورته وويل: كله چي میړه قسم واخيست تر هغه وروسته د ده ميرمني د خپل قسم اخيستلو خبري ورسره وكړې، نو ميړه خو د قسم له اووښتلو څخه وژغورل سو، اوس دي نو میړه ورسي او د خپلي ښځي سره دي خبري وكړي تر څو پر هغې هم قسم وا نه وړي!
سفيان ثوري (رحمة الله علیه) ورته وويل: تاسو ته د علم هغه باريكۍ لوڅي دي چي زموږ ورته پام هم نه وي.
د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) وفات او شهادت: خطيب او ابومحمد الحارثي وويل: ابوجعفر المنصور پاچا امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) د كوفې څخه بغداد ته راوغوښت، تر څو د قاضي القضاة منصب ور وسپاري، مګر امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) ونه منل، پاچا امر وكړ: بندي يې كړى! هره ورځ به يې په بازار کي ګرځوى نارې به يې پر وهلې او دومره سخت به يې وواهه چي ويني به يې پر پونډيو بهیدلې بيرته به يې محبس ته راوست، خوراك او څیښاك به يې لږ وركوی، پر بدن يې د وهلو نښي پاته سوې، لس ورځي دغه وضعيت دوام وكړ كله چي وهل زيات سوه، امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) ډیري دعاوي كولې او له دې امله به يې ژړل چي د ده بوډۍ مور به د ده له بد حالت څخه څومره غمجنه وي؟ پنځه ورځي نور ژوندۍ وو، وروسته وفات سو. الله (جل جلاله) دي ځیني راضي سي. مناقب ابي حنيفه إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
ابومحمد الحارثي له نعيم بن يحيی څخه روايت كوي، وایي: امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) په زهرو ووژل سو.
ابوحسان الريادي وايې: امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) چي كله د مرگ په نښو پوه سو، نو پر سجده سو او د سجدې په حال كي يې ساه وركړه.
خطيب وويل: صحیح خبره دا ده، امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) په بنديخانه كي وفات سو. تاريخ بغداد
د ټولو علماؤو پر دغه اتفاق دى، چي امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) په ۱۵۰ هجري كي وفات سو. عقود الجمان
اسماعيل بن سالم البغدادي وويل: امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) د قضا د نه منلو په وجه ووهل سو.
امام احمد بن حنبل (رحمة الله علیه) چي به كله دغه بيان كاوه ژړل به يې، ځكه امام احمد بن حنبل (رحمة الله علیه) هم وهل سوى وو. تاريخ بغداد
د امام اعظم ابوحنیفه (رحمة الله علیه) جنازې ته نزدې پنځوس زره (۵۰۰۰۰) كسان حاضر سوي وه.
لیکوونکی: فرید احمد (مبارز)