خښتو براورد عملی

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jun 02, 2023
2 years ago
1,939 views
خښتو براورد عملی

د خښتو د براورد اړوند عملي مثال، هیله ده چې خوښ مو شي

د خښتو یو دیوال چې 3m ارتفاع، 4m طول او 40cm ضخامت لري، د خښتو تعداد، او د مصالې لپاره یې د سیمنټو حجم او د شګې مقدار محاسبه کړئ؟
حل:مخکې له دې چې د سوال په حل پیل وکړو دا باید په یاد ولرو چې په خشتکارۍ کې د مصالې مقدار باید (28—30%) په حدودو کې وي، او په خشت کارۍ کې دخښتو ضایعات اکثراً  10% نیول کیږي:-
د دیوال حجم 
V (1) = 3m×4m×0.40m =4.8m3
د خښتو او مصالې ضایعات (10%) دارنګه پیداکوو، دا ددې پخاطر تر څو دخښتو شمیر معلوم کړو 
V (2) = 4.8 m3 × 10/100 =0.48 m3 
V (total) = V (1) + V (2)
V (total) = 4.8 m3+ 0.48 m3 = 5.28 m3
د مصالې حجم دارنګه پیداکوو
Mortar Volume = 28/100 × 5.28 m3 = 1.47 m3
Total volume of Bricks = 5.28 m3 – 1.47 m3 = 3.81 m3
اوس که د خښتو تعداد معلوموو، مونږ ته باید د یوې خښتې حجم معلوم وي، ځکه چې د خښتو همدا پورتنی حجم د یوې خښتې په حجم ویشو، نو مونږ ته د خښتو شمیر رامعلوموي، په افغانستان کې د خښتو ستنډرد ابعاد (22cm,11cm,7cm) دي ، چې حجم یې عبارت دی له (22cm×11cm×7cm = 1694 cm3) او یا هم د متر په حساب عبارت د ی له (0.22m×0.11m×0.07m = 0.001694m3) څخه نو لرو چې:-
No. Of Bricks = 3.81/0.001694 = 2249 Bricks
اوس راځو د سوال بلې برخې ته چې په مصاله کې د سیمنټو او شګې د مقدار معلومول دي، مونږ دلته په دغه خشتکارۍ کې 28% مصاله په نظر کې نیسو نو د مصالې حجم دارنګه معلوموو:-
Mortar Volume = 28/100 × 5.28m3 = 1.4784 m3
څرنګه چې (1.4784 m3)  د مصالې لوند حجم دی، او مونږ  براورد د وچ حجم  دمعلومولو لپاره کوو، نو د مصالې لپاره چې له لوند حجم نه یې وچ حجم ته بدلوو په 1.25 ضریب کې یې ضربوو،
1.4784 m3×1.25 = 1.848 m3
مونږ دلته د 400 مارک مصالې څخه کار اخلو چې نسبت یې (1:3) دی
V (cement) = 1.848m3 / (1+3) ×1× 1440 kg/m3 = 665.28 kg
په پورته رابطه کې 1440 kg/m3  د سیمنټو حجمي وزن دی، اوس که وغواړو د سیمنټو 665.28kg وزن د بوریو په تعداد معلوم کړو نو په 50kg یې ویشو، ځکه د یوې بورې سیمنټو وزن 50kg  دی،
No. of Bags = 665.28/50 = 13.3 bags
د شګې حجم 
V (sand) = 1.848m3/ (1+3) × 3 = 1.386 m3
نوټ: که وغواړو د شګې حجم هم د کیلو ګرام له جنسه معلوم کړو نو پورته رابطه کې فقط د شګې حجمي وزن اضافه کوو(ضربوو)، خو دا به زما په نظر ضرور نه وي، ځکه اکثراً شګه د حجم( متر مکعب) په اساس ساحې ته راوړل کیږي، نه د کیلو ګرام په اساس.

Related Articles

Feb 11, 2021
1,832 views

پلرونو تر منځ توپير

د ژمي شپې او ورځې وې ښوونځي مو رخصت وه د کلي په بازار کې مې د ریاضي کورس شروع کړ هره ورځ به په بایسکیل کورس ته تللم راتلم. بایسکیل به مې د کورس مخ ته له یوې ونۍ څخه کلک په ځنځیر تړه چې څوک یې را څخه غلا نه کړي خو د احتیاط سره سره یوه ورځ چې له کورس...

Sep 15, 2020
4,398 views

د مسلک او اړتیا له مخې د مطالعې ارزښت

کله چې د مطالعې نوم اورو نو ذهن کې مو یوازې ناولونه، لنډې کیسې، سیاسي کتابونه او ارواپوهنې کتابونه راځي او فکر کوو همدې کتابونو لوستلو ته مطالعه وایي. ما دا خبره ځکه وکړه چې دا څووم ځل دی د طب د برخې محصل ملګري په لاس کله د ناولونو، کله د خوبونو د تع...

Jan 14, 2022
2,110 views

د کوربتوب اصول

لیکنه ـ ریاض مقامزی مېلمه پالنه په افغانانو او په ځانګړې توګه پښتنو کې خورا ارزښتمن عمل ګڼل کېږي. ددې علت دا دی، چې دا چاره زموږ او ستاسو په فرهنګ کې خورا لرغونې ريښه لري او د اسلام له راتګ سره مېلمه پالنې لا ډېر اهمیت پیدا کړ. دا ځکه چې ريښې یې دو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,411 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,067 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,812 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...