ساحه کې د سیخ محاسبه

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
May 13, 2023
2 years ago
1,576 views
ساحه کې د سیخ محاسبه

په ساحه کې د سیخ محاسبه
لیکنه: انجینر سید سمیع الله نصرت 
زیاتره وخت په ساحه کې مونږ ته په نقشه کې د سیخ مقدار معلوم نه وي، بلکي د سیخ فاصله او طول یې په لاس راکړی وی او بازار کې سیخ په وزن او خادو پلورل کیږی. راځۍ نن درته پردی عملی مثال وړاندی کوم چې له څنکه طول وزن او خادو ته واړوو؟

مثال: یو سلب چې  عرض یې 5m او 12mm سیخ په 20cm  سره او همدارنګه په طول کې 12mm سیخ په 20cm  په6m اوږدوالی سره اچول شوی دی تاسو د نومړی سلب لپاره د سیخ مقدار په وزن او خادو پیدا کړي؟
حل: لومړی ځانته د سیخ په عرض او طول تعداد معلوموو:
عرض باندی چې کوم سیخ اچول کیږي محاسبه یې طول لپاره کیږي یعنی د سیخ تعداد چې معلوو نو د سلب طول په نظر کې نیسو 
600/20= 30 bar
دا چې سیخ د سلب په عرض اچول کیږي نو اوس یې د سلب په عرض کې ضروو. په یاد ولري چې خاموت یا د سیخ قات اندازه هم تاسو نظر کې ونیسۍ:
L= 30 x 5 = 150m
اوس د سلب په طول سیخان محاسبه کوو:
500/20=25 bar 
دلته اوس د سلب طول کې ضربوو:
L=25 x 6= 150m 
د منفی سیخ طول یې هم په همدی شکل تاسو وټاکۍ.
اوس مجموعی طول پیدا کوو:
L= 150 + 150 = 300m
 د متر څخه وزن ته د سیخ بدلولو لپاره دوه فرمولونه لرو:
Weight = d²/162.162
Weight = d²/36 x 0.222
مونږ دواړه فرمولونه استفاده کوو ، د دولس میلی سیخ د یو متر وزن داسي پیدا کوو:
Weight of 1 m bar =12² / 162.162 = 0.888
Weight of 1 m bar = 12²/36 x 0.222 = 0.888
دا چې د یو متر وزن معلوم شو نو اوس مجموعی وزن معلوموو:
T weight= 300 x 0.888=266.8 kg 
له 5%–10% ضایعات نیسو:
مونږ لس فیصده نیسو:  
T weight= 266.8 x 1.1= 293.04 kg 
اوس یې په خادو حسابوو. له یو ټن څخه 97 خادې دولس میلې سیخ راځي.
X = 293.04 x 97 / 1000
X =  28.42= 29 khadi 
بله طریقه هم کولي شو. مجموعی طول سره لس فیصده جمع کوو
L= 300 x 1.1=330m
د یوې خادې طول 11.75m  دی نو 
X = 330/11.75 = 28.4 = 29 khadi
د اشتبهاتو په صورت کې بخښنه غواړم او د نیکو مشورو په هیله مو یم.
انجینر سید سمیع الله نصرت

Related Articles

May 18, 2021
2,217 views

نژاد پرستی در ادبیات فارسی

نژاد پرستی در ادبیات فارسی (از هدایت و علوی تا درویشیان و بادکوبه یی) یوسف عزیزی بنی طُرُف فرج سرکوهی، پستی نوشته است در بارهء سخنان هنرمند بوشهری، سعید شنبه زاده و منکر نژادپرستی اتنیکی در ایران شده؛ اما پس از نقدها و کامنت های بسیار پذیرفت که اش...

Dec 20, 2021
3,889 views

خوب لیدل

لیکنه ـ وړانګه اکبر خوب لیدل د خیالونو، احساساتو او اندونو یو تسلسل دی چې معمولا د خوب په ځینو مرحلو کې په غیر ارادي ډول په ذهن کې پېښېږي. انسانان هره شپه دوه ساعته د خوب په لیدو تېروي او هر خوب شاوخوا له ۵ څخه تر ۲۰ دقیقو پورې وخت نیسي. د تاریخونو...

Mar 31, 2021
1,977 views

د ستر فرانسوي فیلسوف ژان ژاک روسو ژوند ته یوه کتنه

   ستر فرانسوي فیلسوف او لیکوال، ژان ژاک روسو (Jean-Jacques Roussou) د ۱۷۱۲ زېږدیز کال د جون په ۲۸ مه نېټه د سویس په ژنیو ښار کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې .    د ژان ژاک روسو له زېږون څخه کمه موده وروسته، مور یې له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه او خپل خپلوانو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,804 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,158 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,081 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...