کتاب څه ډول باید ولوستل شي، د زیرک لوستلو عملي لارښوود

لیکوالان:مورټیمر اډلر او چارلس وان ډورین

معرفي کوونکی: احمدالله ارچیوال

د ډلبندۍ له اړخه دا کتاب یو عملي لارښود دی.  
کتاب څه ډول لوستل کېږي.......، د بېلا بیلو موضوعاتو په اړه د لیکل شويو کتابونو د مسلکي او فعال لوستلو لارې چارې په ګوته کوي.دا کتاب د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۰ کال کې چاپ شوی.
یو ښه کتاب نه یواځې په فعال ډول  لوستلو بلکې په اروزنه( نقد) ارزي.مورټایمر اډلر او چارلس وان ډورن، نه یواځې د کتاب لوستونکي د کتاب فعال لوستلو، بلکې د کتاب ارزونې ته هڅوي، او ورسره ورسره هغوي ته  د کتاب د لوستلو او ارزونې لارې چارې په ګوته کوي.

مورټیمر اډلر او چارلس وان ډورین خپل دا کتاب  د فعاله لوستلو له  اړینو لارو چارو پېل او مغزو ته د ودې ورکولو پربحث باندې پایی ته رسولی.پدې کتاب کې د لوستلو د موخې پر بنسټ  په ټوله کې د  کتاب لوستل په څلورو عمومي کچو ویشل شويدي.
د لو مړنۍ کچې لوستل:
دا ډول لوستل تر هغو خلکو چې تازه تازه یې د لوستلو  په درشل پښه ايښودي وي، محدود دي.  د کوچنیانو په اول ځل لوست پدې ډول لوستلو کې راځي. 
د دوهمې کچې لوستل( سرسري) لوستل:
پدې ډول لوستلو کې وخت مهم دی. زده کوونکو یا لوستوونکو څخه پدې ډول لوستلو کې یوه ځانګړي لیکنه په یو ټاکلي وخت کې د لوستلو تمه کېږي. دی ته 
   Systematic Skimming 
هم ویل کیږي. 
د دې ډول لوستلو بل نوم، له لوستلو مخکې لوستل، هم دي.  پدې ډول لوستلو کې له لوستونکي د کتاب پر موضوع او د کتاب په عنوانونو باندې د پوهېدلو تمه کېږي. کتاب د څه په اړه دی؟ او کوم کوم موضوعات پکې شامل دي؟ هغه پوښتنې دي چې د دې ډول لوستوونکي باید ورته د کتاب له لوستلو وروسته جواب ووايي.
پدې ډول لوستلو کې د کتاب عنوان، سریزه او د کتاب د موضوعاتو نوملړ لوستل کېږي. د دغو برخو په لوستلو سره لوستونکی د کتاب د موضوع، د کتاب د جوړښت(ترتیب) په اړه معلومات تر لاسه کوي.پدې ډول لوستلو کې د کتاب انډیکس هم لوستل کېږي.د انډیکس لوستل، د لوستوونکي سره په کتاب کې په اسانۍ سره معلومات تر لاسه کولو او د یوې موضوع او یا مفهوم لپاره د کتاب اړونده صفحې ته په چټکۍ سره تللو کې مرسته کوي.
دلوستلو پدې ډول کې د کتاب خلاصه هم لوستل کېږي.ډېرې لوستونکي د کتاب د وقايي په شا لیکل شوي، خلاصې ته زیات ارزښت نه ورکوي، او د هغې د لوستلو زحمت نکوي.خو ځنې وخت د کتاب خلاصه ښايي دومره ګټور معلومات، چې ممکن کتاب یې هم ونلري، لري.پدې ډول لوستلو کې، لدغو برخو د لوستلو وروسته، د کتاب د څپرکو خلاصې یو په یو  لوستل کېږي. د دې ډول لوستلو په پايي کې د کتاب په  د هرڅپرکي په هره صفحه کې  یو او یا هم دوه پاراګرافونه لوستل کېږي.دا کار د کتاب په اړه د لا زیاتو معلوماتو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.

