تحقیق -حسین رض ته علیه سلام استمعالول
203
Faridon Delsoz Niazai
2024-07-17 10:38:21
الحمدللّه وحده والصلوة والسلام علي من لانبي بعده.
محترمومسلمانانو! لکه څرنګه چى داهل سنت والجماعت پدې باندې پوره يقين اوايمان دى چى لکه څرنګه چى زمونږ پيغمبرمحمد صلی الله علیه وسلم دتولو پيغمبرانو څخه بهتردى نوهمدارنګه داهل سنت والجماعت په دى باندې هم پوره يقين اوايمان دى چه زمونږ دپيغمبر صحابۀ کرام دنورو پيغمبرانو د صحابه ووڅخه بهتر دي، زمونږ د پيغمبر ازواج مطهرات دنورو پيغمبرانو دازواجو څخه بهتري دي،په اهل بيتو کى يوحضرت امام حسين رضی الله تعالی عنه دى، دحضرت امام حسين فضايل په مختلفوالفاظوباندى په احاديثو کى راغلى دى. مثلاً: الْحَسَنُ وَالْحُسَيْنُ سَيِّدَا شَبَابِ أَهْلِ الْجَنَّةِ داحديث تقريبًا د اتوصحابه وو څخه روايت دى:
١-حضرت ابوسعيدخدرى ض. مسنداحمد
٢-حضرت عمرفاروق. طبرانی فى الکبير.
٣- حضرت عـــلى. طبرانی فى الکبير.
٤-حضرت جـــابر. طبرانی فى الکبير
٥-حضرت ابوهــريرة. طبرانی فى الکبير.
٦- حضرت اسامه بن زيد طبرانی فى الاوسط
٧-حضرت براء بن عازب طبرانی فى الاوسط
٨-حضرت عبدالله بن مسعود. ابن عدى
همدارنګه رسول اللهفرمايي چى: الْحَسَنُ وَالْحُسَيْنُ سَيِّدَا شَبَابِ أَهْلِ الْجَنَّةِ ، وَأَبُوهُمَا خَيْرٌ مِنْهُمَا. داحديث تقريبًا دڅلوروصحابه ووڅخه روايت شوى دى.
١- حضرت ابن عمر ابن ماجه،مستدرک
٢- حضرت مالک بن حويرث طبرانى فى الکبير
٣-حضرت قرة بن اياس طبرانى فى الکبير
٤- حضرت ابن مسعود مستدرک
همدارنګه رسول الله/فرمايي چې: الْحَسَنُ وَالْحُسَيْنُ سَيِّدَا شَبَابِ أَهْلِ الْجَنَّةِ الا ابنتی الخالة عيسي بن مريم ويحی بن زکريا و فاطمة سيدة نساء أهل الجنة الا ما کان من مريم بنت عمران. داحديث تقريبًا ددريوصحابه وو څخه روايت شوى دى:
.١-حضرت ابوسعيدخدرى ض مسنداحمد، صحيح ابن حبان، مسندابي يعلى
٢- حضرت حذيفه ض مجمع الزوايد
٣-حضرت امام حسين ض مجمع الزوايد
په دې کې بعضى احاديث صحيح اوبعضى حسن، اوبعضى دضعيف په مرتبه کې دي،حافظ سيوطى ددې حديثونومضمون ته متواتر ويلي دي، همدارنګه په نور واحاديثو کى دحضرت امام حسين ضفضايل په مختلفو مضمونونو سره بيان شوي دي.
ددې عظيم صحابي د ااش دت واقعه دومره دردناکه ده چى ددې په اوريدلو باندې يواځې مسلمان نه بلکې غيرمسلمان ئى چى واوري هم دريږى، لکن نن سبا په مسلمانانو کې يوه دخوارجو ډله داسې هم راپيدا شوى ده چې هغوي دې مظلوم شه يد او دده فدائي ملګروته ملامته وائي اوددوى په خلاف ددوي دقاتل (يزيد) مدحې کوي، داسى مسلمانان به څرنګه دحضرت امام حسينپه سردارۍ کې د حشر په انتظار وي؟ ددوي حشر به د الْمَرْءُ مَعَ مَنْ أَحَبَّ مطابق ـــ ديزيد اوديزيديانوسره وي.
افراط اوتفريط
يوه ډله دروافضو ده، چې دا عملي يزيديان دي اوبله ډله د روافض پلوو ده، چى دوي زباني يزيديان دي. په خوله باندى يزيدته کافر واىي لکن اعمال ديزيد په شان کوي، يزيد شراب خور وو دوي هم شراب خوري، يزيد دبيت الله شريف غلاف وسوزولو اوپه بيت الله شريف باندې يې دهغه وخت توپونه(په منجنيق کى تيګې) وورولې او روافضو هم لږ ه زمانه مخکې دبيت الله شريف سره همداسې وکړل،اوروافض پلوه خلک په ژبه ديزيد مدحې کوي اوديزيد او دروافضو په دغې مشترکو اعمالوباندې د عملي رضا اظهارکوي.
