نوبل د نړۍ تر ټولو ارزښتناکه جايزه ده، چې له (۱۹۰۱ م) کال را په دې خوا هر کال د سويډن هېواد له خوا پياوړيو او نوښتګرو علمي، ادبي او سياسي څېرو ته د دغه هېواد د پاچا په لاس ورکول کېږي. د دې جايزې بنسټ سويډني نامتو کيمياپوه آلفرډ نوبل ايښی دی. د هغه د وصيت سره سم دغه جايزه هر کال هغو کسانو ته چې خلکو ته يې ډېر خدمت کړی وي، ورکول کېږي. نوموړي وصيت په دې ډول کړی و:

( (زما ټوله شتمني دې د کلنۍ جايزې په توګه هغه چاته ورکړل شي، چې انساني ټولنې ته يې ستر خدمت کړی وي. دغه جايزه دې په پنځو برخو ووېشل شي؛ يوه برخه دې هغه چاته ورکړل شي، چې د فزيک په برخه کې يې مهم کشف يا علمي څرګندونه کړې وي، بله دې هغه چاته ورکړل شي، چې د کېميا په برخه کې يې اوچت خدمت کړی وي، بله دې هغو ته ورکړل شي، چې په ادبياتو کې يې غوره اثر پنځولی وي، همدارنګه هغه چاته ورکړل شي، چې د طب په ډګر کې يې مهمه هڅه کړې وي او وروستۍ برخه دې هغو ته ډالۍ شي، چې د سولې او بشري تفاهم لپاره يې هلې ځلې کړي وي.))

هېرده دې نه وي، چې په (۱۹۶۹ م) کال کې د سويډن هېواد له خوا د اقتصاد برخه هم ور زياته شوه.

 که څه هم د ښاغلي نوبل وصيت د دې جايزې بنسټ دی، خو دا چې طرحه يې بشپړه نه وه، نو دغه کار پنځه  کاله وځنډېد، چې بالاخره په (۱۹۰۱ م) کال کې لومړۍ جايزه ورکړل شوه.

په دغه جايزه کې، يو د سرو زرو افتخاري مډال، شخصي ديپلوم او نغدې پيسې شاملې دي. د سرو زرو مډال يې تقريباً نيم پاونډ وزن لري او دوه نيم انچه اوږدوالی او پلنوالی لري. له (۲۰۰۰ م) کال را په دې خوا په هره برخه کې ګټونکي ته لس ميليونه کرونه ورکول کېږي. البته يادې پيسې د وخت له شرايطو سره سمې ټاکل کېږي.

د ګټونکو د ټاکلو پړاو

په لومړي سر کې، هغه کسان چې د نوماندانو ورپېژندنې واک لري، د نوماندانو نوملړ د هماغه کال فبرورۍ تر لومړۍ نېټې بشپړوي او سپاري يې. البته د نوبل کميټې غړي د نوماندانو د ور پېژندنې لپاره ډېر وخت لري. بيا د کمېټې غړي له څېړنو وروسته يو لنډ نوملړ برابروي، چې تقريباً ۲۰ يا ۳۰ تنه په کې وي. ورپسې د نوماندانو په اړه څېړنې کوي او د همدې څېړنو پر مټ د نوماندانو شمېر نور هم کموي. وروستۍ پرېکړه په يوه ګډه غونډه کې چې معمولاً د سيپټمبر په اخره او يا هم د اکتوبر په لومړيو کې ترسره کېږي، کوي.