په کاري چاپېريال کې د پرمختګ لارې چارې

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 07, 2021
5 years ago
2,918 views
په کاري چاپېريال کې د پرمختګ لارې چارې

لیکنه ـ ریاض مقامزی

بشر د خپل ژوند د دوام لپاره اړ دی، چې کار وکړي، زیار وباسي او د خپلو کارونو او زحمتونو پایله وګوري. تقریبا اکثره وګړي د خپل ژوند د بقا او له نورو سره د مرستې لپاره کار کوي. ځينې په خپل کاري ژوند کې ډېر بریالي وي او ژر ـ ژر د پرمختګ لاره طی کوي، خو برعکس ځينې نور بیا په خپل کاري ژوند کې هېڅ ډول پرمختګ نه شي کولای.
 هغوی چې په خپل کاري ژوند کې مخ پر وړاندې  ځي، له ځينو تګلارو ګټه اخلي چې موږ یې تاسو ته بیانوو. خو له دې وړاندې باید تاسو پوه اوسئ، چې که تاسو د هر کار او هرې دندې مسولیت لرئ، دا لیکنه تاسو لپاره مهمه ده. په کاري چاپېریال کې د پرمختګ لپاره لاندې لارښوونې تعقیب کړئ!

 ۱. له خپل کار سره مینه وکړئ!

تر هر څه لومړی باید له خپل کار سره مینه ولرئ. که تاسو یو له هغو خلکو یئ چې د خپلې خوښې رشته کې کار کوئ، نو بختور یئ!
 په کاري ژوند کې د بریا لومړنی شرط همدا دی، چې باید له خپل کار او مسلک سره مینه ولرئ. که تاسو له خپلې دندې او کار سره مینه لرئ، لرې نه ده، چې ډېر ژر د پرمختګ خبرونه واورئ. اوس پوښتنه دا ده، که تاسو په یوه داسې ځای کې دنده ترسره کوئ، چې له خپل کار سره مینه نه لرئ نو څه وکړئ؟
 مه خفه کېږئ. موږ یې درته وایو. که تاسو په بل داسې ځاي کې کار او دنده پيدا کولای شئ، چې ستاسو ورسره مینه وي ښه خبره ده. لومړی د خپلې خوښې کار پيدا کړئ او بیا اوسنۍ دنده پرېږدئ. مګر که د بلې دندې پيدا کول ستونزمن وي نو بیا هڅه وکړئ چې له اوسني کار سره مو مينه وکړئ. هره ورځ په دې اړه فکر وکړئ، چې څنګه به نني کارونه منظم او په مینه مخته وړم. پلان ونیسئ او په خوښۍ سره وکړئ. 

 ۲. صادق اوسئ

که تاسو په دکان، کارخانه، دفتر او یا هم کوم بل ځای کې دنده لرئ نو خپل کار او خپلې رهبرۍ ته صادق اوسئ. کله چې ستاسو په کارونو کې صداقت وي نو تاسو خپله درکړل شوې دنده پرته له غفلت په ښه شکل ترسره کوئ. کله چې خپل کارونه په ښه شکل ترسره کړئ د خپل مشر، استاد، رئيس او رهبرۍ پام تاسو ته اوړي. هغوی غواړي تاسو ته لا لوړې څوکۍ درکړي. تر څو نوره ګټه هم درڅخه پورته کړي. 
 دا مه هېروئ که تاسو هر کار کوئ په سمه توګه یې وکړئ. همدا ستاسو صداقت دی. که څوک موچي وي باید ښې څپلۍ وګنډي، سلمان باید ښه ويښتان واړه کړي او همداسې نور کسبونه او دندې هم وبولئ. 

 ۳. په اړيکو کې پام کوئ

که تاسو په کومه اداره کې دنده لرئ. نو له مشر او نورو کارکوونکو سره خپلو اړيکو ته باید خاصه پاملرنه ولرئ. هېڅکله په کاري چاپيریال کې اړيکې دومره مه نږدې او یا لرې کوئ چې تاسو ته ستونزې جوړې کړي. 
 کوښښ وکړئ له اعتدال کار واخلئ. مه ډېر صميمي کېږي او مه غوسه ناک. یوازې له اخلاقو کار واخلئ او خپل محبوبیت وساتئ.
 همدارنګه که ستاسو په اداره او یا دفتر کې دوه نور کارکوونکي سره قصد او دښمني لري تاسو باید په یوه طرف کې و نه درېږئ. یوازې خپل کار وکړئ او دواړو سره دوستي وساتئ. 