د دریمې کچې لوستل( تحلیلي لوستل):
دا د پخوانیو دوو کچو په پرتله د لوستلو زیات تحلیلي ډول دی. دا ډول لوستل د لوستلو زیات پېچلي، بشپړ او ښه ډول دی. دا ډول لوستل، زیاتو پوښتنو ته د جواب موندلو لپاره ترسره کیږي.  پر کتاب پوهېدل د دې ډول لوستلو بنسټيزه موخه ده. 
د دریمې کچې لوستل، پر لومړۍ او دویمې کچو پر لوستلو بنا دي. پدې ډول لوستلو کې لومړی کتاب ډلبندي کېږي. د کتاب پر موضوع او ډول پوهېدل ځکه اړین دي، چې ادبي کتابونه باید له ساینسي کتابونو څخه، او تیوریکي کتابونه له عملي کتابونو څخه په جلا ډول ولوستل شي. له بل اړخه د کتاب موخه د کتاب د لوستلو پر ډول هم اغېزه لري. که د کتاب موخه لوستونکو ته معلومات ورکول وي، یو ډول لوستل کېږي. خو که د کتاب موخه د خلکو پوهول او زده کړه وي، بېا کتاب بل ډول لوستل کېږي. 
پدې ډول لوستلو کې لوستونکی باید و په لنډو ټکو کې د کتاب خلاصه ووايي.
په بنسټیزه توګه، هر کتاب یوې پوښتنې ته د ځواب لیکلو په موخه لیکل کېږي. دلته د کتاب په محتویاتو بحث کیږي. په تحلیلي لوستلو کې لوستوونکي دغه پوښتنه، او یادې پوښتنې ته د لیکوال ځواب او یا د ځوابونو موندلو هڅه کوي او هغه پیدا کوي.
د دریمې کچې په لوستلو کې لوستونکې  د کتاب بېلا بېلو برخو ترمنځ موجود منطقي تړاو ښيي. کتاب د تیتو معلوماتو ټولګه نه، بلکې  د بېلا بېلو معلوماتو، چې د کتاب په بېلا بېلو برخو کې لیکل شوي وي، ترمنځ تړاو، چې یوه منظمه ټولګه رامنځته کوي، دی.
په بنسټیزه توګه، هر کتاب یوې پوښتنې ته د ځواب لیکلو په موخه لیکل کېږي. په تحلیلي لوستلو کې لوستوونکي دغه پوښتنه، او یادې پوښتنې ته د لیکوال ځواب او یا د ځوابونو موندلو هڅې کوي او هغه په ګوته کوي.
د کتاب د لیکوالانو په وینا، د کتاب له لوستلو وروسته، کتاب د لوستونکي ملکیت ګرځي.خو دا ملکیت هله رامنځته کیږي، چې د لیکوال په خبره د لوستوونکي سر پرې خلاص شي. که ژبه د علم او پوهې د لېږد یوه لاره ده، خو په ورته وخت کې ژبه ځنې وختونه د علم په لېږد کې ناتوانه کېږي.د ژبې پر دغه فطري ستونزه باندې د برلاسي لپاره کتاب څه ډول لوستل کېږي....... په تحلیلي لیکنو کې له هغو اصطلاحاتو، چې لیکوال یې پخپلو لیکنو کې کاروي د موندلو، او  پر هغو د پوهېدلو سپارښتنه کوي.
لیکوالان د موضوع د روح سره سم پخپلو لیکنو کې ځانګړي اصطلاحات کاروي. د لوستونکو لپاره مهمه ده، چې پدغه اصطلاحاتو پوهه شي. مورټیمر اډلر او چارلس وان ډورین  هغه بنسټيزې پوښتنې، چې د هر  کتاب د لیکوال څخه یې تمه کېږي،  ته د جواب او یا جوابونو ورکولو هڅه کوي. په تحلیلي لیکنو کې لوستونکی اړ دی، چې هغه جملې چې  لیکوال پکې خپلې پوښتنې ته  ځواب او یا ځوابونه ورکړي وي، په نښخه کړي.
د دغو بنسټيزو جملو له موندلو وروسته، د دغو مهمو جملو په مټ د کتاب لوستونکی په تحلیلي لیکنو کې د کتاب استدلال پیدا کوي. که لیکوال په روښانه ډول خپل استدلال وړاندې کړی وي، دا کار د لوستوونکي کار اسانوي .که نه، بېا د لوستوونکي مسوولیت دی،چې په مدار مدار د کتاب استدلال روښانه کړي. د دې ډول کتابونو د لوستوونکو لپاره اخرني وړاندیز د اړونده  کتاب د لیکوال/ لیکوالانو لخوا په ګوته شوي حل لارې موندل دي. دلته بېا هم هماغه خبره ده، چې کتاب لیکل له پوښتنې پېل او پر ځواب پايي ته رسیږي. د کتاب لوستوونکی باید د کتاب لوستلو ته د یو داسې یون، چې له پوښتنې پېل او د پوښتنې په ځواب پايي ته رسیږي، په سترګه وګوري. که لوستوونکي دا اصول پلي کړي، ښايي پر کتاب پوهه شي. که دا کار ونکړي، د کتاب لوستوونکي بېا د پر کتاب د پوهېدو څخه لرې او یواځې معلومات تر لاسه کوي.