په دې رساله کى به د په توفيق باندى ددې يزيديانو خارجيت په لنډو الفاظو کى الم نشرح کړو، ددى رسالى مضامين به په يوولسو(١١) عناوينو کې راخلاصه کړو.
(١) دحضرت امام حسين اجمالي تعارف...
(٢) مختصرسوال اوجواب...
(٣) ديزيد نام نهاد حکومت اودده ظلمونه...
(٤) د يزيدپه خلاف دحضرت امام حسين خروج .
(٥) دحضرت امام حسينشهادت...
(٦) دحضرت امام حسين دقاتلانوانجام...
(٧) ديزيدپه فسق باندې اتفاق...
(٨) په يزيدباندى دلعن په باره کى درې قولونه...
(٩) ديزيدپه تکفير اوعدم تکفير کې اختلاف.
(١٠) د امارة الصبيان دحديث تشريح...
(١١) د مغفور لهم دحديث تشريح...
دحضرت حسيناجمالي تعارف
حضرت امام حسين په څلورم کال دهجرت باندې دشعبان په مياشت کى پيدا شو،کله چى نبى اکرم د ده د ولادت مبارک څخه خبرشو نو تشريف ئى راوړو، په غوږ کى ئى ورته دتوحيد الهى اواز پوکړو ،بيائى دنوم په باره کې پوښتنه وکړه چاورته ووې چى نوم مو ورباندې (حرب) ايښى دى، د رسول اللهدانوم خوښ نه شو، نو دانوم ئى ورته په حسين باندې بدل کړو.
درسول الله ورسره ډيره زياته مينه وه، اکثر وخت به ددې دواړو ورونو دليدلو لپاره دبى بى فاطمې کورته ورتللو لکن په اووه کلنى کې ترينه دنيکه دشفقت سورى أوچت شو.
دحضرت أبوبکرصديق دخلافت په زمانه کى بالغ شوى نه وو، دحضرت عمرفاروق دخلافت په اخرو کلونوکى دشعور عمر ته رسيدلى وو، دحضرت عثمان دخلافت په زمانه کى پوره ځوان وو او دحضرت عثمان دخلافت په زمانه کى ئى په سنۀ (٣٠هـ) کى دطبرستان په معرکه کى شرکت وکړو، بياچى کله دباغيانو له طرفه حضرت عثمانمحاصره شو، نو حضرت على دا دواړه ورونه دحضرت عثمان دحفاظت لپاره مامورکړل،باغيانو چى کله د دروازې له طرفه لاره پيدا نکړه نو د ديوال دشاله لارې پټ ورغلل اوحضرت عثمان ئى شهيدکړو، کله چى حضرت علي د حضرت عثمان دشهادت څخه خبرشونو دخپلو دواړو زامنو سره ئى تشدد وکړو، چى ستاسو په موجوده ګۍ کى څرنګه باغيانو حضرت عثمان شهيدکړو؟
په سنۀ(٤٠هـ) دهجرت کې چى کله په حضرت على باندې قاتلانه حمله وشوه اوحالات ډيرنازک شول نوحضرت علي خپل دواړه ځامن راوغوښتل اومفيد نصيحتونه ئى ورته وکړل،بيا د پلار دشفقت دسوري څخه هم محروم شول.
بيا دحضرت امير معاويه په زمانه کى په سنۀ(٤٩هـ) کى د حضرت امام حسن کورودانې (جعده) حضرت امام حسنته زهرورکړل، چى ددې په نتيجه کى دمشر ورور سوري هم ترينه اوچت شو.
بيا په سنۀ(٦١هـ) دمحرم په مياشت کى شهيدشو.
سوال:آياحضرت امام حسين ته سيدالشهداء ويلى شو؟
جواب:مولنا اشرف على تهانوى فرمائى چى سيدالشهداء لفظ لقب نه دى بلکه صفت دى، لهذا دحضرت حمزه څخه ماسوى بل چاته هم دسيدالشهداء دلفظ استعمال جايزدى، لکه په يوحديث کى حضرت جعفربن ابى طالبته هم سيدالشهداء ويلى شوي دي، کنزالعمال:ج: ٧/ ص: ٢٨).
