اسلام کې دمبائل استعمال احکام او آداب

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Jul 23, 2023
2 years ago
1,144 views
اسلام کې دمبائل استعمال احکام او آداب

په اسلام کې دمبائل استعمال احکام او آداب!
راټولوونکى:مولوى عبدالاحد عتيد
1ــ که لمانځه کې دمبائل آواز خلاص پاتې وو اودعمل کثيرڅخه پرته دبندولو امکان وو نو په يو لاس دبند کړي اوکه نه وو نو لمونځ د ورته نه ماتوي.شامي ج1ـ 441.
2ــ مبائل کې موسيقى اچول حرام دى اوپه کار باندې پيسې اخيستل او ورکول دواړه حرام دي.
3ــ عمل کثير ډير تعريفونه لري راحج قول دادى چې جانب مقابل په غالب ګمان داسې فکر وکړي ته په لمانځه ولاړ نه ئې ــ مجمع الانهر ج1ـ 120
4ــ که په عمل کثير سره په لمانځه کې د مبائل بند کړو نو لمونځ د فاسدشو.
5ــ په مسجدکې دمبائل آواز خلاص پريښودل بې ادبي ده اوکه دچا مبائل خلاص پاتې وي دنورو لمونځ کوونکو لخوا شور اوغوغا جوړول هم ممنوع دي.
عالمګيري ج 5ـ 321
6ــ ددوجې څخه نن سبا مبائلونه عام شوي نو دلمانځه څخه مخکې دمبائل بندولو اعلان نه يواځې جائزبلکې مناسب هم دى.شامي 2ــ 425
 7ــ دمبائل زنګ لکه د دروازې ټکول يواځې دخبرو کولو اطلاع دى نو قراني آيتونه،دعاګانې وغيره ثبتول ناجائز اوبې ادبې دى.هندية ج 5ــ 316
 8ــ دخپل موبائل بګراٶن کې موسيقي ثبتول چې څوک درته زنګ وهي موسيقي اوري حرام اودګناه تبليغ دى.مسندامام احمد ج5ـ 257
 9ــ مسجدکې مبائل چارچ کول دمقيم لپاره ناروا اودمسافر لپاره روا دى مګر عوض کې پيسې مسجدته ورکوي.درمختارمع شامي ج9ــ 567
10ــ هوائي ډګر وغيره ځايونو کې مسافرين اواستقباليې لپاره دهغه ځاى په برق باندې مبائل چارچ کول جائز دي ځکه هلته ممانعت نه وي.هندية ج 2ــ459
11ــ سنت طريقه داده چې ملاقات اوخبرې په السلام عليکم پيل شي نه په هيلو Helo.ترمذى ج2ــ99
12ــ دمبائل اسکرين باندې دالله ج نوم ليکل سمه خبره ده مګرکه سکرين ئې روښانه وي نواستنجاء وغيره کول د ادب خلاف دى.شامى ج9ــ519
13ــ دمبائل اسکرين باندې قراني آيات باندې بې اودسه لاس وهل روا مګرپه اودس سره غوره دى.
تبويب دارلافتاء دارالعلوم کراچي.
14ــ پردو ښځو سره مبائل کې خبرې کول ناروادى مګرکه چيرته اشدضرورت وي نو دضرورت په اندازه روا دى.شامي ج2/77
15ــ که مبائل کې نه معلوميدلو چې مخاطب کافر دى اوکه مسلمان نوسلام اچول ناجائز نه دى.بخاري 6/1
16ــ که ميړه اقرار وکړي چې طلاق ماورکړى مبائل کې طلاق ورکول واقع کيږي.درمع شامي 456/4

Related Articles

Jan 07, 2021
2,919 views

په کاري چاپېريال کې د پرمختګ لارې چارې

لیکنه ـ ریاض مقامزی بشر د خپل ژوند د دوام لپاره اړ دی، چې کار وکړي، زیار وباسي او د خپلو کارونو او زحمتونو پایله وګوري. تقریبا اکثره وګړي د خپل ژوند د بقا او له نورو سره د مرستې لپاره کار کوي. ځينې په خپل کاري ژوند کې ډېر بریالي وي او ژر ـ ژر د پرمخ...

Jan 29, 2022
1,833 views

د ښځو د ليک زده کړې شرعي حکم

زموږ د هيواد زياتې ټولنيزې او کلتوري ننګونې له بې خبرۍ او د شرعي حکمونو له ناسم پوهاوي څخه سرچينه اخلي. که څه هم د اسلام د مبارک دين په بنسټيزو نصوصو کې د زده کړې، لوستلو او ليکلو په اړه د نارينه او ښځينه تر منځ له توپیر پرته په عمومي توګه زيات ټينګا...

Aug 06, 2020
2,499 views

په ژوند کې استقامت او ثبات رامنځ ته کول

د ټکنالوژۍ په اوسنۍ نړۍ کې هر څوک غواړي چې باثباته ژوند ولري، او د ژوندانه له ستونزو او باریکیو څخه خلاص واوسي، خو دا واقعاً سخت کار دی چې په ژوند کې ثبات ولرلی شئ، هر څوک په ژوند کې له ستونزو او کړاونو سره مخامخ کېږي. ترڅو یو باثباته ژوند ولري، په ژ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,442 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,076 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,831 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...