To start downloading books

Please sign in or create an account.

باربیری توافقنامه

باربیری توافقنامه

#باربیري_توافقنامه

خبر دي یاست!!!
له نن څخه سل کاله مخکې امریکا مسلمانانو ته جزیه ورکوله.

1785 میلادي کال باندي لومړی ځل د امریکا سمندري بیړۍ د خلافتِ عثمانیه 🇹🇷 بحري ځواکونو په سمندر کې ونېوله، تر 1793 میلادي کال پورې دوولس دانی نورې بیړۍ هم د خلافت ځواکونو ونیولې

بالآخره ناچاره امریکا له عثماني خلافت سره (توافقنامه) لاسلیک کولو ته اړ شوه، د (باربیرې) Barbary په نوم دغه توافقنامه کې امریکا د لاندینې شرایطو په تعمیل او تکمیل باندي مکلف شوه👇

1: امریکا به د خپلو سمندري بیړیو په بدل کې عثماني خلافت 🇹🇷 ته 463000 ډالره جریمه سمدستي ادا کوي 

2: د امریکا بیړۍ به فقط د بحرِ اوقیانوس او د بحرِ روم په حدودو کې تګ راتګ کولاﺉ شي ددغه په بدل کې به امریکا 642000 ډالره عثماني خلافت 🇹🇷 ته د (طِلاؤ) په صورت کې مالیه (ټیکس) ورکوي

3: امریکا به هر کال 12000 ډالره جزیه اسلامي خلافت ته په مستقل ډول ورکوي 

4: له بیړیو سره نیول شویو عسکرو په بدل کې به امریکا 575000 ډالره جریمه خلافت ته جلا ورکوي

5:امریکا به پخپل لګښت باندي د عثماني خلافت 🇹🇷 لپاره یوه سمندري بیړۍ هم جوړوې

د امریکا په تاریخ کې دغه لومړۍ (توافقنامه) وه چې امریکایانو مجبورًا په ترکې ژبه لاسلیک کړه، پدغه توافقنامه باندي د هغه وخت امریکایې ولسمشر جارج واشنګټن دستخطونه هم مؤجود دي.

#خپل_تاریخ_مطالعه_کړﺉ

                 ✍🏻بقلمِ: نجیب اللہ عادل

Related Articles

د هندواڼو اته روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی هندواڼه یو له هغو خوندورو مېوو څخه ده، چې خلک یې په اوړي کې د ښه خوند ترڅنګ د یوې یخې مېوې په توګه هم خوري. دا مېوه ګڼې روغتيايي ګټې لري، چې ممکن له ځينو یې خبر نه اوسئ. په دې لیکنه کې یې په اړه لا ډېر پوهېدای شئ.    لومړی ـ د زړه روغتيا تضمينوي  وروستيو څېړنو موندلې ده، چې هره ورځ لږه اندازه هندواڼه خوړل کولای شي د هغو بدو...

رابطه بین نمبر سیخ و قطر سیخ

رابطه بین نمبر سیخ و قطر سیخ: (Relation between steel bar # and diameter): دوستان عزیز شما میدانید که در بعضی سیستم ها به طور مثال در سیستم امریکایی سیخ به علامت نمبر (#) مشخص میکند و به قطر نشان نمیدهد که در این حالت دانستن رابطه بین نمبر سیخ و قطر سیخ ضروریست. اولا به شکل کوتاه : اگر سیخ مورد نظر که به علامت نمر (#) نشان داده شده باشد به عدد 8...

څنګه خپل عاشق یا معشوقې ته خپله مینه څرګنده کړو؟

لیکنه: شکېبا نادري، څنګه خپل عاشق یا معشوقې ته خپله مینه څرګنده کړو؟   مینه د هر بل احساس په څېر هغه  احساس دی چې د هر نارینه او ښځینه په وجود کې شته دی او د وخت په تېرېدو سره پیاوړی کېږي. له هغه وخت څخه چې یو ماشوم وزېږېږي، کله چې وږی شي ژاړي، همدا ژړا یې هغه مینه ده چې د ماشوم او مور ترمنځ شتون لري.  مینه یوازې دا نه ده، چې یو هلک به یې له نجل...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...