د سیخانو پیوند یا اورلف په ساختمان کی

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Nov 11, 2023
2 years ago
1,574 views
د سیخانو پیوند یا اورلف په ساختمان کی

په بیم او پایو کې د سیخانو Lapping 

ټولې د سیخ جوړولو کمپنۍ د ACI کوډ مطابق په طولي ډول  د سیخانو طول له 12m څخه نه اضافه کوي، چې معیاري اوږدوالی یې 11.75 متره دی، 

کله کله داسې ضرورت پیداکیږي چې دوه سیخان یو له بله سره پیوند (Over Lap) کړو، نو ددغې چارې د ترسره کولو لپاره اکثراً خلک په غیر معیاري ډول دوه سیخان سره یوځای کوي، یعنې د Over Lap  لپاره غیر معیاري اوږدوالی په نظر کې نیسي

د ACI 318-14 کوډ ددې سپارښتنه کوي، چې:-

1. ټول هغه سیخان چې په فشاري ساختماني عناصرو کې استعمالیږي، لکه پایې نو د Over Lap اندازه یې باید 48D وي، دلته D د سیخ قطر دی، مثلاً که په یوه پایه کې وغواړو 16mm سیخ یو له بله سره پیوند کړو نو تاسې به  دارنګه عملیه کوئ

 Lapping length = 48D

Lapping length = 48×16mm= 768mm

یعنې په پایه کې د دوو 16mm سیخانو د Over lap لپاره باید معیاري اندازه 76.8cm وي

2. ټول هغه سیخان چې په کششي ساختماني عناصرو کې استعمالیږي لکه بیم، ګاډر او وغیره نو ددوې د Over lap اندازه باید 60D  وي، دلته هم D دسیخ قطر دی

مثلاً په یوه بیم کې د 14mm سیخ استفاده شوې، د ضرورت په بناء غواړو دوه سیخان یو له بله سره Over lap کړو تاسې یې معیاري اندازه معلومه کړئ؟

Lapping length = 60D

Lapping length = 60 × 14mm

Lapping length = 840mm

یعنې په بیم کې د دوو 14mm سیخانو د Over lap لپاره معیاري اندازه 84cm ده

Related Articles

Jun 18, 2022
1,824 views

نړیوالې مرستې؛ د ژوندي پاتې‌کېدنې هیله که اوږدمهاله زهر؟!

مخکې له‌دې چې د نړیوال مرستو په گټو او زیانونو بحث وکړو، ښه به وي، چې د خپل هېواد، افغانستان د تېرو شلو کالونو مرستو ته یو ځغلنده نظر وکړو، په تېرو شلو کالونو کې د نړیوالو بې‌سارو مرستو څه وکړل؟ د ارقامو پر بنسټ له ۲۰۰۱ز څخه تر ۲۰۲۰ز پورې د امریکا مت...

Feb 17, 2021
2,434 views

له سپرلۍ څخه به کوم اړخ ته ښکته کېږئ؟

په هر قابل تکريم کار کې له ښي اړخه شروع كول غوره خبره ده. د نبي صلی الله علیه وسلم باره کې ام المومنين عايشه رضي الله عنها فرمايي: كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُعْجِبُهُ التَّيَمُّنُ فِي تَنَعُّلِهِ وَتَرَجُّلِهِ وَطُهُورِهِ وَ...

Apr 20, 2022
2,866 views

زکات، خيرات او سرسايه چاته او څرنګه باید ورکړل شي؟

لیکنه: مِهر تاج   د زکات حکم زکات په قرانکریم کې له لمانځه سره جوخت ۳۲ ځله ياد شوی او د هجرت په دويم کال کې فرض شوی. د زکات د وجوب شرائط او د لزوم اسباب یې اته ۸ دي: څلور یې د زکات ورکوونکي په نفس پورې اړه لري چې په دې ډول دي: ۱_ اسلام؛ يعني زکات...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,398 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,063 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,801 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...