To start downloading books

Please sign in or create an account.

Qarib Aryan 2 years ago 693
آیا Chat GPT شعور لري؟

آیا Chat GPT شعور لري؟

آیا Chat GPT شعور لري؟

لیک: قریب آرین

عموماً انساني ذهن پۀ دوو برخو، شعور او لا شعور وېشل کېږي. شعور د ذهن هغه ویښه برخه ده، چې ټول کړۀ وړۀ د انسان د ارادې لۀ مخې ترسره کوي او لۀ پنځه ګونو حواسو سره تړاو لري. مثلاً: غواړئ لاس ته مو حرکت ورکړئ یا غواړئ کوم انتخاب ولرئ؛ نو دغه کړنې ستاسې د شعور پۀ مرسته ترسره کېږي. یا، هغه ذاتي قوه د کومې پۀ پرمټ چې معقولې پرېکړې کېږي؛ شعور بلل کېږي. 

پورته تعریفاتو ته پۀ کتو، Chat GPT چې یو مصنوعي او د کاذبې ځیرکتیا درلودونکی چټ بوټ ماشین دی؛ تر اوسه لا د شعور کچې ته ندی رسېدلی، یا کۀ ووایم شعور نلري.

تحلیــل:
ــ Chat GPT د مصنوعي ځیرکتیا د مختلفو چټ بوټونو لۀ ډلې یو پرمختللی او شهکار ټېکنالوژیک ماډل دی، چې خپلې ټولې پرېکړې او د ځوابونو وړتیا لۀ ماشین څخه د زده کړو شیانو پر اساس کوي. د چټ بوټ یو پرمختللی ماډل د مختلفو او پېچلو مرحلو وروسته؛ د مصنوعي ځیرکتیا یا مصنوعي پوهې د لرلو کچې ته رسېږي. 

ــ د AI ټېکنالوژي درې ستر پړاوونه لري. لومړۍ برخه یې ډېټا ده، چې د ډېټا ساینس یا د ډېټا د علم پۀ نامۀ هم یادېږي او د AI اساسي برخه ګڼل کېږي، منظمې ډېټا ته د رسېدو لپاره پنځۀ اړین پراسېسونه اجراء کول اړین دي: لومړی یې د ډېټا د اړتیاوو مشخصول یا (REQUIREMENT SPECIFICATION)، دوهم: ډېټا راټولول یا (DATA COLLECTION)، درېیم: ډېټا پاکول یا (DATA CLEANING)، څلورم: د ډېټا تحلیل یا (DATA ANALYSIS)، پنځمه او وروستۍ برخه یې پایله یا (RESULT) ده، چې لۀ دې هرې برخې او پراسېس وروسته موږ ته منظمه او د کارېدو وړ ډېټا لاس ته راځي. د AI دوهم ستر پړاو د ماشین زده کړه ده، چې (Machine Learning) هم ورته وایي. ماشین ته زده کړه او ټرېنېنګ، د لومړني پړاو لۀ چمتو شوې منظمې او د کارېدو وړ ډېټا پۀ اساس ورکول کېږي. درېیمه او وروستۍ مرحله، لکه پۀ پوښتنه کې د مصنوعي ځیرکتیا یاد شوی د چټ بوټ ماډل دی، چې ماشین ته د منظمې، ارزښت وړ او قېمتې ورکړل شوې ډېټا پۀ اساس پرېکړې کوي او هر رنګه پوښتنو ته حل کاږي.

پـــایـــله:
د مصنوعي ځیرکتیا هر ډول روبوټ او مختلف ماډلونه اصلاً ذاتي شعور نلري او دوی خپلې ټولې پرېکړې د هغې ډېټا؛ چې د دوی ماشینونو ته ور زده کېږي؛ پۀ اساس کوي. نو ځکه خو یې نوم هم مصنوعي ځیرکتیا ده او لۀ حقیقي هغې سره بشپړ توپیر لري.

د یادونې وړ بولم، چې پۀ یوویشتمه پېړۍ کې د ټېکنالوژۍ د ډګر بې ساري پرمختګونه، د دې لامل شوي؛ چې انساني افکار د مصنوعي ځیرکتیا شعوري کېدو ته ور میلان کړي، خو دا ډېره لرې ده.

Related Articles

وخت مو داسې مدیریت کړئ!

ليکنه ـ ریاض مقامزی   د وخت مدیریت له تاسو سره مرسته کوي، چې کارونه مو په کمي او کيفيتي لحاظ ښه او عالي شي. پدې توګه به تاسو پخپل شخصي، زده کړيز او کاروباري ژوند کې چټک پرمختګ کوئ. نو که غواړئ بریالی ژوند ولرئ د وخت او فعالیتونو اړوند دا لارښوونې تل په پام کې ونيسئ.   لومړی| د وخت ارزښت ومنئ! اکثره خلک وخت له سروزرو سره تشبیه کوي؛ خو په حقیقت ک...

نړیوالې مرستې؛ د ژوندي پاتې‌کېدنې هیله که اوږدمهاله زهر؟!

مخکې له‌دې چې د نړیوال مرستو په گټو او زیانونو بحث وکړو، ښه به وي، چې د خپل هېواد، افغانستان د تېرو شلو کالونو مرستو ته یو ځغلنده نظر وکړو، په تېرو شلو کالونو کې د نړیوالو بې‌سارو مرستو څه وکړل؟ د ارقامو پر بنسټ له ۲۰۰۱ز څخه تر ۲۰۲۰ز پورې د امریکا متحده ایالتونو د غیرِنظامي مرستو رقم له ۱۵۰مېلیارده ډالرو څخه اوړي، یانې یو نېم‌زر مېلیونه ډالر، چې یو...

لمانځه احکام

د لمانځه احکام په لمانځه کې ١٤ فرض، ٧ واجب، ١٤ سنت، ١٠ مکروه او ١٤ ماتیدونکي دي. د لمانځه فرایض: په لمانځه کې فرايض ۱۴ دي اته د لمانځه نه بهر دي چې شرطونه ورته وایي او شپږ په لمانځه کې دننه دي چې رکنونه بلل کیږي. د لمانځه شرطونه:(۱)اودس کول یاتیمم وهل (دعذرپه وخت)(۲)د جامې پاکوالی(۳)د لمانځه د ځای پاکوالی(۴)د بدن پاکوالی (۵)د عورة پټول د سړی عور...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...