د پيل خبرې
که څه هم پښتو ژبه د لرغونو اثارو په برخه کې له تحریري اړخه ډيره بډایه نه ده، او یوازینی لامل یې هم ښايي دا وي چې په پخوانیو وختونو کې زموږ په هېواد کې لوستي کسان ډېر لږ او په ډېرو سیمو کې ان دنشت په حساب وو، خو سره له دې هم موږ دهېواد په ګڼ شمېر سیمو کې نالوستي شاعران په پریمانه کچه درلودل خو په خواشینۍ سره باید وویل شي چې ډېرو یې ډېر داسې څه له ځان سره ګور ته وړي، چې که لیکل شوي وای نوزموږ دپښتني ادب، په ځانګړي ډول د فولکلوریکې شاعرۍ په بډاینه کې به یې ډېره مرسته کړې وه.
زموږ په لرو پرتو سیمو کې داسې شاعر ښايي وي، چې ډېر څه له ځانه سره لري، داسې یو څه چې دافغاني کلتور رښتینی انځور هم له ځانه سره ولري، او که چیرې ورته پاملرنه ونشي ښايي دپخوا په څېر دا هم له خاورو سره برابر شي.
نو دغه اړتیاوو ته په کتو موږ باید دخپل ولس شاعرانو ته پاملرنه وکړو او هغه ولسي شاعران چې اوس هم په ولس کې شته، او دفولکلوري شاعرۍ د بډاینې لپاره ډېر څه لري. موږ باید دهغوی له شاعرۍ څخه نه یوازې ځان خبر کړو ، بلکې دهغوی شاعرۍ ته د کاغذ پرمخ هم ځای ورکړو.
نو دغه اړتیاوو ته په کتو سره د ادب پالونکي اړ دي، څو تر خپله وسه به هڅه کې شي او د دا ډول شاعرانو پوښتنه وکړي او دهغوی شاعري په پښتوادب کې ثبت کړي.
لکه څرنګه چې د ژوند په ټولو برخو کې پرمختګونه رامنځته شوي همدا ډول په ادب کې هم نوښتونه او پرمختګونه شوي، نو ددغه پرمختګونو سره سره موږ باید فولکلوریک ادب ته ډیره پاملرنه وکړو او دخپل افغاني کلتور رښتینی تصویر راتلونکو نسلونه ته وړاندې کړو
له دې امله ما هم د یوه ادب پالونکي په توګه دا وپتیله، څو دخپلې سیمې هغه شاعران چې شاعري یې په ولس کې غلې پاتې ده را څرګنده او د پښتو ادب په بڼ کې یو څه کرښې پرې ولیکم. که څه هم دا کار ډېر وخت او ډېر زیار ته اړتیا لري، خو له خپلې وسې سره سم مې دخپلې ولسوالۍ دځینو شاعرانو ژوند لیک او دهغوی د شاعرۍ ځینې بېلګې را ټولې کړې، هیله ده په پښتو ادب کې دیوې نمونې په توګه ومنل شي.
په درنښت
شرین زړه سواند
سريزه
الحمدالله الذي علم با القلم. علم الانسان مالم يعلم والسلام والصلوة على رسوله الکريم , خاتم النبين، وقايد المجاهدين، وعلى اله و اصحابه و من تبعهم باحسان الى يوم الدين.
دا خو څرګنده خبره ده چې هر انسان له نیمګړتیاوو خالی نه وي، او پرته له الله ج ټول مخلوقات نیمګړتیاوې لري، خو دا نیمګړتیاوې یو بل ته توپیر لري ښايي ځینې په یوه برخه کې او ځینې هم په بله برخه کې نیمګړي وي.
نو په همدې ترتیب ما چې کوم رساله دخپلې تحصیلي دورې د پای په موخه لیکلې کیدای شي چې ډيرې نیمګړتیاوې ولري، هغه شاعران چې ما یې په خپله رساله کې یادونه کړې او دهغوی په ژوند لیک نه مې لنډه یادونه کړې، دا به په دې معنا نه وي چې زه یې د پښتو دنورو مشهورو څيرو او ستورو سره پرتله کړم، خو بیا هم لازمه بولم چې دخپلې سیمې دفولکلوریکو او ولسي شاعرانو په توګه یې یادونه وکړم او دشعر یوه بیلګه یې تاسو ته وړاندې کړم، تر څو له یوې خوا مې دخپلې سیمې دپښتو ولسي شاعرانو دشاعرۍ نمونې ساتلې وي او له بلې خوا مې د خپلې تحصیلي دورې هغه مسولیت چې هر زده کړیال یې دخپلې لیسانس دورې په پای کې ترسره کوي په ځای کړی وي.
په دې ټولګه کې مې دمیدان وردګو ولایت دسید اباد ولسوالۍ ددولسو هغه ولسي شاعرانو یادونه کړې دهغوی په ژوند لیک مې لنډه رڼا اچولې او دهغوی دشاعرۍ ځینې بیلګې مې را اخیستې دي ترڅو ددغې سیمې دولسي شاعرانو په توګه یې خپلې ټولنې ته د مونوګراف په اډانه کې وړاندې کړم.