دحضرت حسين دشهادت وړاندوينه
(١) قَالَتْ ام الْفَضْلِ بِنْتِ الْحَارِثِ فَدَخَلْتُ يَوْمًا إِلَى رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَوَضَعْتُهُ فِي حِجْرِهِ ، ثُمَّ حَانَتْ مِنِّي الْتِفَاتَةٌ ، فَإِذَا عَيْنَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ تُهْرِيقَانِ مِنَ الدُّمُوعِ ، قَالَتْ : فَقُلْتُ : يَا نَبِيَّ اللهِ ، بِأَبِي أَنْتَ وَأُمِّي مَا لَكَ ؟ قَالَ : أَتَانِي جِبْرِيلُ عَلَيْهِ الصَّلاَةُ وَالسَّلاَمُ ، فَأَخْبَرَنِي أَنَّ أُمَّتِي سَتَقْتُلُ ابْنِي هَذَا فَقُلْتُ : هَذَا ؟ فَقَالَ : نَعَمْ ، وَأَتَانِي بِتُرْبَةٍ مِنْ تُرْبَتِهِ حَمْرَاءَ. [مظاهرحق :ج٥/ ص:/٣٧٣ و المستدرك على الصحيحين للحاکم رقم :۴۸۱۸ و قال هَذَا حَدِيثٌ صَحِيحٌ عَلَى شَرْطِ الشَّيْخَيْنِ ، وَلَمْ يُخَرِّجَاهُ.و رواه السيوطي فی الخصائص الكبرى فی باب إخباره {صلى الله عليه وسلم} بالشهاده لثابت بن قيس بن شماس).
حضرت ام الفضل بنت الحارث فرمائى چى يو ورځ مې حضرت امام حسيننبى اکرمته وروړلو او دنبى اکرم په غيږه مبارکه کى مى کيښودلو بيا زما بل طرفته مخ شو، نوچى بيرته متوجه شوم د رسول الله د سترګو څخه اوښکې روانې وې.ماورته وويل چى يا رسول الله! زمامور اوپلار دى درڅخه قربان شي ولى ژاړې؟
نبي اکرم وفرمايل چى اوس راته حضرت جبرئيل راغلو اوخبرئى راته راکړو چى زما امت به په نيزدې وخت کې زما دا ځوى قتل کړي،ماورته ويل چى دا ځوی؟ نبى اکرم راته وويل چى هو همدا ځوى به مى قتل کړي، بلکې حضرت جبرئيل دهغې ځمکې خاوره هم ماته راوړه په کومه ځمکه کې به چى داشهيديږى اوهغه خاوره سره وه.
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ : رَأَيْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم فِيمَا يَرَى النَّائِمُ نِصْفَ النَّهَارِ أَشْعَثَ أَغْبَرَ ، مَعَهُ قَارُورَةٌ فِيهَا دَمٌ ، فَقُلْتُ : يَا نَبِيَّ اللهِ ، مَا هَذَا ؟ قَالَ : هَذَا دَمُ الْحُسَيْنِ وَأصْحَابِهِ لَمْ أَزَلْ أَلْتَقِطْهُمْ مُنْذُ الْيَوْمِ قَالَ : وَأُحْصِيَ ذَلِكَ الْيَوْمَ فَوَجَدُوهُ قُتِلَ ذَلِكَ الْيَوْمَ. ( مظاهرحق:ج:(5)ص:(373 و المستدرك على الصحيحين للحاکم رقم : 8201 و قال هَذَا حَدِيثٌ صَحِيحٌ عَلَى شَرْطِ مسلم ، وَلَمْ يُخَرِّجَاهُ و قال الذهبي قي التلخيص : على شرط مسلم و رواه الإمام أحمد بن حنبل فی مسنده رقم : 2553 و قال شعيب الأرنؤوط : إسناده قوي على شرط مسلم و رواه البيهقي فی المعجم الكبير رقم : 12666 و رواه الإمام أحمد بن حنبل فی فضائل الصحابة رقم : 1389).
حضرت عبدالله بن عباسفرمائى چى يوورځ مې په غرمه کې نبى اکرم په داسې حال کې په خوب کى وليدلو چى بربرسرئى وو اوپه ګردونو ککړوو او په لاس کې ئى يو بوتل وو، په هغې کې وينه وه،نو ماورته وويل چى يارسول الله! زمامور اوپلار دې ستاڅخه قربان شي داڅه شى دى؟
نبى اکرم راته وويل چى دا د حضرت امام حسين او دده د ملګرو وينه ده،دسهرڅخه ئى تراوسه پورې دحضرت امام حسين دشهادت ګاه څخه را ټولوم.
حضرت عبدالله بن عباسفرماىي چى کله چى زه دخوب څخه را بيدارشوم نودا وخت مې دځان سره ياد وساتلو، بيا چى دحضرت امام حسيندشهادت خبر راغلو نو بالکل په هغه وخت شهيدشوى وو په کوم وخت کې چى ما خوب ليدلى وو.
سوال:آيا د حضرت امام حسين سره د(عليه السلام) لفظ استعمالول جايزدي؟
جواب:(١)دعلماوو په دې کى اختلاف دى چې د انبياوو څخه علاوه دبل چا لپاره دصلوة اود سلام د الفاظو استعمال جايزدى اوکه نه؟ جمهورعلماء فرمائى چى د دې الفاظو استعمال تر انبياو پورې خاص دى.
