د جغل او شګې په واسطه دخړو اوبو د فلټر ساختمان ډیزاین
لیکنه: انجینر سید سمیع الله نصرت
خړې اوبه عبارت د هغه فضله اوبو څخه دی چې،د لاس مینځلو شاور او نورو څخه په لاس راځی یا په بل عبارت هغه اوبه ،چې غوړ ونه لری د خړو اوبو په نوم یادیږی.
د خړو اوبو فلټر لپاره دوه طریقې موجودی:
۱- افقی فلټر
۲- عمودی فلټر
۱- عمودی د فلټر طریقه
د فضله اوبو د فلټر اسانه طریقه ده، چیرته چې فضله اوبه په ساحه کې د شګو او جغلو په واسطه خوریږی او فلټر کیږی.
ددی طریقې لپاره ځمکه د ډیزاین مطابق اندازه کنده کیږی او بیا په افقې شکل درې طبقې مواد اچول کیږی چې په لاندی ډول یې تشریح کوو:
۱-اوله طبقه ۲۰ سانتی متره جغل چې سایز یې ۸-۲۰ ملی متره وی د خپریدونکی طبقې په نوم هم یادیږی
۲- دوهمه طبقه ۶۰ سانتی متره د شګې طبقه چې فلټر طبقه هم ده د شګې اندازه تر څلور ملی متره وی
۳ - دریمه طبقه هم د جغلو شل سانتی متره ده چې ویالی طبقه ورته وایی.
په دی طریقه کې فضله اوبه اولې طبقې ته داخلېږی او د فلتر یا دوهمې طبقه کې تصفیه کیږی او بیا د دریمې طبقې له لارې جذب یا یو پایپ پواسطه خارجیږی.
په عمودی طریقه کې د سل لیتره په ورځ فضله اوبو لپاره ۱.۵ متر مربع ساحه نیول کیږی.
۲- افقی فلټر طریقه
دا هم د عمودی طریقې په څیر د جغلو او شګو د فلټر طریقه ده مګر فرق د طبقو په جوړښت کې دی.
لومړی د ډیزاین مطابق ساحه کندن کاری کیږی او بیا عمودی درې طبقې مواد اچول کیږی
۱- اوله طبقه د بولډرو طبقه ده چې د شل سانتی متره په اندازه اچول کیږی او د بولډرو اندازه له پنځوسو تر سل ملی وی
۲- دوهمه طبقه د جغل طبقه ده چې لس سانتی په اندازه عمودی اچول کیږی.او د جغ سایز له لس تر دیرش ملی وی
۳- دریمه طبقه د فلټر طبقه ده جې د ډیزاین مطابق اوږد والی لری او د شګې طبقه ده
یاده دی وی چې په دی طریقه کې د یو پایپ کې فضله اوبه لومړی طبقې سر ته راځي او په بل سر کې بیرته لس سانتی کم ارتفاع سره خارجیږی.
راتلوونکی پایپ باید په 0.65 متره ارتفاع کی ولګول شي او تلونکی په 0.55 متره ارتفاع سره نصب شي
مثال:
د یو کور چې س نفر په کې ژوند کوی د خړو اوبو لپاره د فلټر ساختمان ډیزاین کړی چې لاس وینځلو شل لیتر په ورځ او شاور سل لیتر په ورځ مصرف ولری.
حل په دواړو طریقو یې حلوو.
اول عمودی طریقه
په عمودی طریقه کې د سل لیتر لپاره ۱.۵ متر مربع ساحه نیول کیږی نو
Q= 20+100=120 litt/day
A=Q x P x F / 100
د فضله اوبو مقدار Q
نفوس یا استفاده کوونکی P
د سل لیتره له حسابه مساحت F
A= 120 x 10 x 1.5/100 = 18 m²
مربعې یې جوړو نو جذر یې نیسو
L=4.24≈4.3m
B=4.3m
یاده دی وی چې 100 litt/day لپاره 1.5 m² ساحه نظر کې نیول کیږی او افقی لپاره دوه متر مربع
دوهم افقی طریقه
A=120 x 10 x 2/100= 24m²
دلته که ذکر کړو چې طول باید د عرض 1.5 برابره وی نو
A= L x B
A= 1.5 B x B
A = 1.5 B²
B = 4 m
L= 6m
د اشتبهاتو په صورت کې بخښنه غواړم او د نیکو مشورو په هیله مو یم
ستاسي کشر
انجینر سید سمیع الله نصرت
Samiullah Nasrat
جغل او شګې په واسطه دخړو اوبو د فلټر ساختمان ډیزاین
Related Articles
ښوون (زيتون)
ښوون چې په عربی ، فارسي ،او اردو ژبو کې ورته زیتون وایي او علمي نوم یې (Olea europaea ) دی. یوه ګټوره میوه ده چې لږتر لږه ۳۵ ډولونه لري او ونې یې په جنوب ختیزې اروپا ، لویدېزې ایشیا ، او شمالي افریکې د الجزایر، لیبیا ، تونس ، مصر ، مراکش په هېو...
کابریکا - څلورمه برخه
د سوچ کولو وخت نه ؤ بې باکه د کور په لور ور روان شول، څو شیبې وروسته ورسیدل سلیمان زړه نا زړه د کور دروازه ټک ټک کړه، په لومړۍ ځل دروازه خلاصه نه شوه بیا یې دروازه ټک ټک کړه، شیبه وروسته د پښو د قدمونو شړنګهاار تر غوږ شو سلیمان له ځانه سره وویل:- په...
اُکراین وپېژنئ!
ژباړه ـ ریاض مقامزی د هېوادونو د پېژندنې په برخه کې به دا ځل له "اُکراین" سره بلد شئ. د لیکنې تر پایه به هڅه وشي، چې ددې هېواد په اړه هر اړخیزو پوښتنو ته ځواب وویل شي. اُکراین وپېژنئ! دا هېواد د اروپا لویې وچې په شرقي برخه کې موقعیت لري، چې م...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...