که څه هم ددوی شاعري له نیمګړتیاوو خالي او ډيره پخه نه ده خو یوه مثبته ځانګړنه یې ښايي دا وي چې شعرونه یې دولس په ژبه دي ، ساده لیکل شوي له مشکوکو تشبیحاتو څخه پکې ډډه شوې او ددې ترڅنګ یې دخپلې سیمې دخلکو ددود او دستور یو ښه انځور را اخیستی ، هغه ستونزې چې د تیر انقلاب له امله اوس هم په ولس کې محسوس کیږي دهغوی څخه یې یادونه کړې او هغه یې دشعر په ژبه بیان کړي دي.
په دې هیله چې تر پایه پورې دلوستونکو لپاره دلچسپه و اوسي او هغه څه چې دیوې سیمې دشاعرانو د ژوند لیک او دهغوی د شاعرۍ د پیژندنې په اړه اړین دي را اخیستل شوي وي.
یادونه باید له وړاندې باید وکړم چې زماسره په دې برخه کې خپل لارښود استاد ډیره همکاري کړې او دهغه دنیکو مشورو په ترڅ کې په دې وتوانیدم چې دغه رساله یا مونوګراف تکمیل او د یوشمیر سیمه اییزو شاعرانو پیژندنه او دهغوی دشعر نمونې په کې را ونغاړم، له ده څخه بیا هم مننه کوم او دنوموړي د لابریالیتوب هیله کوم.
په درنښت
شرین زړه سواند
لړلیک
1. د پیل خبرې........................................................................ الف
2. سريزه ............................................................................. ج
3. استاد محمد اياز.................................................................... 1
4. قاضي کريم حيدري............................................................... ۲
5. عبدالقدير پرستار ................................................................. ۴
6. احمد الله فيضي.................................................................... ۶
7. ابراهيم منقاد....................................................................... ۷
8. ميرويس حکيم حکمت............................................................ ۹
9. رحمن الله جهانباز................................................................. ۱۱
10. احسان الله فيضي وردګ ........................................................ ۱۴
11. محمد نبي ساحل................................................................... ۱۶
12. محمد ياسين غفورزى ............................................................ ۱۸
13. وحيدالله حقاني..................................................................... ۲۰
14. مجيب الرحمن مجيدي............................................................ ۲۲
15. پايله................................................................................. ۲۴
استاد محمد اياز
استاد محمد اياز د وردګو ولايت د سيد اباد ولسوالۍ د ميرخان خيلو د کلي په يوه علم پاله اوروحاني کورنۍ کې په ۱۳۱۰ ل کال زیږيدلى دی.
لومړنۍ زده کړې یې د سید اباد په عالي لیسه کې پیل او له همدې لیسې له دولسم ټولګي څخه فارغ شوی دی.
ایاز له لیسې څخه تر فراغت وروسته په بیلابیلو ادارو کې د ژباړونکي په توګه دنده ترسره کړې خو دامهال چې ددوه اویا کلونو عمر لري او دسیداباد ولسوالۍ دکویت الخیر په لیسه کې دښونکي په توګه دنده ترسره کوي.
که څه هم محمد ایاز د ډير عمر خاوند دی خو اوس هم شعرونه لیکي، په ادبي غونډو کې ډیر ګډون کوي او په زیاتو غونډو کې خپل شعرونه په ترنم کې وايي.
دایاز شعرونه تر ډيره دمظلومانو په درد باندې لیکلي شوي او تر ډيره یې دخپل ولس له درد څخه پیغام اخیستی دی.
محمد ایاز په عربي، انګريزي او دري ژبه روانې خبرې کوي او په دې ژبو یې ډیرې لیکنې هم کړې دي.
د شعر بېلګه:
بندي يمه په جېل کې د خوارۍ او بې وسۍ
تړلې پښې ګرځېږمه په دام کې د نيستۍ
يو فکر چې بندي شي تصور هم شي ذليله
زما فکر تصور چې بندي شوى په ټګۍ
د غم په ټغر ناست يمه ښادي به کله وينم
زړګى مې نرى شوى همېشه کړمه سلګۍ
د مرګ اواز مې اورمه په لر او بر وطن کې
د کونډې د يتيم ژوند شو همېش په يوه مرغۍ
په ژوند دانسانانو چې کوي اتڼ د مړو
د داسې انسانانو ښه خبره وي مرمۍ
قاضي کريم حيدري
قاضي کريم حيدري د غلام حيدر خان زوى د وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ د ميراخان خيلو د کلي په يوه د رنه او علم دوسته کورنۍ کې په ۱۳۲۴ ل کال کي زېږېدلى دی.
لومړنۍ زده کړې یې د خپل پلار څخه کړې دي، او وروسته دخپلې ولسوالۍ په عالي لیسه کې شامل او له همدې لیسې څخه فارغ شوی دی.
له زده کړي وروسته ئې په بيلا بيلو ښوونځيو کې د ښوونکي په حيث دنده تر سره کړې ده.
کله چې سرو لښکرو زموږ په هیواد یرغل وکړ، نو ده هم دخپلو مجاهدینو وروڼو سره یوځای جهاد ته ملاتړلې او دخپل هیواد دفاع یې په میړانه کړې ده.