علامه طيبىفرمائى چى د انبياو څخه ماسوى دبل چا لپاره خلاف الأولى دى، بعضى علماو ورته مکروه اوحرام هم ويلي دي، لکن صحيح خبره داده چى دغير نبي لپاره ابتداءً دصلوة اودسلام استعمال مکروه تنزيهي دى ځکه چى دبدعتيانو شعاردى اود أنبياو سره يوځاى جايز دى، مثلا چى داسى ووائى چى صلى الله على محمد وعلى آله واصحابه وسلم. [مظاهرحق:ج/١/ ص/ ٥٩٦).
قاري محمد طيب فرمايي : د حضرت امام حسين په باره کى دعليه السلام دلفظ په استعمال کى اصلي شى فتوى ده، په فتوى باندې شرعي مسئله رامعلوميږى چى جايزدى اوکه نه؟
لکن ددې سره يوبل شى همشته چى عرف عام دى، عرف هم په شريعت کى دحجت مرتبه لري، لهذا په عرف کى دعليه السلام لفظ دنبي لپاره استعماليږي.
اودصحابي لپاره درضى الله عنه لفظ استعماليږى، دعلماو دامت لپاره او دصلحاو لپاره درحمت الله عليه لفظ استعماليږي، نوزماپه خيال دعرف رعايت بهتر دى،البته بعضې خلک دمحبت دغلبې له وجې داهل بيتو لپار د عليه السلام لفظ استعمالوي، لکه څرنګه چى زمونږ دبعضې اکابروپه تحريراتو کى هم ليدل کيږي، نو دا به صرف دجايز په مرتبه کې وي اويابه په غلبة الحال باندى ورحمل وي نو دعرف رعايت أولْى دى
شهادت دحسين:ص:(٢٩٣)محمدطيب مهتمم دارالعلوم ديوبند هند،
سوال: آياحضرت حسين ته دامام دلفظ استعمالول صحيح دي؟
جواب: دامام معنى پيشوا اومقتدا ده، نواهل سنت والجماعت په دې معنى باندى ټولو صحابه وو بلکې بعضى تابعينو وغیره وو ته هم امامان واىي، لکن داخبره په ياد لرئ چې دشيعه ګانو په نيزباندى دامام معنى ده عالم الغيب اومعصوم عن الخطاء، په دى معنى هيڅ صحابى وغيره ته امام ويل صحيح نه دي، نو دحسنينو د نومونو سره د امام د لفظ په استعمالولو کى چونکى دشيعه ګانو دمعنى ايهام دى له دې وجې ددې داستعمال څخه احتراز پکاردى خيرالفتاوى:ج:(١)ص:(١٤٠) مفتيان خيرالمدارس.
لکن دمولانا قاسم نانوتوي رحمه الله په عباراتو کې ورته بیا بیا دامام لفظ استعمال شوی دی ، دده په اقتداء کې به مونږ هم ورسره په بعضو ځایو نو کې دامام لفظ استعمالوو په معنی دپیشوا او دمقتداء.
مختصرسوال اوجواب
اول سوال: ديزيد دمسئلې په راپورته کولوکې څه فايده ده؟ يزيد که هرڅرنګه وي زمونږ څخه بياهم ښه دى.
جواب: هميشه مسئله هغه څوک راپورته کوي چى نوى اختلاف شروع کوي،څوک چى دفاع کوي هغه ته دمسئلې د راپورته کولونسبت غلط دى، مثلا غيرمقلدين او مماتیان نوي نوي اختلافات راپيداکوي،نوپه غيرمقلدينو او مماتیانو باندې ردکول دمسئلې راپورته کول نه وي.
پاتې شوه داخبره چى يزيد زمونږ څخه ښه دى، نو دا صحيح خبره نده، ديزيد يوه ګناه چى دحضرت حسين قتلول دي دټولو مسلمانانو په ګناه باندى حاوي ده.
دوهم سوال: يزيدته فاسق ويل دشيعه ګانو پيروي ده؟
جواب:يزيدته فاسق ويل داهل سنت والجماعت پيروى ده، لکه څرنګه چې د را روان کتاب دمطالعې څخه معلوميږي، د روافضو پيروي نه ده ځکه چى روافض خو يزيدته کافرواىي.
دريم سوال: يزيد تابعي دى اوتابعي ته فاسق ويل نه دي جايز؟
جواب:يزيد تابعي نه دى،ځکه چى تابعي خوهغه څوک وي چى صحابه ئى ليدلي وي اودهغوي اتباع اوپيروي یې کړي وي اويزيد خو دصحابه وو اتباع اوپيروي نه ده کړى، بلکه صحابه اود دوي اولادونه ئى په ډيرې بىدردۍ سره شهيدان کړل.
څلورم سوال:يزيد ته فاسق و يل دحضرت اميرمعاويه په خلاف باندى خلکوته جرئت ورکول دي.
جواب:داهل سنت والجماعت مسلک د اعتدال دى، روافض ديزيد سره دحضرت امير معاويه پسى هم بد او رد وائى او خوارج دحضرت اميرمعاويه دصفائى سره ديزيد صفائى هم کوى،لکن اهل سنت يزيدته فاسق وائى اودحضرت اميرمعاويه صفائى بيانوي.
