To start downloading books

Please sign in or create an account.

Wranga 3 years ago 1,452
سټیم حجرې

سټیم حجرې

سټیم حجرې: په څو حجروي ژوندیو موجوداتو کې سټیم حجرې یا په بشپړ ډول او یا په قسمي ډول بدلون موندلې حجرې دی، کوم چې د حجراتو په مختلفو بڼو د بدلیدو وړتیا لري.شونې ده چې عضلي حجرې،عصبي حجرې او یا نورې حجرې ورڅخه منشا واخلي. نوموړې حجرې په نا څرګند ډول تکثر کوي تر څو نورې ورته سټیم حجرې رامنځته کړي.د جنین د انساجو او غړو د ودې په مراحلو کې سټیم یو له تر ټولو لومړیو حجراتو څخه دي چې وده کوي او په نورو حجراتو بدلېږي.دا حجرات په جنین او ځوان شخص دواړو کې موندل کېږي خو په یو څه اندازه توپیر سره.

سټیم حجرې څو ډولونه لري خو دوه یې ډېر یادېدونکي دي:

۱:امبریونیک سټیم حجرې:کوم چې د جنین له کر نه مخکې په بلاسټوسیسټ کې موندل کېږي.بلاسټوسیسټ هغه پړاو ته راجع کېږي کوم چې د جنین د القاح نږدې پینځه یا شپږ ورځې تېرې شوې وي خو د مور په رحم کې لا کرل شوی نه وي. د امبریونیک سټیم حجراتو شمېر له ۵۰څخه تر۱۵۰ پورې وي. اډلټ سټېم حجرې:په یوغړي یا نسج کې نه بدلون موندلې حجرې چې د بدلون موندلو حجرو سره شته وي د ځوانو سټیم حجراتو یا اډلټ سټیم حجراتو په نوم یادېږي او ددې وړتیا لري چې ځان نوی کړي او یا په نورو ځانګړو حجرو بدلون ومومي. ځانګړتیاوې: سټېم حجرې دوه ځانګړنې لري،۱:د ځان نوی کولو وړتیا: که څه هم سټیم حجرات په بېلابېلو نورو حجراتو ویشل کېږي او د دوی په وده کې ونډه لري خو بیا هم دوی په نه بدلون موندلې بڼه پاتې کېږي، داسې چې سټیم یوه مورنۍ حجره ده له دې نه یوه بله حجره تکثر کوي چې لورنۍ ورته وایو نو که بدلون رامنځته کېږی په لورنۍ حجره کې رامنځته کېږي او مورنۍ په خپل حال پاتې کېږي ۲:سټیم حجرې ددې وړتیا لري چې د حجراتو په ځانګړو ډولونو بدلون ومومي، نو دبدن لپاره د بیرته رغېدونکي په حیث دنده ترسره کوي. موږ کولای شو چې سټیم حجرات د انسان د وینې له دوران،د هډوکو له مغز،او دumbilical cordڅخه تر لاسه کړو.umbilical cord هغه ټیوب ته ورته جوړښت دی کوم چې د اومیندوارۍ په وخت کې اکسېجن او غذایي توکي له مور نه ماشوم ته لېږدوي همدارنګه اضافه او بې کاره توکي له ماشوم نه مور ته لېږدوي تر څو مور یې اطراح کړي.

Related Articles

د بادرنګو ګټې او زیانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی د اوړي په را نږدې کېدو سره د بادرنګو محصولات هم په ډېرېدو دي. خو آیا پوهېږئ چې بادرنګ کومې روغتيايي ګټې لري او زيانونه یې څه دي؟ د لیکنې تر پايه به ددې پوښتنو ځوابونه پيدا کړئ. روغتيايي ګټې بادرنګ د فیبر، املاح او ويټامين په ځانګړې توګه د سي. ويټامين یوه ښه منبع ده. د ورځې دوه بادرنګه د انسان د ویټامين سي اړتيا شپږ سلنه پوره...

آیا Chat GPT شعور لري؟

آیا Chat GPT شعور لري؟ لیک: قریب آرین عموماً انساني ذهن پۀ دوو برخو، شعور او لا شعور وېشل کېږي. شعور د ذهن هغه ویښه برخه ده، چې ټول کړۀ وړۀ د انسان د ارادې لۀ مخې ترسره کوي او لۀ پنځه ګونو حواسو سره تړاو لري. مثلاً: غواړئ لاس ته مو حرکت ورکړئ یا غواړئ کوم انتخاب ولرئ؛ نو دغه کړنې ستاسې د شعور پۀ مرسته ترسره کېږي. یا، هغه ذاتي قوه د کومې پۀ پرمټ چ...

دنیا مه بدلوئ ځان بدل کړئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   حکایت دی چې وايي، پخوا زمانو کې یوه پاچا لرې سیمې ته سفر کاوه؛ دا چې لاره اوږده او کړکېچنه وه پښې یې ورته تڼاکې او په درد کړې. پاچا غوسه/احساساتي شو او امر یې وکړ، چې یادې سیمې ته غځېدلې ټوله لاره دې د غوایانو په پوستکو وپوښل شي، ترڅو لاره هواره شي. درباریانو چې فکر وکړ، د لارې پوښلو لپاره د ټول ملک د غوایانو څرمنې هم نه پوره...

Recommended Articles

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...