دپښتورګو (ګردو) ناروغۍ ( Kidney )

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Dec 26, 2023
2 years ago
3,761 views
دپښتورګو (ګردو) ناروغۍ ( Kidney )

دپښتورګو (ګردو) ناروغۍ ( Kidney )
دانسان پښتورگي دوه داني دي چه دملا دتير (ستون فقرات) په دواړه خواو کي دلوبيا په شکل سره موقيعت لري چه اوږدوالي يي 10 سانتي متره او وزن يي تقريبآ 120-200 ګرامه په شاوخواکي دي دي .په پښتورګو پوري مربوطه هره مريضي دپښتورګو دمريضي په نامه ياديږي .

پښتورګي (ګردوکي) دحجم له نګاه ډير کوچني دي مګر وظيفي يي دانسان لپاره ډير غټي او مهمي دي مثلا دانسان پښتورګي (گردوکي) په يوه ورځ کي يوسلو اتيا 180 ليتره وينه تصفيه او فليټر کوي پدي معني چه دانسان دبدن وينه ټوله وينه په اوسط ډول پنځه ليټره ده چه داټوله دبدن وينه په ورځ کي شپږديرش 36 واری دپښتورګو له خوا تصفيه او فليټر کيږي او دويني څخه اوبه او کچره مواد راجلا او دمتيازو په شکل مثاني ته انتقالوي او دهغه ځاي څخه دمتيازو په شکل خارجيږي . 

یوسلواتیا 180 ليټره تصفيه اوفليټر کوي چه تقريبآ دانسان دوزن دوه برابره دي پښتورګي يي په یوه ورځ کی سرته رسوي د میاشتو اوکلونوحساب که ورته وکو خو بیخی پسی زیاتیژی  نوپدی باید پوه شو چه پښتورګي دانسان لپاره دیر مهم اوحياتي غړي دی. 

دپښتورګي څونوري وظيفي په لاندي ډول دي

- دتغذيه موادو داستعمال په نتجه کي کچره او زهري مواد له وجود څخه خارج کوي
-په  وجودکي  مثبت او منفي چارچ توازن برابروي او دمايعاتودحجم کنټرول کوي
-دالقلي او تيزابي مواد توازن برابروي
- دويني دفشار کنټرول 

دپورته وظيفوسربيره ډيري نوري مهمي دندي هم لري چه دا يي يوڅو مثالونه دي  نوله دي خاطره پښتورګي(بډودي) دحجم له نګاه ډيرکوچني دي خو دوظيفي له نکاه ډيري غټي وظيفي اجراکوي. . کله چه پښتورګی خپل دنده او وظيفه دلاسه ورکړ ی دانسان ژوند دمرګ سره مخامخ کوي .

دپښتورګي دمريضي سببونه :

- لوړ دويني فشار 
- دشکري مريضي 
- چاغوالي 
- دعمر زوړوالي يعني سن سال چه 60 ته ورسيږي
- شگريت څکول 
-ارثي 
- دوجوددفاعي سيستم کمزورتيا
-دپيدايښت دوخت څخه دپښتورګي خرابوالي (مورزادي)
-دپښتورګي ډبره (تيږه)
-دپښتورګي دانه (سرطان)
- ميکروبونه 
- دبعضودواګانو ډير استعمال(د درد دواګاني) 
- بعضي نوري مريضي شته چه دپښتورګي دخرابوالي سبب ګرځي 

دپښتورګي دمريضي نښي نښاني :

- دزياتو متيازو وتل 
- دلږ متيازو وتل 
- دمتيازو کولو په وخت کي درد او سوزشت 
_  دپښتورګو درد دملادتیر(ستون فقرات ) په برخه کی
-دمتيازو دوتلو په وخت کي دمتيازو تيز بوي 
 - کله کله مړه تبه ورسره وي 
- بعضي وختونه په متيازو کي وينه ورسره وي يعني دمتيازو سور رنګ
- په  ماشومانو کي دشپي دخوا په ځاکي دمتيازو تيښته يا ځاي لمبدول
 -دسترګو داطرافو پړسوب په خاص ډول دخوب څخه دراپاڅيدو په وخت کي 
 - دپښو پړسوب 
- دمتيازو ترنورماحالت زيا ت خاکي کيدل 
- دمريضي دشدت والي په وخت کي خستګي,تبه,لړزه,دشپي دخوا دوجود خوله,سرچرخي اوخوګرځي ورسره ملګري وي.