پنځم سوال:يزيدپه خيرالقرون کى تيرشوى دى او نبي اکرم دخيرالقرون صفت کړىدى، نو د ديوبند علماء څرنګه ورته فاسق وائى؟
جواب: مخکى مونږ وويل چى تابعي دى ته وائى چى د صحابه و دليدلو سره سره ئى دصحابه وو پيروي کړي وي اويزيد نه يواځى داچى دصحابه وو پيروي ىئى نه ده کړى، بلکه صحابه وو اودصحابه ووبچى ئى شهيدان کړي دي.
اوپاتې شوه داخبره چى نبى اکرم د خيرالقرون صفت کړى دى نو دا داکثر په اعتبارسره دى.
شاولى الله فرمائى چى:ولايمکن تفضيل کل احد من القرن الفاضل علی کل احد من القرن المفضول کيف ومن القرون الفاضلة اتفاقًا من هومنافق اوفاسق ومنها الحجاج ويزيدبن معاويه.
[حجة الله البالغه:ص/ ٢١٥/ مبحث الفتن]. نو وروسته به ته ولولى چى يزيدته اول نبى اکرم ظالم اوقاتل ويلي دي، بياورته صحابه وو ويلي دي او بيا ورته دامت اسلافو ويلي دي،د ديوبند دعلماوو فيصله بعينه دنبى اکرم اودصحابه وو اودامت داسلافو فيصله ده.
شپږم سوال: یزیدیان اکثره دا اعتراض کوي چې دحضرت حسین رضی الله عنه او حضرت عبد الله بن زبیر رضی الله عنه څخه ما سوی نورو ټولو صحابه وو دیزید خلافت منلی وو؟
جواب: یزیدیان دې دحوالې سره دیو یو صحابي بیعت ثابت کړي.
۲-جواب: کومو صحابه وو چې بیعت کړی وو هغوي ولې بیرته فسخ کړو؟
۳-چې ټولو صحابه وو بیعت کړی وو نو یزید بیا د حری په واقعه کې ولې په مدینه منوره کې په زرګونو قتلونه وکړل او ولې یې په مکه مکره دحملې لپاره لشکر ولیږلو؟
اووم سوال: عبد الله بن عمر رضی الله عنهما د یزید سره بیعت وکړو او فرمایل یې چې: انا قد بایعنا هذ الرجل علی بیع الله ورسوله الخ (صحیح البخاری کتاب الفتن ، باب اذا قال عند قوم شیئا ثم خرج فقال بخلاف)
جواب ۱- دعبد الله بن عمر رضی الله عنه سره دا ثارت دفتنې ویره وه په رضا او رغبت سره یې بیعت نه وو کړی له همدې وجې یې دیزید ولې عهدې په وخت کې بیعت ونکړو (البدایه والنهایه ج ۸صـ ۱۵۱) بلکې د امیر معاویه رضی الله عنه د وفات څخه وروسته یې بیعت وکړو او بیا یې هم په تیزۍ سره بیعت نه دی کړی بلکې فرمایل به یې چې: اذا بایع الناس فلم یبق غیری بایعت وکانوا یتخوفونه (البدایه والنهایه ج ۸صـ ۱۴۸)
۲-جواب: دعبد الله بن عمر رضی الله عنه دبیعت څخه دا نتیجه اخستل غلط دي چې یزید صلاح او عادل وو بلکې دعبد الله بن عمر رضی الله عنه بیعت په خپل اجتهاد باندې پدې حدیث بنا وو چې امام که ظالم هم وو نو دتفرقې څخه دبچ کولو لپاره یې اطاعت کوئ.
ديزيدنام نهادحکومت اودده ظلمونه
ددې مضمون په تفصيل کى به دخپلوجملو په ځاى أکثر دخپلو أکابرو تحريرات رانقل کړو، ددې تحرير اتو څخه به داصل واقعې ټول جزئيات راښکاره شي، ان شاء الله تعالی.
دحضرت أميرمعاويه وفات او په تحت باندې ديزيد کيناستل
د رجب په مياشت کى حضرت أميرمعاويهپه سنۀ (٦٠هـ)کې وفات شو، ددې څخه وروسته يزيد په تخت باندې کيناستلو.
مولناقاسم نانوتوى
مولناقاسم نانوتوى فرمائى چى:
ازاول ولى عهدی يزيدبحث مىکنيم بعدازآن درشهادت حضرت سيدالشهداء عليه وعلى آباءه السلام حرف مى زنيم، تاوقتيکه حضرت اميرمعاويه يزيد پليت را ولى عهد خودکردند فاسق معلن نبود اگرچيزى کرده باشد درپرده کرده باشد، که حضرت اميرمعاويه را از آن خبرنبود،علاوه براين حسن تدبيردرجهادآنچه که ازو مشهورشد مشهوراست، مکتوب القاسمى.). (اول ديزيد د ولي عهدۍ څخه بحث کوم، ددې څخه وروسته دسيدالشهداء عليه وعلى آبائه السلام په شهادت باندى بحث کوم په کوم وخت کې چى حضرت اميرمعاويه يزيدپليت خپل وليعهد مقررکړو،نوپه هغه وخت کې يزيد علانيةً فاسق نه ووکه کوم کارئى کړى وي نوپه پرده کى به ئى کړى وي چى حضرت امير معاويه به ورباندې خبرنه وو، علاوه لا داچى په جهاد کى د يزيدحسن تدبير مشهوروو.