 ۴. نزاکتونه په پام کې ولرئ

په کاري چاپېریال کې د نزاکتونو پاملرنه خورا مهمه موضوع ده. که تاسو په لوړ غږ غږېږئ، د مشر احترام نه کوئ، په نورو غوسه کېږئ، ډېر خواړه خورئ، په لوړ غږ خاندئ دا او دې ورته ټولې کړنې ستاسو په بې نزاکتۍ دلالت کوي. کوښښ وکړئ دې ټکو ته خاصه پاملرنه وکړئ. په لنډ ډول به ووایو، د خپل شخصیت خیال وساتئ. 

 ۵. راز وساتئ

ممکن تاسو په اداره کې د همکارانو راز ولرئ. هېڅکله یې له نورو سره مه شریکوئ. که تاسو رازونه افشا کوئ دا کار ستاسو باور له منځه وړي، کله چې باور له منځه لاړ شي نو پرمختګ له خنډونو سره مخ کېږي.
 همدارنګه کېدای شي تاسو مدیر او یا خپل بل مشر ته ډېر نږدې اوسئ او د خپلې ادارې او دفتر له ځينو رازونو هم خبر شئ. نو هېڅکله یادې خبرې په بل ځای او دفتر کې مه کوئ. دا کار د خیانت معنا لري. کله چې تاسو خیانت کوئ یعنې صادق نه یئ او پرته له صداقته پرمختګ سخت دی. 

 ۶. تر هر څه لومړی خپل مسولیت

کېدای شي تاسو له خپلو همکارانو سره دوستانه اړيکې ولرئ او هغوی تاسو ته ځینې وخت خپل کارونه وسپاري. خو هڅه وکړئ اول خپل کار وکړئ. زموږ موخه دا نه ده، چې له نورو سره همکاري مه کوئ. مګر دا هم مه هېروئ چې تاسو لومړی د خپل کار مسول یئ.
 که د نورو په کار سره ستاسو خپل کار له ستونزو سره مخ کېږئ بخښنه ترې وغواړئ او "نا" ورته ووایئ. 

 ۷. خپلې وړتياوې لوړې کړئ!

که تاسو په هر دفتر کې کار کوئ، دا هم درک کولای شئ چې په ياده اداره کې د لاپرمختګ لپاره نور کوم مهارتونه باید زده کړای شي.
 نو په هره هغه برخه کې چې اړتيا وي، په هماغه برخه کې خپلې وړتياوې لوړې کړئ. په دې توګه به تاسو ته اړتيا لا ډېره شي او پرمختګ به مو حتمي شي. 

Related Articles

May 19, 2021
4,583 views

د کامیابۍ نصیحتونه

په دې لنډه لیکنه کې د پلار له لوري زوی ته (۳۴) نهایت ضروري نصیحتونه راغلي دي؛ تاسو هم پرې بشپړ عمل وکړئ او له نورو ملګرو سره یې هم شریکه کړئ. ۱. د سګرټ څکولو څخه ځان ساته. ۲. د ښځی په انتخاب کي د ډېر احتیاط څخه کار واخله؛ ځکه چې ښځه 90٪ ستا د خوښۍ...

Apr 07, 2022
1,890 views

په روژه کې څه وکړو چې روغ او تکړه پاتې شو؟

روژه راورسېدله. د اسلام درېيمه بنا او سپېڅلې میاشت چې د نړۍ مسلمانان ورته هر کال په همدغو شپو ورځو کې سترګې په لار وي. ډېر خلک نه پوهېږي، څه وکړي چې په دې میاشت کې خپل بدن او ذهن روغ وساتي. په دې لیکنه کې ځينې لارښوونې شته چې څوک څنګه په روژه کې سم خ...

Sep 11, 2022
2,112 views

د لغمان د نامه  ريښه يى سپړنه  

پـــوهـــــــــــندوى مـستعلى ( نيازي )  د ښوونې او روزنې پوهنځى استاد    د لغمان د نامه  ريښه يى سپړنه        لنډيز :    د لغمان نوم د تاريخ په اوږدو کې په مختلفو بڼو ثبت شوي او د نړى  لويو فاتيحو لکه سکندر مقدونى ، گوډتيمور ، بابر او نور له دي...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,366 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,059 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,781 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...