ګرځنده موبایلونه زموږ د ورځني ژوند یوه برخه ګرځېدلې. موږ له کوره نیولې بیا تر بازار، کار ځای، موټر او نورو ځایونو کې اړ کېږو، چې خپل موبایل و کاروو. خو دا باید هېره نه کړو، چې ځينو ټکو ته مو باید پام وي.
د موبایل کارول په مختلفو ځایونو کې خپل آداب لري. موږ ته پکار دي، چې په عمومي ځایونو لکه موټر، شفاخانه او یا بل هر ځای کې چې خلک ډېر وي په موبایل کې و نه غږېږو، خو که ډېر مهم وي باید په ټيټ غږ وغږېږو او خبرې لنډې کړو.
که څه هم د موبایل کارولو آداب په ټولو ځايونو کې يو ډول او عمومي نه دي خو ځينې ګډ ټکي هم شته، چې ځينې یې دا دي.
۱ ـ کله چې پر مهمو موضوعاتو جلسه ولرئ موبایل مو له ځانه لرې کړئ. دا کار ددې معنا لري، چې تاسو ته دا جلسه مهمه ده او نه غواړئ موبایل د جلسې خبرې غوڅې کړي.
۲ ـ کوښښ مه کوئ، چې نږدې کس ته هم د موبایل له لارې کومه خبره وکړئ. ددې پر ځای خپله ورشئ، وغږېږئ او پيغام مو ورسوئ.
۳ ـ بې دقته مه اوسئ. کله چې کوم چاته ایمېل او یا هم پيغام لېږئ وروسته له لیکلو یې بیا ځلې ولولئ تر څو کومه غلطي و نه لري او وکولای شئ خپل پيغام په سم ډول ورسوئ.
۴ ـ کله چې رسمي ځايونو ته ځئ، کوښښ وکړئ خپل د موبایل غږ خاموش کړئ. دا کار تاسو با نزاکته معرفي کوي او ستاسو د ښه شخصیت نمایندګي کوي.
۵ ـ له ملګرو او کورنۍ سره د ناستې پر مهال ځان په موبایل کې مه مصروفوئ. دا کار د مقابل لوري بې احترامي ده. که ستاسو سره ورته چلند وشي ممکن ډېر غوسه شئ. که تاسو ته د موبایل کارول ډېر اړين وي کولای شئ له ناستو ملګرو اجازه واخلئ. او ډېر ژر خپل کار خلاص کړئ.
۶ ـ که تر څنګ ته ناست کس مو موبایل کاروي تاسو یې ننداره مه کوئ. ممکن یاد کس و نه غواړي تاسو وګورئ چې هغه څه کوي.
۷ ـ په لوړ غږ مه غږېږئ! په لوړ غږ غږېدل په هر ځای کې ښه نه وي، خو که په موبایل کې تاسو په ډېر لوړ غږ غږېږئ ستاسو پر ساده توب دلالت کوي. کوښښ وکړئ آرام او ټيټ وغږېږئ. موبایل ستاسو غږ انتقالوي نو مهمه نده چې خپل آواز جګ کړئ.
۸ ـ لنډې خبرې کوئ. په موبایل کې ډېر وخت لپاره غږېدل له روغتيايي زیانه ور هاخوا ټولنيز بې نزاکتي هم بلل کېږي. دا چاره تاسو ګوښه ګير کوي او نور خلک پر تاسو بدګمانه کېږي. نو کوښښ وکړئ یوازې د ضرورت په اندازه وغږېږئ.
Related Articles
د الیوت لنډ ژوندلیک
لیکنه ـ ریاض مقامزی د نړیوالو ادبیاتو په فهرست کې د "الیوت" نوم هم خورا روښانه دی. موږ پدې لیکنه کې تاسو د الیوت د پېژندنې، آثارو او ویناوو په اړه معلومات درکوو. د لیکنې تر پایه به یې په ښه شکل وپېژنئ. د الیوت لنډ ژوندلیک د نړېوالو او په ځانګ...
د منټو لنډ ژوندلیک
لیکنه ـ ریاض مقامزی ځينې لیکوال د یو ځانګړي سبک، خاصیت او تګلارې پر مټ ډېر ستر نوم او شهرت پیدا کوي. د منټو د قلم تېره او بېباکه څوکه ددې سبب شوه، چې نوموړی ډېر خلک وپېژني. هغه تل حقایق ویل. که څه هم ځينې وخت دا مسئله ورته جنجالي کېده؛ خو د هغه همدا...
ایا پوهېږﺉ چې کوم څاروی د تندې پر وړاندې ډېر تاب لري؟
لیکنه: شکېبا نادري ایا پوهېږئ چې کوم څاروی د تندې پر وړاندې ډېر تاب لري؟ په نړۍ کې دوه ډوله حیوانات شته چې یو ته یې اهلي او بل ته یې وحشي حیوانات وایي، اهلي حیوانات هغو حیواناتو ته وایي چې خلک یې په کورونو کې ساتي لکه، غوا، اوښ، مرکب، پیشو او دا...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...