شيخ الاسلام مفتي محمدتقى العثماني
دعلماء وو راجح قول دادى چى وليعهدي ديو تجويز حيثيت لري، بيا دخليفه دوفات څخه وروسته دامت داهل الحل والعقد اختياردى چى وليعهد خليفه جوړوي اوکه دمشورې څخه وروسته کوم بل يوخليفه جوړوي، لهذا دحضرت اميرمعاويه دوفات څخه وروسته ديزيد خلافت ترهغه وخته پورې نه منعقد کيدلوترکومه پورې چى دامت اهل حل اوعقد منظوري نه وه ورکړې. حضرت اميرمعاويهاورتاريخى حقايق:ص:(١١١)
مفتي شفيع
دحضرت عثماندشهادت څخه وروسته چى کله دخلافت سلسله حضرت اميرمعاويه ته ورسيدله نو په حکومت کى دخلافت راشده هغه مثالي رنګ نه وو پاتى کوم چى دخلفاء راشيدينو حکومت ته حاصل وو، خلکو به حضرت اميرمعاويه ته مشوره ورکوله چى ډيره سخته دفتنو زمانه ده، نوتاسو دخپل ځان څخه وروسته څه انتظام وکړئ چى په مسلمانانو کى بياتوره راونه وزي اواسلامي خلافت دټوټه ټوټه کيدلوڅخه بچ شي، دحالاتو دتقاضى سره تراوسه پورې کومه غير معقول اوغيرشرعي کارهم نه ووشوى،لکن ددې سره يې دخپل ځوى يزيدنوم هم د راروان خلافت لپاره پيش کړى وو، دکوفې څخه څلويښت مسلمانان راتلل اويارا ليږل کيدل چى حضرت اميرمعاويه ته درخواست وکړي چى ستاسوڅخه وروسته ستادځوى يزيدڅخه بل زيات څوک دملکي سياست په چاروکى ماهرپه نظرنه راځي له دې وجى د ده لپاره دخلافت بيعت واخلئ،په ابتداء کى حضرت اميرمعاويه يوڅه ناڅه متردد وو، دخپلو خاصو خاصو ملګروسره ئى مشوره وکړه، په دوي کې اختلافات وو چا دموافقت اوچا دمخالفت رايه ورکوله، په دغه وخت کى ديزيد فسق اوفجورهم ښکاره نه وو آخرئى اراده وکړه چى ديزيد لپاره بيعت واخلي. شهيد کربلا:ص:(١٢)ازمفتى شفيع.
داهل سنت والجماعت په نيزدخلافت مسئله
په مسلمانانوباندى دخليفه انتخاب واجب دى اوددې انتخاب به دمسلمانانو جماعت کوي، دخليفه څخه بغير د ځمکې نظام نه چليږي، صحابۀ کرام په دې باندې ښه پوهيدل، د رسول الله ددفن څخه مخکې مخکې ىې دخلافت مسئله جوړه کړه،چې خلافت نه وي نو دمسلمانانو داختلافاتو ختمول نه دى ممکن، ليکن په نصوصوکې دکوم شخص په نوم باندې تصريح نه شته بلکې دمسلمانانوجماعت ته ددې انتخاب حواله دى.[مسلم:ج: (٢)ص: (٢٧٣].
په اسلام کى ديزيددبيعت حادثه
اوازه داسى خپره شوه چى دشام، دعراق، دکوفې اودبصرې خلک ديزيدپه بيعت باندى متفق شول، مفتى شفيع فرمائى چى:په شام اوپه عراق کى دا نه وه معلومه چى کم قسم خلکو ديزيد دبيعت اوازه خپره کړه اودې خبرې ته ىې شهرت ورکړو، چى دشام، عراق، دکوفې اوبصرې خلک ديزيدپه بيعت باندې متفق شوي دي. [شهيدکربلا:ص(١١٣)ازمفتي شفيع].
ددې څخه وروسته حضرت اميرمعاويه دمکې اودمدينې امير ددې کارلپاره وګمارلو چى دخلکوڅخه ديزيد لپاره بيعت واخلي، دمدينې منورې عامل مروان وو، مروان خلکوته تقريروکړو چى اميرالمؤمنين حضرت اميرمعاويه دابوبکرصديق اودعمرفاروق دسنتومطابق غواړي چى د خپل ځان څخه بعد ديزيد دخلافت لپاره بيعت واخلي، نوپه دغه وخت کې حضرت عبدالرحمن بن ابى بکرصديق ورپورته شو،اوورته ويفرمايل چى د اخبره غلطه ده دحضرت ابوبکرصديق اودعمرفاروق طريقه دانه ده، بلکه دا دقيصر اودکسرى طريقه ده، حضرت ابوبکرصديق اوعمر فاروق خپلو اولادونو ته خلافت نه دى نقل کړى اونه ئى خپلوقوميانو اوخپلوانوته نقل کړى دى. شهيدکربلا:ص: (١٤)ازمفتى شفيعF.
