To start downloading books

Please sign in or create an account.

Faridon Delsoz Niazai 2 years ago 955
د قدر شپه کله ده؟

د قدر شپه کله ده؟

ددې شپې د فضیلت په اړه به نه ږغېږم، ځکه د فضیلت په اړه ئې د قرآن همدا یو آیت کفایت کوي: "د قدر شپه له زرو میاشتو څخه ډېره غوره ده"
زه به پر دې بحث وکړم، چي کله ده او کوم اعمال باید وکړو.

د قدر شپه #کله ده؟
دا شپه الله جل شانه د روژي په اخيرو لسو شپو کښي و ټاکل ځکه بنده ګان د روژي و اخير ته ستړي وي او ډېرو عباداتو کمزوري کړي وي، نو بنده ګان به ځکه په دا لسو شپو کښي عبادت ډېر وکړي تر څو د قدر د شپې له انوارو څخه برخمن سي.
او په دا لسو شپو کښي بیا د طاق شپه ده، ځکه د رسول الله حدیث دئ، چي د قدر شپه د روژې په اخرو لسو شپو کي په طاق شپه ده.
داچي په طاقو شپو کښي د کومي شپې احتمال ډېر دى، په دې هکله حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه فرمايي: چي د اوويشتم شپه د قدر شپه ده. که وکتل سي په سورة القدر کښي د ليلة القدر الفاظ درې واري راغلي دي او الفاظ د ليلة القدر که حساب کړل سي نهه (٩) حروف دي، اوس که د الفاظو تعداد د حروفو په تعداد کي ضرب کړو نو به اوويشت (٢٧) سي. يعني (٣×٩=٢٧) نو د اوويشتم شپه د قدر ده او الله جل شانه خپله راوښودل.
د روژې اوويشتم شپه د قدر د شپې زيات احتمال لري او علماء کرام بل دليل دا وړاندي کوي چي د عثمان بن ابى العاص يو مريي وو، چي د شپې پيره داري به ئې کول، ده و خپل بادار عثمان بن ابى العاص ته وويل چي نه پوهيږم په کال کي يو وار د دا درياب تروي او ترخي اوبه د شربتو په شان خوږې سي. عثمان بن ابى العاص ورته وويل: که سږ کال پر پېښ سوې ما هم په خبر که.
يو شپه مريي د اوبو خوند وکتى چي د شربتو په شان خوږې دي نو ئې پر بادار هم ږغ وکړى. عثمان بن ابى العاص کيسه کوي چي اوبه تر خپله حده خوږې وې او ما چي حساب و کړ دا شپه د اوويشتم شپه وه.

#نوټ: مولانا زکریا رحمة الله فرمایي: چي اخري لس شپې ټوله و عبادت ته ورکړئ، ځکه یو خو په طاقو شپو کي د قدر شپه نه ده معلومه او بل که میاشت نهه ویشت شپې سي، نو طاق شپې جپت او جپت شپې طاق راځي. داچي دا د فضیلت شپه ده، نو د ثواب څخه د برخمن کېدلو لپاره که لس سره شپې عبادت وسي، نو غوره ده. 

کوم #اعمال وکړو؟
په دې شپه کي د اعمالو لپاره ټاکلی وخت نسته، ټوله شپه د قدر وي؛ که هر وخت کي ئې عبادت کولای سی، نو وې کړی.
که د ټوله شپې عبادت توان وي، خو وې کړی او که د ورځي مصروفیت لری، نو هم عبادت وکړی او خوب وکړی.
غوره اعمال د قرآن تلاوت، تراویح، صلواة التسبیح او تهجد لمونځونه، درود ویل، ذکر کول او دعاګاني غوښتل دي.
الله جل شانه دي ددې شپې تر څنګ د ژوندانه د هري شپې او هري لحظې د عبادت توفيق راکړي. اللهم امين

Related Articles

جمر تکنالوژي څه ته وایی؟ Jammer Technology

جمر تکنالوژي څه ته وایی؟ Jammer Technology آنتن پریکونکی یا جمر له یو ډول فریکانس تولیدونکی آلی څخه ده چی د بیلابیلو هدفونو لپاره کارول کیږی، دا سیستم د مقابل لوری سیستم په یوډول ګډوډونکي فرکانس خپرولو سره په سګنال کی د ګډوډی رامنځته کولو سبب ګرځی. د دی لپاره چی جمر په سمه توګه کار وکړی لومړی اړینه ده د خپلی فریکونسی اندازه په سمه توګه وټاکۍ او ور...

د وینې ټيټ فشار؛ نښې، لاملونه او درملنه

ژباړه ـ ریاض مقامزی له ګڼو نورو فکټورونو ور هاخوا ناروغۍ هغه څه دي، چې د انسان ژوند ګواښي. یو له دغو ستونزو د وینې ټيټ (ښکته) فشار دی. په دې لیکنه کې به تاسو د وينې د ټيټ فشار په اړه معلومات ولولئ. د وینې ټيټ فشار که په لنډ ډول یې ووایو، د وينې ټيټ فشار (Hypotension) داسې یو حالت دی، چې د انسان زړه په کافي اندازه وينه نه پمپموي. دا حالت تقریباً...

ارواپوهنه وايي (۱)

ارواپوهنه وايي 🌿 • له یو چا سره هېڅکله دومره ښه مه کوئ، چې هغه مو دا کار مسؤلیت او دنده وبولي.   • هېڅکله یو څوک دویم ځلې مه بخښئ. • خلک مو پر شتون مه مطمئن کوئ. د خپل ځان په برخه کې د مړښت احساس مه ورکوه. • مه پرېږدئ چې پوه شي په بشپړ ډول د هغوی په لاس کې یئ. ځکه چې د انسان جوړښت او طبیعت داسې دی، چې وړیا (مفت) څيزونه ورته ارزښت نه لري او کله...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...