د څلورمې کچې لوستل:
د لوستلو دا ډول، د  لوستلو د پورته کچو سره لدې امله  توپیر لري، چې تر دې مهاله لوستوونکي د لیکوال څېړنه په پټه خوله مطالعه کوله. د څلورمې کچې لوستل لوستوونکي ته د اړونده کتاب په موضوعاتو کې د لاسوهنې او د خپل نظر ورکولو فرصت هم ورکوي. خو د دې سره سره د لوستلو دا کچه د لوستلو د پورتنیو کچو پر بنسټ رامنځته کېږي. د څلورمې کچې د لوستلو لپاره  لیکوال  باید پورته ټول اصول عملي کړي، او له هغه وروسته یو دوه قدمه وړاندې هم لاړ شي. همدغه دوه قدمونه د لوستلو دا کچه له پخوا هغو ټولو څخه جدا کوي.
پدې  کتاب کې د وړاندې شويو لوستلو د کچو  په پرتله د لوستلو  څلورمه کچه د زیاتو څېړنو سربېره اړونده کتاب د موضوع په تړاو د نورو کتابونو سره د پرتله کولو سپارښتنه کوي.د لوستلو د پخوانیو کچو په پرتله پدې ډول لوستلو کې لوستونکی یو کتاب نه ،بلکې د موضوع په تړاو څو کتابونه لولي، او بېا یې د یوبل سره پرتله کوي. 
دا ډول لوستل د څېړنو په اوسنیو اصولو کې په یو ډول د لټریچر ریویو ده. لټریچر ریویو  د یوې موضوع په تړاو د بېلا بېلو لیکوالانو موجودو څېړنو مهمې برخې سره پرتله کوي، او بېا لیکوال د دغو څېړنو کې د کمبودي او یا هم د هغو د قوت په اړه خپله ارزونه او نظر لري.
د کتاب د لوستلو دا کچه د نقد اړتیا رامنځته کوي. ډېرو خلکو ته د کتاب نقد یوه منفي کړنه او د کتاب د لیکوال سره مخالفت ښکاري.د کتاب د نقد موخه  د کتاب د لیکوال د دلیل سره مخالفت نه، بلکې پر کتاب د پوهېدلو لپاره زیاته روښانتیا رامنځته کول دي. 
په ټولنیزو علومو کې یواځې هغه لیکنه چې وننګول شي، په اړه يې پوښتنې وشي، نوي زوايي ورته وموندل شي، څېړنه بلل کېږي. د دې تعریف له مخې هیڅ یوه څېړنه ولو که هر چا کړي وي، تلپاتي نده، او یو نه یو وخت ننګول کیږي.
خو د نقد لپاره لومړی شرط دا دی، چې لوستونکی باید په کتاب پوه شي.پدې کتاب کې پر کتاب د پوهې لپاره فعال لوستل چې پورته یاد شوي قدمونه دربر نیسي، اړین دي.  پرته لدې چې یو لوستونکی پرې پوه شي، د یو دلیل منل او نه منل دواړه بې معنی دي.له پوهې ټوکېدلی هر نقد دلیل لاپسې روښانه کوي، او د زیاتې پوهې لامل ګرځي.
 مور ټایمر او چارلس وان په ټينګار سره وايي، چې د یو لیکوال دلیل منل او یا نه منل دواړه باید د لوستونکي له پوهې سرچینه واخلي.که پر دلایلو ولاړ نه وي، د نقد کوونکي لخوا د لیکوال د دلیل منل او یا ردول ښيي چې نقد کوونکی بېا په زده کړه کولو کې علاقه نلري،  او یواځې د لیکوال په شخصیت کې علاقمند دی.
د نورو ټولو موضوعاتو سربېره د  انساني وجود او دماغو د ودې او فطرت په تړوا  د کتاب ادعا په زړه پورې ده. د کتاب لیکوالان د انساني وجود نمو له دېرش کلنۍ وروسته د ودرېدلو ، خو د انسانانو د دماغو وده لا محدوده، او تر ډېره وخته د دوام کولو ادعا کوي.د دماغو دا ځانګړتیا یواځې تر انسانانو محدوده، او نور ژوندي انواع ترې بې برخي دي. لدې په زړه پورې یې لا دا چې، لوستل انساني دماغ نه یواځې فعال ساتي، بلکې د هغو د ودې لامل هم ګرځي.
مورټیمر اډلر او چارلس وان ډورین کتاب یو داسې ښوونکی، چې د ټولو پوښتنو ځواب ورسره دی، او  په یو بل ډول خپل لوستوونکي ته پوهه لېږدوي، بولي. لدې امله پر کتاب د ښه پوهیدلو لپاره اړینه ده، چې دغه ښوونکی باید هغه معلومات چې دی یې وړاندې کول غواړي، په منظم ډول وړاندي کړي. په مسلکي ډول لیکل شوی کتاب د پوهي د لېږد لپاره اړین دی. که کتاب په مسلکي ډول نه وي، لیکل شوی، د پوهې په لېږد کې بېا دغه ښوونکی پاتي راځي.