دمدينې دخلکو نظر دا وو چى دخلافت لپاره ډير اهل حضرت حسيندى، ليکن بياهم دمدينى خلک منتظروو، چى حضرت حسين بن على حضرت عبدالله بن عمرفاروق،حضرت عبدالرحمن بن ابى بکرصديق،حضرت عبدالله بن زبير اوحضرت عبدالله بن عباسڅه کوى؟
د دغو جليل القدرو صحابه وو نظردا وو چى اول خود کتاب اودسنت په رڼا کې اسلامي خلافت دنبوت خلافت دى چى ميراث په کى نه چليږي اودوهم ديزيد ذاتي حالت هم ددې اجازه نه ورکوي چى دټول اسلامي مملکت خليفه شي، لهذا دې صحابه وو د دې تجويزمخالفت وکړو چى د دوي اکثريت ترآخره پورې په مخالفت باندې کلک ولاړ وو چى د دې په نتيجه کى په مکه مکرمه،مدينه منوره،کوفه اوکربلا کې دقتل عام واقعات پيښ شول. [شهيدکربلا:ص: ١٤].
کله چى حضرت اميرمعاويهخبرشوچى په مکه مکرمه اومدينه منوره کى جليل القدرصحابۀ کرام ديزيدسره بيعت کولوته نه دي تيار، نوپه سنۀ (٥١هـ) کى یې پخپله دحجاز سفر وکړو، مدينې منورې ته لاړو اوددغو صحابه وو سره ىې نرمې اوګرمې خبرې وکړې لکن بياهم دا صحابه پخپل مخالفت باندې ښکاره اوکلک ولاړوو.[شهيدکربلا: ص ١٥].
ددې څخه وروسته حضرت ا ميرمعاويه حضرت عايشې ته ورغلو اوشکايت ئى ورته وکړو چى داصحابۀ کرامزما مخالفت کوي،حضرت عايشې ورته نصيحت وکړو چى ما اوريدلي دي چى ته د دوي سره جبر او زورکوى او دقتل اخطارونه ورته ورکوى، حضرت اميرمعاويهورته وفرمايل چى ما داسى نه دي کړي،دا حضرات زماپه نيز د احترام قابل دي، لکن دشام،عراق اودعامو اسلامي ښارو نو خلک ديزيد په بيعت باندى متفق شوي دي اودخلافت بيعت مکمل شوى دى اوبياهم دايوڅوحضرات مخالفت کوي نو اوس تا سو ووائى چى مسلمانان په يوکس باندى متفق شوي دي اوبيعت مکمل شوىدى نوآيا زه اوس دا بيعت دمکمليدلوڅخه ورسته پريږدم؟
حضرت عايشى ورته وفر مايل چى هغه ستا رايه اوستا خوښه ده، لکن زه درته وايم چى ددې حضراتو سره تشدد ونه کړی، په احترام اوپه رفق ورسره ګفتګو کوه،حضرت اميرمعاويهدحضرت عايشىسره وعده وکړه. ابن کثير.
کله چى حضرت اميرمعاويه په مدينه منوره کى وو، نو دحضرت حسين اودحضرت عبدالله بن زبير ګمان دا وو، چى مونږ مجبور ولى شو، له دې وجې دخپل أهل او عيال سره مکې مکرمې ته لاړل،حضرت عبدالله بن زبيراوحضرت عبدالرحمن بن ابى بکر صديق حج ته تللي وو.[شهيدکربلا:ص:(١٥) ازمفتى شفيعF].
ددې څخه وروسته حضرت اميرمعاويه دحج لپاره مکې مکرمې ته لاړو هلته ىې اول حضرت عبدالله بن عمر را وغوښتلو اوورته ويفرمايل چې اى عبدالله بن عمر! ددې لپاره چې زما څخه وروسته دمسلمانانو ژوند بې اميره نه وي او د مسلمانانو په مابين کې ګډوډي رانشي زه ديزيد لپاره بيعت اخلم نو زه تعجب کوم چې تاسو ولې بيعت نه کوئ ؟لدې وجې زه تاته خبردارۍ درکوم چې جوړنظم مه خرابوه اوفسادمه جوړه. شهيدکربلا:ص:(١٦) ازمفتى شفيعF. حضرت عبدالله بن عمر د دحمد اودثنا څخه وروسته وفرمايل چى ستا څخه مخکې هم خلفاء تيرشوي دي اوهغوي هم ځامن لرل،ستاځوى دهغوي څخه بهترنه دى لکن هغوي دخپلوځامنو لپاره هغه رايه نه ده قايمه کړى کومه چى تا دخپل ځوى لپاره قايمه کړه،ستا څخه مخکينو خلفاوو دمسلمانانو اجتماعي فايدې په نظر کې نيولې وي،بياىې ورته وويل چې تاسو ما دمسلمانانو په مابين کې د انتشارڅخه ډاروئ خو دا واوره چې زه به هيڅکله هم دمسلمانانو په مابين کې د انتشار سبب نه شم زه دمسلمانانو يوفرديم مسلمانان چې په هره لاره باندې ځي زه هم په هغه لاره باندې ورسره ځم.
