شکڼو ته هیڅ شی نه شي ورنیږدې کېدلی، تر دې چې دوی یو بل ته هم نه شي نېږدې کېدای...
کوم غشي چې پرې ولاړ دي، د دوی لپاره غښتلی سنګر دی، نه دوست ورنیږدې کېدای شي او نه هم دښمن...
کله چې د ژمي ساړه بادونه او سخته یخني پیل شي، نو بیا دوی اړ شي چې یو بل ته نیږدې شي تر څو ګرم شي، سره له دې چې یو بل په غیشو ټپی کوي، کله چې ګرم شي بېرته سره جلا شي...
چې بیا یې ساړه وشي، بېرته سره یو ځای شي....
د یو بل په غشو د ټپي کېدو توان پیدا کړي. ټوله شپه یو بل ته نیږدې کیږي او یو له بل نه لرې کیږي....
تلپاتې نېږدې والی یې ټپیان کوي او تلپاتې جدایی یې وژني...
په انساني اړیکو کې زموږ همداسې حال دی...
هيڅ داسې انسان نه شې موندلی چې دا غشي ونه لري، خو تر هغې د ژوندانه په سړو کې ګرمېدای نه شو، تر څو چې د دې غیشو تحمل پیدا نه کړو...
نو...
که څوک بې عیبه ملګری غواړی بې ملګري به شي...
که بې عیبه ورور غواړي پسې سرګردانه به شي...
که بې عیبه خپلوان غواړي، بې خپلو به شي...
د نورو غیشي باید برداشت کړو څو ژوندانه ته توازن راستون کړو....
که غواړې خوشبخته ژوند وکړې.....
د هر شي شننه مه کوه، هر شی مه تفسیروه، د هر شي په اړه نکته چیني مه کوه...
چا چې الماس تحلیل کړی، نو له سکرو پرته یې بل شی نه دی موندلي ...
د نورو په راسپړنه انرژی مه ضایع کوه، غوره دا ده چې په هغو ښېګڼو یې بسنه وکړې چې څرګندې دي.
All Information