د حیدري دشعر بیلګه:
حمد
په نامه د هغه رب چې ذوالجلال دی
لاشريک دی په هر څه کې لا زوال دی
لا مکان دی لا زمان لا احتياجه
پاک د خلکو له رسومه له رواجه
لا والده لاولده لا مثاله
دی خبر چې د هر چا د زړه له حاله
شهادت یې لااله الالله دی
لوى نبي یې محمد رسول الله دی
لار د وصل یې روښانه ده هر چا ته
که غوږ کيږدې څوک بيان د مصطفى
په لا حوله يې شيطان تښتي په منډه
د اکبر غږ ماتوي د کفر ټنډه
دویمه بیلګه:
ښکلا
ښکلا تيت ده په جهان کې
زه يوازې يم په ځان کې
کله ناسته وي په ګل کي
کله ښکاري په اوربل کې
كله وي په خوى عادت كې
كله وي په سر صورت كې
كله ګورم هوا ښكلې
كله خوږ غږ د بلبل كې
كله كيف وي په مسكا كې
كله كيف وي په رنګ فضا كې
قيمتي ده خپله وينه
لوى حكمت وګڼه مينه
چيرته ومومم دا دواړه
هرمقصود غاړه په غاړه
په دنيا كې هسې خيال دی
لټول هسې جنجال دی
ټول مونده شي په جنت كې
په ايمان او صداقت كې
ربه دواړه مو نصيب كړې
سم په لار مو د حبيب كړې
حيدري يم كړم سوالونه
رب ته بې د نياز لاسونه
عبدالقدير پرستار
ځوان شاعر ښاغلى عبدالقدير د عبدالقادر خان زوى په ۱۳۵۲ ل كال كې د كندهار په ولايت كې سترګې نړۍ ته غړولې او په ۱۳۵۸ ل كال په كابل ښار كې د عمرا خان په ابتدائيه ښوونځي كې شامل شو. وروسته له لومړنيو زده كړو څخه څرنګه چي پلار یې يو پوځي افسر وو، نو دى یې هم په حربي ښوونځي كې شامل كړ او خپلې ثانوي زده كړې یې په همدې ځاى کې پاى ته ورسولې او په ۱۳۷۰ ل كال کې د لوړو زده كړو لپاره په حربي پوهنتون كې شامل شو، په ۱۳۷۲ ل كال كې د ډيرو سختو كورنيو جګړو په سبب د دغه مقدس ارمان څخه پاتې شو، خو ده خپل خدمت ته د پاى ټكى كيښود او د ادب او معارف په لار کې یې نه ستړې كيدونكې هلې ځلې وكړې چې اوس دى د امام ابو حنيفه په عالي لېسه كې د پښتو ژبې ښوونكى دی.
لكه څنګه چې عبدالقدير د ښوونكي دنده په غاړه لري نو د ده شعرونه هم په اخلاقي، تصوفي او حماسي برخه كې ويل شوي دي.
داسې ښكاري چې د ده په شعر باندې د هندي سبك اغېزه ډېره ده ځكه ډېر بيتونه یې سړى يوه ناڅرګند انځور ته دروي.
لكه:
دا شنبم دي چا پېيلي د ګلپاڼو په رګو كې
يا دټولي نقط دور دی زما د اوښكو په څپو كې
او يا هم:
دا يو موی ايرې زما دټول عمر تقوا ده
تا د باد خولې ته ايښى زما د نيمو شپو نياز
نه پوهېږم عبدالقدير خان تل ځان په خپل عشق كي ناكام بولي او د خپل عشق لار په دوو انځورونو كې داسې كاږي چې د خپلې ادعا سره تصويري اړيكې لري، يعنې دى ادعا لري چې زه په عشق كې له څه څخه تېر يم او شعري انځور یې د تېرېدا حالت لري.
لکه:
د عشق بل مې د ايرو په درياب كيښود
تير له آبه ما په عشق كې خپل آب پريښود
د كلام نمونه:
اى غمه خير دی لاړ شه، نور له ما نه په بل لور شه
د بل چا كه مه ورځه، كه ور درومې زما د كور شه
اى بېلتونه پس له مانه كه په بل مين كړې داسې
بيا نو مه ځه بلې خواته خير زما د زړ ګی اور شه
اى عشقه كه انجام دې تش زما په څير ناكام وي
نور مه ځه بل مين ته، كه نه ځه په دنيا خپور شه
اى جامه د شرابو د لعلو مستي یې دواړه
كه نه په ميخانه كې له ادبه ئې نسكور شه
اى ياره كه جفا كړې دا ښيرې به درته وكړم
چي خداى دې زما په څېر كړه او زما كلى دې كور شه
اى آهه وكړه صبر زما خام زړګی ته وايه
په هجر یې ځان پوخ كړه او مينه كې یې سكور شه
اى خياله ته نو مه ځه، د هود تصوير ته ګوره
ته د وصل فكر راوړه، د زخمي زړګي ټکور شه
اى اوښكې ته نو څا څه، ګوندې جوړ په ملك بهار شي
هوسه فريادي شه د برېښنا په څېر بې شور شه
اې قديره ځه روان شه په دې لار چې نه پوهيږي
د وصال په انتظار كې د خپل بخت په مركب سپور شه
احمد الله فيضي
ښاغلى احمد الله فيضي د الحاج عزت الله فيضي زوى په ۱۳٥۴لمریز کال د وردګو ولايت د سيد اباد ولسوالۍ د تنګي درې د ملاخيلو دتنګاب په کلي کې زیږیدلی دی.
لومړنۍ زده کړې یې په کابل کې سر ته رسولې دي.
