انجنیر صاحبانو اوله درجه خښته په ساحه کي په لاندي مشخصاتو سره پیژندل کیږي.
۱: که خښتي سره ووهو باید د فلز ږغ وکي.
۲: ښه خښته ډیر سوري یا منفذونه نه لري.
۳: شکل یې منظم او څنډي یې منظمي وي.
۴: چي ښه تخته سوې یا compact سوې وي ، ښه خښته ورته ویلای سو.
۵: ابعاد یې باید منظم وي. او د معیاري خښتي ابعاد   7x11x22 cm   دي.
۶:  ښه او اوله درجه خښته که د 1m  یو متر څخه را واچوی نه ماتیږي.

لیکنه:  انجنیر احمدشاه حاذق