دپورته نښو نښانو څخه کيداي شي ټولي موجودي نه وي او يا څوداني موجو وي خو دصحيح اوپوره تشخيص لپاره ځني معاينات هم مهم دي لکه دويني معاينات او تلويزوني (الټراسانډ) .

دپښتورګي دمريضي دمخنيوي لپاره 

- په زيا مقدار بايد اوبه وڅښل شي  چه پښتورګو لپاره ډيري ضروري دي.دځوان نارينه لپاره په ورځ کي لږترلږه 3 دري ليټره اودښځينه لپاره 2.5 دوه نيم ليټره اوبه ضرورت دي.
-دزياتي مالګي داستعمال څخه بايد ځان وساتي  .
 -دترکاريانو(سبزی جات) ,ميوه جاتو او حبوباتو استعمال گټور دي 
- منظم سپورت کول ډيره ګټه لري
- دوجود وزن په نورمال حالت کي ساتل ګټوردي .
- دسگريتو او الکولو څخه ځان ساتل 
- دويني دفشار کنټرول 
- دغوړ لږ استعمال 
 - دکلسيم او پروتيني مواد (هګي اوشيدي) لږ استعمال .

يادونه بايد وشي چه هغه خلګ چه اوږد وخت لپاره يعني کلونه کلونه دپښتورګي له مريضي څخه ځوريږي بايد ډير احتياط وکي.داسي مريضي ته کرونيک مريضي(cronic renal failure) وايي  اودوخت په تيريدوسره پښتورګي خپلي وظيفي او دندي دلاسه ورکوي او ورځ تربلي مخ په خراپيدو روان وي چه ورستي يا اخيري مراحلی ته ځان رسوی  ( End_stage renal failure ). 

 اخيري مرحله دپښتورګي هغه مرحله ده په وجودکي کيراتينين (creatinine) مقدار تر اته 8 پورته سي او په وينه کي تول کچره مواد ور ګډ وي او پښتورګي ددي توان نلري چه دويني څخه کچره مواد جلا او دجود  څخه يي خارج کي نو پدي وخت کي مريض مجبوره دي چه په شفاخانه کي بستر او دفليټر ماشين یا په اصطلاح دويني دتصفیه ماشین چه په لاتین (hemodialysis ) هيمو ډياليز ورته وایی ورته بسته کړي 

 کله چه پښتورګي دهيمو ډياليز مرحلي ته ورسيږي نو یواځنی دحل لاره يي يا به د بل انسا ن څخه پښتورګي نقل کوي يا به هيمشه دهيموډياليز ماشين ورته پروت وي  ترڅو وينه په دوامداره شکل تصفيه کړي.

Related Articles

Nov 11, 2021
1,934 views

د لورکا لنډ ژوندليک

لیکنه ـ ریاض مقامزی که د هسپانوي ادبیاتو په اړه غږېږو؛ نو پرته له شکه به تر سروانتس وروسته دویم کس حتما "لورکا" زموږ ذهن ته راځي. نوموړی په یوه شتمنه کورنۍ کې لوی شوی او ښې زدکړې یې کړي دي. د نورو زده کړو ترڅنګ یې له شاعرۍ سره هم علاقه لرله او لوستل...

Oct 15, 2020
3,094 views

که دا ناروغۍ مو لرلې انار مه خورئ!

دا چې انار یوه ښکلې او ګټوره میوه ده او د ډېرو ویټامینونو او انزایمونو لرونکې ده؛ خوړل یې پر ګټې سربېره د ځینې کسانو له پاره زیان هم لري. دا چې د انارو خوړل د کومو کسانو له پاره مضر دي او دوی ته زیان لري او کوم کسان یې باید ونه خوري په دې مقاله کې ځا...

Jan 11, 2023
1,507 views

اخلاق و حقوق در خانواده || Ethics and laws in the family

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar چکیدهخانواده از نگاه تعداد اعضای آن با آن که کوچک‏ترین نهاد جامعه را تشکیل می‏دهد، ولی از نگاه اداره و مدیریت هیچ قابل ملاحظه با سایر نهاده...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,448 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,077 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,835 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...