په کال ۱۳۷۴ ل کې د نادريې لېسې څخه فارغ او په کال ۱۳۷۵ ل کې دکابل پوهنتون د انجينري پوهنځي ته داخل او په کال۱۳٨۰ ل کې د نوموړي پوهنځي څخه فارغ او په کال ۱۳۷۰ ل کې يې په شعر ويلو پيل کړی.
فیضي غزل او ازاد شعر ډېر خوښوي اوپه دې ډولونو کې یې ډیر شعرونه لیکلي دي.
دغزل بیلګه یې داده:
غزل
مسلسل په خولګۍ اخلم ياره ستا نوم
بې له تا مې په زړه نشته د بل چا نوم
سپوږمۍ وار چې مخ پټ کړي په حريد کې
هغه د م راته په ياد شي د حيا نوم
لمر سپوږمۍ که چيرې ورک شي له جهانه
ته خو شته يې څوک به څه کړي درڼا نوم
د مجنون مينه رښتيا وه ترې بايللې
ځانکدن کې یې په خوله وو دليلا نوم
زه وفا درسره کړم د عشق په لار کې
چې په خوله وا نه خلې ياره د جفا نوم
څه شېبه څه ښه ساعت به وي محبوبې
چې زه واورم ستا له خولې نه د وفا نوم
قسم وکړه رښتيا ووايه احمد ته
چې به کله در ياديږي یاره زما نوم
ابراهيم منقاد
تکړه ليکوال د معاصرې د ورې شاعر ښاغلى منقاد د رستم خان زوى په ١٣٥٥ ل کال د وردګو ولايت د سيد اباد ولسوالۍ د سالارو په کلي کې زېږېدلى دی.
لومړنۍ او ثانوي زده کړي یې د هجرت په وخت کې د لومړي ټولګي څخه تر دوولسم ټولګی پورې د افغان سيد جمال الدين په عالي ښوونځي کې سر ته رسولې دي او په ١٣٧١ ل کال د همدغه ښوونځي څخه فارغ شوى دی
. پرته له ځنډه یې د لوړو زده کړو لپاره د دعوت او جهاد پوهنتون د کانکور په ازموينه کې ګډون وکړ، له نېکه مرغه دادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې ته بريالى شو. او په ١٣٧٥ ل کال کې یې د لېسانس دورې سند ترلاسه کړ .
نوموړی دامهال د سيد اباد ولسوالۍ د کويټ الخير په عالي لېسه کي د ښوونکي سپېڅلې دنده پر مخ وړي.
ښاغلى منقاد دهيواد د مختلفو ورځپاڼو او مجلو سره لیکنۍ همکاري کوي او په ډیرو چاپي خپرونو کې دنوموړي لنډې کیسې او نورې ادبي لیکنې خپریږي.
نوموړى شاوخوا پنځه شپیته شعرونه لیکلي دي چې ډيری یې غزلونه دي.
دغزل بیلګه یې داده:
غزل
چې شم خماره نو غزل جوړوم
دليلا زلفې ول په ول جوړوم
چې بوالهوس په کې راګير شمه زه
ترېنه دامونه په چل ول جوړوم
وايم چې خوله یې ده د ګلو غنچه
بيا یې له شونډو نه عسل جوړوم
نورو اوبدلي دي اطلس او شړۍ
په پښتو ژبه زه بخمل جوړوم
فرهاد شيرين چې ورته ستايم منقاد
عاشق ته غشي د اجل جوړوم
ميرويس حکيم حکمت
ميرويس حکيم حکمت د حاکم خان زوى په ١٣٦٥ ل کال د وري د مياشتې په شلمه نېټه د وردګو ولايت دسيد اباد ولسوالۍ د حيدرخيلو په کلي کې زېږېدلى دی.
لومړنۍ زده کړي یې د خپل کلي د مسجد له امام څخه سرته رسولي دي، لومړنۍ او منځنې زده کړې یې تر دوولسم ټولګي پورې د شنيز د کويټ الخير او سيداباد په عالي ښوونځيوکې پاى ته رسولې دي،
حکمت په کال ١٣٧٤ لمریز کال له لیسې څخه فارغ خو په دې کال یې دکانکور په ازموینه کې دیوشمیر ستونزو له امله ونو شو کولا ی ګډون وکړي او تر څو کلونو وروسته یې یو ځل بیا دکانکور په ازموینه کې ګډون وکړ او له نیکه مرغه چې ددویم ځل لپاره دکابل پوهنتون دژورنالیزم پوهنځي ته بریالی او په همدې پوهنځي کې یې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړې او په بریالۍ درجه ترې فارغ او دلیسانس سند یې ترلاسه کړ.
نوموړي له کوچینوالي دشعر لیکلو او شعر ویلو سره مینه درلوده او دمهال یې دشعر په مختلفو ډولو کې ګڼ شمیر شعرونه لیکلي دي.
