To start downloading books

Please sign in or create an account.

وخت مو داسې مدیریت کړئ!

وخت مو داسې مدیریت کړئ!

ليکنه ـ ریاض مقامزی  

د وخت مدیریت له تاسو سره مرسته کوي، چې کارونه مو په کمي او کيفيتي لحاظ ښه او عالي شي. پدې توګه به تاسو پخپل شخصي، زده کړيز او کاروباري ژوند کې چټک پرمختګ کوئ. نو که غواړئ بریالی ژوند ولرئ د وخت او فعالیتونو اړوند دا لارښوونې تل په پام کې ونيسئ.  

لومړی| د وخت ارزښت ومنئ!

اکثره خلک وخت له سروزرو سره تشبیه کوي؛ خو په حقیقت کې وخت له سروزرو ډېر قیمتي وي. دا ځکه چې که طلا له لاسه ورکړو، بېرته یې موندلای شو؛ خو وخت داسې څه دي، چې هېڅکله یې بېرته نه شو ترلاسه کولای. نو زموږ د لومړنۍ توصیې په توګه دا پخپل فکر او زړه کې ځای کړئ، چې وخت ډېر ارزښناک دی، ډېر!  شاید ووایئ چې د وخت مدیریت سخت دی؛ خو داسې نه ده. پدې برخه کې دا خبره کافي ده، چې وايي: "بد خبر دا دی، چې وخت پرواز کوي؛ خو ښه خبر دا دی، چې ته یې پیلوټ یې."  

دویم| خوب مو منظم کړئ!

څېړنو ثابته کړې، چې منظم او کافي خوب کول تاسو ته دا وړتیا درکوي، چې وخت مو سم مدیریت کړئ. د خوب په برخه کې دوه خبرې خورا مهمې دي. یوه دا چې تل وخته ویدېږئ او وخته پاڅېږئ. بله دا چې بې خوبي مکوئ. که دا دوه لارښوونې عملي کړئ، تاسو به د کار، زحمت او د وخت د مدیریت پوره وړتيا پيدا کړئ.    

درېيم| وخت مدیریت کوونکي اپليكېشن وکاروئ!

د ټیکنالوژۍ پدې زمانه کې باید له داسې اپلیکېشنونو سره بلد اوسئ، چې تاسو ويښوي، وخت درښيي او د خپل کار په یادولو کې درسره مرسته کوي. پدې برخه کې د Timer، Remainder او Alaram نومونه د یادولو وړ دي.  

څلورم| ډېره تفریح مکوئ!

د عمر په اکثریتو پړاونو کې انسان تفریح، بنډارونو، شب ګیرو او چکرونو ته لېوالتیا لري؛ خو دا هر څه باید مناسبه اندازه ولري. پدې کارونو کې افراط تاسو د ناکامۍ کندې ته غورځولای شي. نو د یو لوستي انسان په توګه باید له ډېرو بنډارونو، چکرونو او نورو هغو کارونو څخه ځان وساتئ چې ستاسو وخت ضایع کوي.

پنځم| کاري لومړیتوبونه وپېژنئ!

که تاسو هممهاله د څو کارونو په ترسره کولو مجبور یئ؛ نو باید خپل کاري لومړیتوب وپېژنئ. خپل کارونه په ډېر مهم، مهم، عادي او غیر ضروري ډلګیو ووېشئ. پدې توګه به ستاسو په کارونو کې ښه والی راشي او هر کار به مو په سم وخت کې ترسره کړی وي.  

شپږم| هممهاله دوه کارونه مکوئ!

شاید ډېرو ته په یوه وخت کې د دوو کارونو ترسره کول له وخت څخه ډېره ګټه اخیستنه ښکاره شي؛ خو دا چاره ستاسو د کار کیفیت ته زیان رسوي. نو په ورته وخت کې د ډېرو کارونو له ترسره کولو ډډه وکړئ. په یوه وخت کې یو کار وکړئ؛ خو سم یې وکړئ.

Related Articles

د ژوند او انسان په اړه د لیکوالو مفکورې

انسان هغه ټولنيز موجود دی، چې د خپل ځان او ژوند په اړه رنګارنګ فکرونه لري. موږ ټولو ته ژوند بېلې معناوې لري. که څوک په راحت کې وي ژوند به جنت ګڼي، مګر برعکس که څوک په سختيو کې وي ژوند به دوزخ ګڼي. همداسې انسان هم د خپل فکر له زاویې تعریفوو.  د ټولنې يوه ډله پوه خلک (لیکوال او شاعران) بیا د عامو خلکو په پرتله دې ټکو ډېر متوجه وي او متفاوت نظر لري. پ...

درمل

لیکنه ـ وړانګه اکبر درمل یو کیمیاوي توکی دی، معمولا هر یو په خپل پیژندل شوي فورمول سره رامنځته کېږي،کله چې یو ژوندي موجود ته ورکړل شي ځینې بیولوژیکي بدلونونه پکې رامنځته کوي. درمل د دارو او دوا په نوم هم یادیږي، دناروغۍ د درملنې، د ناروغۍ د مخنیوي، یا تشخیص یا د هوساینې د ودې لپاره کارول کیږي.  درمل یو کیمیاوي توکي دي چې په بدن کې د پروټینونو سر...

وروستۍ ورځ له پندَ ډکه کیسه

یوه ورځ مرګ د یو سړي پر لور ورغی (لاړ) او ورته یې وویل: نن ستا وروستۍ ورځ ده. سړي وویل: خو زه تېار (آماده) نه یم! مرګ وویل: نن ستا نوم؛ لومړی کس زما په نوم لړ (لیست) کې دی. . . سړي وویل: ښه! راځه کېښنه مخکې له تللو څخه یو ځای به سره قهوه وڅښو. مرګ وویل: سمه ده! “حتما” ولې نه! سړي مرګ ته قهوه ورکړه او په قهوه کې یې ورته څو د خوب ګولۍ واچولې. . ....

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...