دغزل بیلګه یې داده:
غزل
زه تصور کې ستا د سپين مخ تصوير هم ګرځوم
ستا د رنجو نازک خالونه په خيال سم ګرځوم
که مې په غږ کې دواړه لاس له تا چاپېره وي هم
چې سترګې پټې کړم په خوب کې لاس په وم ګرځوم
لکه چې وایي جدایي هم ما ته زور را کوي
زه خاطرې په زړ ګي ځکه د صنم ګرځوم
چې مسافر شم هوا هوس مې سره وي
په خوله دې نوم د هر قدم سره هم دم ګرځوم
کله چې ياد کړم ليلا ستا د خندا ډک لفظونه
د سترګو اوښکې مې باران لکه شبنم ګرځوم
له تا نه لرې چې په بل وطن اوسیږمه زه
يوازي خوب کې د ديدن په ويښه غم ګرځوم
زه اوس د ستا په مينه پايم نور هيڅ نه غواړم
ځکه دمينې اميدونه په ماتم ګرځوم
حکيم حکمته ستا د هيلو لار دې بنده نه وي
په نازنين پسې دعا او کله دم ګرځوم
د پيغلې هيله
جانان را ولیږو رويبار زما تر کوره پورې
هېره به نه کړم دا ډالۍ والله تر ګوره پورې
دا ستا په مينه چي رسوا شوم د همزولو مخ کې
پس خپلې هيلې لټوم د ستا تر توره پورې
په کلي کور مې اوازې درسوايي خورې شوې
ګوره په کور کې دې شک منه کړم تر موره پورې
چې مې په خپلو وعدو ستا سره وفا وکړله
مينې دې وسوځلم ښکاره یې کړم تر اوره پورې
زه پښتنه يم مرګ او ژوند به مې له تا سره وي
دغه هدف ته رسېدل غواړم تر زوره پورې
حکيم حکمته بس ده نوره یې لامه لمسوه
زه هم يو پريکنده تصميم لرم ترګوره پوري
رحمن الله جهانباز
رحمن الله جهانباز د مير اکبر خان زوى د پيروز خان لمسى په ١٣٥٩ ل کال کې د وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ د ښاديخيلو په کلي کې زېږېدلى دی.
لومړنۍ زده کړې یې د مسجد له امام څخه او منځنۍ زده کړې یې دخپل کلي دنورالمدارس په ښونځي کې ترسره کړې دي.
جهانباز په ۱۳۷۸ لمریز کال دکویټ الخیر لیسې ددولسم ټولګي څخه فارغ او په همدې کال یې دکانکور په ازموینه کې ګډون کړی دی.
نوموړی دکانکور دازموینې وروسته دکابل پوهنتون دژبو او ادبیاتو پوهنځي ته بریالی او ددغه پوهنځي په عربي څانګه کې یې لوړې زده کړې ترسره کړي دي.
د پښتو ادب او شاعرۍ سره یې له كوچنيوالي مینه درلوده او همدا دماشوموالي مینه وه چې دشعر په خیالي دنیا کې یې برخه واخیسته.
كه څه هم شعر او شاعري د لوى خداى (ج) يوه وركړه او، يو فطري خاصيت دی، چې د انسان په خټه كې كښل شوى وي، خو سره له دې هم ځینې انګیزې شته چې ددې لامل باعث کیدای شي.
جهانباز په ۱۳۷۵ کال دشعر په ویلو پیل کړی دی او تردې مهاله یې دشعر په مختلفو بڼو شعرونه لیکلي دي او هر شعر یې دوخت ستونزې او مشکلات په ادبي ژبه انعکاس کړي دي.
جهانباز دلسګونو شعرونو تر څنګ یو شمیر لنډې کیسې هم لیکلي دي.
دشعر بیلګه یې داده:
د ګل نه ازغي ښه دي
څه ښه شاعران وایي ډېر ښكلي شعرونه
ډېر ستا یي په شوق او ذوق ډېر ښكلي ګلونه
څوك ورپسې ځان وژني قتل او ظلمونه كړي
سيزي او هم بد ګڼي هر قسم ګلونه
زه وايم چې خار ښه دی له ګل څخه
خار به كړي له پښو زخم ګل څيروي زړونه
جوړ به شي د پوست زخم ورك به یې دردونه شي
ګل به كړي زړه داسې غوڅ بيل به وي عمرونه
خاربه دې خرامو ته لاس، پښې او بدن نه پريږدي
ګل دې په رنګ بوى مستوي كړي په بد كارونه
مينه كوي ډېره له ګلانو سره زړه سترګې
ګل په لېزر شعاع وژني بشرونه
ساتي حسن خار ګلان هيڅ ورسره نه پريږدي
ژوند ساتي د ګل ياره زخم اندامونه
دا چې ته نن سره ويني ګلان سره او تور هر لوري ته
دا د خار په وينو دی كړي پر ګل ننګونه
وایي سبایي نسيم خار ژاړي او وایي هم
ګل ما لره نه ګوري شاهد دي شبنمونه
ګل چې له خار بده وړي ګوره الهي عذاب
عمر لري دوه ورځې ځاى بيا ډېرانونه
بد كه ګڼې ته رنګ خوند بوى ټول د ګل
مړ به دې څوك جهانبازه مه كړه دا كارونه
تصوفي شعر
د خپل نفس او هوا سره
نه د چا په درد او غم يم ژړيدلى
نه مې خبر دی هيڅ چا ته رسيدلى
تمام عمر د خپل نفس هوا پرست وم
تل به سپكو او شرمو وم شرميدلى
مور او پلار خپل او دوستان رانه خفه دي
خدای رسول رانه خفه دي هر كلى
بد ويلو بدليدلو بد ګڼلو
بد فكري یي دی ځيګر مدام ريبلى
ټول كارونه یي په شوم مقصد انجام كړل
خپل عمل كړم جهنم ته خوځيدلى
په باطن كې رب خير چې مې كوم ځاي شي
په ظاهر يمه مخلوق ته سپين سپيڅلى
روحان فكر یي له حصر چا نه بلند وو
ما به اور دبدبختيو سخت سيزلى
هيڅ يو كار مې اخرت لپاره نشته
خدای خبر چې كوم طرف يم ښويدلى
يا به غټو او ناڅيزو كې اخته وم
لكه رب وم دوزخيانو نه شميرلى
نو په داسې بې ثمره زند ګي شته
چې لار وركه ولي اسلام كې اوسيدلى
نور له رب غواړه بښنه توبه ګار شه
جهانباز له پاكه ربه دغه سوال كړم
چې مې كړي داخل جنت ته ميدلى
احسان الله فيضي
ځوان او تاند شاعر ښاغلی احسان الله فیضي وردګ دالحاج عزت الله خان زوی په ۱۳۶۰ لمریز کال دمیدان وردګو ولایت دسیداباد ولسوالۍ دتنګي درې دملاخیلو د کلي په یوه دینداره کورنۍ کې زیږيدلی دی.
نوموړی له ماشوموالي یو ځیرک، هوښیار او ډير چالاک هلک وو، لومړنۍ، منځنۍ زده کړې یې د امام ابو حنیفه په عالي لیسه کې ترسره کړې او بلاخره دولسم ټولګی یې هم په همدې لیسه کې بشپړ کړی دی.
احسان الله سره لدې چې له ماشوموالي د ادب، او شعر سره مینه وه خو لوړې زده کړې یې دکرنې پوهنځي کې کړې دي.
احسان الله لومړی شعر په اتم ټولګي کې لیکلی او تر دې مهاله یې ګڼ شمیر غزلونه او ازاد شعرونه لیکلي دي .
دغزل بیلګه یې داده:
غزل
څومره دې چې سترګې ناغه دارې دي
هومره زما اوښكې ناكرارې دي
حال مې له مجنون نه بتر وګڼه
ستا سترګې چې دومره حيادارې دي
خال مې استقبال ته تيارى كوي
غبرګې سترګې تا ته انتظارې دي
سترګې مې چې سترګو ته سجدې كوي
سترګو ته چې سترګې ګنهګارې دي
سترګې خوله سترګو نه شرميږي تل
ځكه چې سلګۍ خپلې رويبارې دي
سترګو ته دې شوخ ګله كتى شمه
سترګې چې نن سترګو كې سردارې دي
محمد نبي ساحل
لیکوال او ژورنالیست محمد نبي ساحل د محمد خان زوى د وردګو ولايت د سيد اباد ولسوالۍ د حسن خيلو په كلي كې په ۱۳۷۱ ل كال دنيا ته سترګې غړولې دي.
لومړنۍ او منځنې زده کړې یې د دشنیز دکویټ الخیر په لیسه کې بشپړې کړې او په کال ۱۳۸۱لمریز کال د همدې لیسې له دولسم ټولګي څخه فارغ شوی دی.
محمدنبي په همدې کال د کانکور په ازموینه کې ګډون کړی او دکانکور په ازموینه کې دکابل پوهنتون دژورنالیزم پوهنځي ته بریالی او لوړې زده کړې یې په همدې پوهنځي کې ترسره کړې دي.
محمدنبي ساحل نه یوازې شعرونه لیکي بلکې له ډیر پخوا نه یې له نثر سره هم ډیره علاقه وه او په دې برخه کې یې ګڼ شمیر لنډې کیسې او نورې ادبي ټوټې چې په مختلفو اخبارونو کې نشر شوې لیکلي دي.
ساحل دشعر په برخه کې هم یوازې غزل نه لیکي دشعر په مختلفو فورمونو کې یې شعرونه لیکلي دي، چې غزل او ازاد شعرونه یې دنورو په پرتله زیات دي.
دشعر بیلګه یې داده:
په يوه داسې زمانه كې
سپور په داسې يوه بيړۍ يم
يو نا پايه سمندر كې
دې بيړۍ كي طوفاني يم
هره څپه كې ازلي يم
هر ګرداب كې په نڅا يم
هرې څپې سره همراه يم
خبر نه يم چې به څنګه یې انجام وي
د ساحل د غزل بيلګه:
د ښكلا لكړه
زما نظر وي همېش ښكلو باندې
لكه د باز په سپينو كوترو باندې
ښكلو نه پاتې شوه د مينې دنيا
وچ منګي اوس په ګودرونو باندې
سږكال طوطيان او توتكۍ رانغلې
سندرې نه وایي نښترو باندې
د تور اوربل د سرګلونه نشته
ښكلي مو ګرځي سوداګرو باندې
د مڼې ګل به څه ښادي وي دلته
ګلان نه اوسي په څانګو باندې
دا ستا ښكلا چې خيال نه کډه وړي
ساحل نو ګرځم انځورګرو باندې
محمد ياسين غفورزى
ښاغلى محمدياسين غفورزى د مرحوم عبدالغفور خان زوى د خداى بښلي شيرين دل خان لمسى د وردګو د ولايت د سيداباد ولسوالۍ د تنګي د درې د اميرخیلو په كلي كې په كال ۱۳۶۲ ل زیږیدلى دی.
لومړنۍ زده كړي یې د خپل پلار څخه په خپل كور كې كړې دي او وروسته له هغو څخه یې د قران كريم د حفظ او ښه تلاوت كولو نيت او اراده وكړه چې وروسته له دريو كلونو یې قران كريم حفظ او په اعلى درجه فارغ شو.
نوموړى وروسته له هغه په خصوصي ډول په ديني زده كړو پيل وكړ او د ډېر زحمت او هلو ځلو په نتيجه كې ۱۳۸۲ ل كال كې د كانكور په ازموينه كې ګډون وكړ چې له نېكه مرغه د شرعياتو پوهنځى ته بريالى شو او په كال ۱۳۸۶ ل كې د كابل پوهنتون د شرعياتو له پوهنځي څخه په اعلى درجه فارغ او دلیسانس سند یې تر لاسه كړ.
نوموړی دخپلې شاعرۍ په اړه داسې وايي:
"د ډېر كوچنيوالي څخه مې د شعر ويلو سره مينه درلوده، كله به مې شعر ولیکلو بيا به مې خپل پلار ته وښود هغه به ويل چې ته به ډېر تكړه شاعر او ليكوال شې.
که څه هم زما پلار شاعر نه وو خو دپښتو ژبې دیرش کلن استاد پاتې شوی وو، دپلار تشویق او هڅونه ددې باعث شوه چې په دې برخه کې کوښښ وکړم او ګڼ شعرونه ولیکم ".
غفور زوی غزل، قصیدې، څلوریځې او ګڼ شمیر ازاد نظمونه لیکلي دي.
دشعر بیلګه یې داده:
د فتنودامونه
د وخت طاغوت مو غوړولي دفتنو دامونه
دلته له شر او فرېب نه ډك او د مكرو دامونه
ډېر تزوير لومو كې ښكار او غولېدلي وينم
له شيطاني لومونه جوړ او د تيارو دامونه
يو شمېر مزدور عناصر ښكېل دي لا پخوانه پكې
د همكارۍ تر نامه لاندې د فريبو دامونه
رقيب هر څو راته ځان دوست كړي موږ یې ښه پيژنو
نشو زغملى خپل مسكن كې د پردو دامونه
هر چا ته شوه معلومه چې راغلي په شوم نيت دي
نن په هر پورې خوروي دولسو دامونه
د بربريت او وحشت بيلګو یې جهان خبر كړ
دوى لا پخوا څخه پلان كړي د ظلمو دامونه
هله پوره به غفورزيه ستا د زړه آرمان شي
چي تار په تار نيست او نابوده شي فسادو دامونه
غزل
د پرهر زړګي له پاسه يادګارونه ستا دمينې
جوړوم د خيال نړۍ كې تصويرونه ستا دمينې
ستا د حسن شهزاده ګۍ مې د زړګي په كور ميلمه شوه
ور په غاړه به كړم ښكلي امېلونه ستا د مينې
زه یې څرنګه انځور كړم د قلم په خوله تا ته
بې اندازې مې ياديږي ديدنونه ستا د مينې
دا وعده كوم جانانه خامخا به پرې وعده كړم
زما قلم به همېش ليكي غزلونه ستا د مينې
د زړګي حال مې بيان نور نو ستا خوښه ده ګرانه
غفورزى به تل درليږي سلامونه ستا د مينې
وحيدالله حقاني
ځوان شاعر وحيدالله حقاني د مرحوم عبدالظاهر زوى د خداى بښلي قاضي عبدالغفار خان لمسى په ۱۳۶۵ ل كال د وردګو ولايت د سيد اباد ولسوالـۍ د دواب دكلي په يوه دينداره كورنۍ كې زیږېدلى دی. لومړنۍ زده كړې یې د سيد آباد په عالي ښوونځي كې تر سره كړې، اوس د دغه ښوونځي د يوولسم ټولګي زده كوونكى دی.
نوموړى وایي:
"د شعر ويلو سره مې په ۱۲ كلنۍ كې مينه پيدا شوه ، کله مې چې په لومړیو وختو کې شعرونه لیکل دخپلو ملګرو له لوري به ډير تشویق کیدم او همدا تشویق وو چې زه یې دې کار ته وهڅولم او ګڼ شعرونه مې ولیکل".
حقاني که څه هم ډیری وخت تصوفي شعرونه لیکي خو ګڼ شمیر غزلونه یې هم لیکلي دي.
دحقاني د كلام نمونه:
دا خبره د الله او درسول ده
منافقو، كافرانو ځاى جهنم دی
دا ټاكلى منافق ته پاك سبحان دی
چي په ژبه يو څه وایي زړه كې بل څه
دغه شخص منافق او بې ايمان دی
منافق خو په ښكاره كې مسلمان وي
خو الله باندې یې زړه كې يقين ګران دی
په هغه وخت كې به ټول ښه متقيان واى
چې عمل مو په سپيڅلي پاك قران وای
خداى دې وكړي چې ښه ښكلي مومنان شو
دغه سوال زما حقاني له پاك رحمان دی
كه د خداى په امر و نهي عمل وكړو
ګرانو وروڼو له دوزخ نه مو امان دی
دشعر بله بیلګه یې داده:
علم له سرو سپينو نه ګران دی وروڼو
په سرو او سپينو كې نقصان دی وروڼو
په نر او ښځه مسلمان علم فرض
دغه د پاك رسول فرمان دی وروڼو
دنيا كې نشته بهتر شى له علم
چې وي عالم راته ډېر ګران دی وروڼو
عالم، جاهل هيڅ برابر نه دي سره
دغه د پاك الله كلام دی وروڼو
د پوهې خوند به مزه دار شي نور هم
مغرور چې نه شو په ځان دا مې بيان دی وروڼو
چې علم ولري عمل پرې نه كړي
دا انسان جاهل انسان دی وروڼو
نابوده نه ځان او نه خپل خداى پېژني
دا حقيقت دی همداشان دی وروڼو
چې خپل ځانونه كړو سمبال په پوهه
دغه مې سوال له پاك سبحان دی وروڼو
زه حقاني هيله لرم الله ته
چې شو پوهان دا مې ارمان دی وروڼو
مجيب الرحمن مجيدي
مجيب الرحمن مجيدي د مولوي محمد طاهر زوى او د مولوي عبدالمجيدي لمسى په ۱۳۶۸ ل كال یې د وردګو ولايت د سيد آباد ولسوالۍ د تنګي د درې د اميرخيلو په كلي كې دې پاني نړۍ ته سترګې غړولې دي.
له ابتدا نه تر اوسه پورې د امام ابوحنيفه په عالي لېسه كې زده کونکی پاتې شوی، او دامهال ددغې لیسې ددولسم ټولګي زده کونکی دی.
د شعر په اړه د ده د خپلي خولې وينا ده :
"د شعر ليكلو او ويلو سره مې په اووم ټولګي كې مینه پيدا شوه.تردې مهاله مې شاوخوا څلویښت شعرونه لیکلي دي ، خو ډيری شعرونه مې حماسي بڼه لري".
دشعر بیلګه یې داده:
ايوب
زړه د قاصد و چاوده په سترګو كې
سرې مې ځكه سترګې د الوان په څېر
ښكلي مې په ښكلو كې پسې وكتل
ښكلى مي پيدا نه كړ جانان په څېر
صبر مې تمام شو زه ايوب نه يم
ځكه خو ژړېږم د آسمان په څېر
په مينه د خليل اور ته ور دانګمه
نه تښتم له مينې د كنعان په څېر
ستا رضا خو غواړم كه نصيب مې شي
نه غواړم شوكت د سلېمان په څېر
زه خوله ملكې نه بهتره يم
څنګه به ابا كړم د شيطان په څېر
غواړي مجيدي په اتحاد كې ژوند
نه دى لرې لرې د افغان په څير
قطعه
لكه لعل مې د ښامار په خوله كې ځل كا
داسې كا دا ستا نوم زما په خوله كې
د پتنګ غوندې اورونو كې چې سوځم
دا اثر دی ستا د مينې زما په زړه كې
قطعه
له تعجبه په خندا شم زمانې ته
چې ګيدړ نن په زمري باندې ګواښيږي
له برا بدن نه یې پوښتنه كله كړې
ځكه نن په افغاني باندې ګواښيږي
پايله
د لوى خداى شكرانه ادا كوم، چې ما ته یې دا قدرت راكړ چې د لیسانس د دورې پايليك ( مونوګراف) وليكم او هغه څه ولیکم چې ما یې له ډیر پخوا هیله درلوده او دارنګه یې د قدرمن استاد خاموش دلارښونې برخمن کړم.
زه نه وايم چې ما كوم ابتكار كړى دی، بلكې دا ددې شاعرانو د خپل خلافه قدرت ابتكار دی، چې ما یې صرف او صرف په معرفي كولو كې د دوى سره مرسته كړې ده. او دومره وايم چې بلو ډېوو ته خو هر سړى ډډه لګولى شي خو زه هغه سړى د قدر وړ بولم چې مړې ډېوې ولګوي او دهغه په رڼا كې حركت وكړي او هم ځان او هم مطلوب شى له تيارو نه روڼ سهار ته وباسي تر څو يو وخت دا ډېوې د هغه چا په لاس کې هم روښنایي وركړي چې همېشه یې د ډېوو په اميد باندې تياره شپې په رڼا سهار باندې سپارلې دي، نو كه دا ډېوې په لاس ورشي بيا د زرو په قدر زرګر پوهيږي او د ګلو په قدر بلبل.
را به شم اصلي مطلب ته چې پايله بلل كيږي، پايله دا مانا چې ما به د دغه ډېوو په بركت دا تياره لارې وهلې وي، چي نن په روښانه ورځ كې د انصاف تله په لاس اخلم او شعر د شعر په تله تلم دا جوته خبره ده چې وایي كارغه ته خپل مرغي ښاپېرى دي، نو ما ته به هم دوى په خپلو شعرونو كې استادان ښكاره شي داځكه چې وخت هغه چا ته ارزښت لري چي پرې ناوخته وي نو معلومه شوه چې د شاعر په ژبه شاعر ښه پوهيږي، نو دا قضاوت به شاعر ته پريږدو چي د شعر په طلایي تله یې وتلي او يوازې او يوازې د مرستندويه دنده تر سره كړه او په پاى كې دوى ته د لوى خدای(ج) په دربار كې لاسونه لپه كوم چې د شعر په پراخه نړۍ كې د خپلې خوږې پښتو په بڼ كې خپل منظوم او منثور ادبيات د بلبل په شان والوزوي او هر افغان د الفت د مرغلرو په شان پرې ښاد كړي او پايله كې يو ځل بيا د ښاغلي استاد خاموش څخه زياته مننه كوم چط زما سره یې د دې پاى ليك په سمونه او اصلاح كې پوره مرسته كړې ده.
تمت باالخير
شيرين زړه سواند