ددې څخه وروسته حضرت اميرمعاويه دحضرت عبدالرحمن بن ابى بکرصديق سره ديزيد په باره کې خبرى وکړى،حضرت عبدالرحمن بن ابى بکر صديق په ډير شدت سره انکاروکړو،بيائى حضرت عبدالله بن زبير راوغوښتلوهغه هم سخت انکار وکړو. شهيدکربلا:ص: (١٦)ازمفتي شفيعF.
له دې څخه وروسته حضرت امام حسين او حضرت عبدالله بن زبير پخپله په اجتماعي طريقه باندې حضرت اميرمعاويه ته ورغلل اوورته ئى وويل چى تاته هيڅکله دانه ده مناسبه چى دخپل ځوى يزيد لپاره دبيعت په اخستلو باندى ټينګاروکړې،مونږ تاته درې تجويزه پيش کوو،کوم چى ستا څخه دمخکينو سنت دي.
اول:ياهغه کاروکړه کوم چى نبي اکرم کړى وو، چى دخپل ځان څخه وروسته ئى دکوم معين شخص تعينن ونه کړو،بلکى خبره ئى دمسلمانانو مشورې ته پريښوده.
وهم:ياهغه کاروکړه کوم چى حضرت ابوبکر صديق وکړو چى نه ئى خپل ځوى وټاکلواونه ئى خپل کوم خپلوان وټاکلو، بلکى يوداسې کس یې منتخب کړو، چې په هغه باندې دټولو مسلمانانو اتفاق وو.
دريم:ياهغه کاروکړه کوم چى حضرت عمرفاروق وکړو چى دخلافت کارئى دخپل ځان څخه وروسته شپږو باتجربه دينداروکسانوته حواله کړو،ددې څخه بغيرمونږ دبل کوم څلورم صورت منلوته تيارنه يو، لکن حضرت اميرمعاويهپه خپله رايه باندى کلک وو او فرمايل به ئى چى اوس ديزيد لپاره بيعت مکمل شوى دى لهذا تاسوته اوس دده سره مخالفت کول نه دي جايز. [شهيدکربلا:ص: ١٧].
ديزيدحکومت په کومه طريقه باندې بناوو؟
مخکې دخليفه دټاکلو لپاره درې طريقى بيانې شوې، ددې څخه وروسته يوه څلورمه طريقه هم شته اوهغه داچى کوم سړى پخپل زورباندې ځان قدرت ته ورسوي، چې ده ته سلطان متغلب واىي، سلطان متغلب ترهغه وخته پورې قابل داطاعت وي ترڅو پورې ىې چې دشريعت په احکاموکې تقصير نه وي کړي، (معالم العرفان فى دروس القرآن:ص:(١٥١)صوفى عبدالحميدسواتى).
ديزيد حکومت په دې څلورمه طريقه باندى مبنى وو، چى هغه هم لاتراوسه پورې غلبه نه وه حاصله کړى ځکه چى کله چى حضرت اميرمعاويه وفات شو، نوديزيد سره په بيعت کولوباندې دمشرانو صحابه وواتفاق نه وو راغلى، ياپه نورو الفاظو باندى ووايه چى د يزيد سره په بيعت کولو باندى اجتماع نه وه.
اومخکې بيان شوه چې سلطان متغلب په هغه وخت کې قابل د اطاعت وي چى دشريعت د احکامو په تنفيذ کې سستي نه کوي او د دې بالعکس يزيد دشريعت حدود تر پيښو لاندې کړي وو، مثلا مونځ ئى نه کولو،شراب ئى خوړل. همدارنګه ئى لاغلبه هم نه وه حاصله کړى، لهذا يزيد د اطاعت قابل نه وو.
مفتي محمدتقى عثمانىفرمايي:کله چى حضرت اميرمعاويه وفات شو نوحضرت امام حسين وليدل چى دحجاز داهل حل وعقد اکابرو دعبدالله بن عمر په شمول لاتراوسه پورې ديزيد حکومت نه دي منلي، بل طرفته دعراق څخه دخطونو انبار را روان وو چى زمونږ امام نه شته، مونږ لاتراوسه پورې ديزيد سره بيعت نه دى کړى،په دې حالاتو کى دحضرت حسين موقف دا وو چى يواځې دشام دخلکو بيعت په ټول امت باندې لازم ندى،لهذا ديزيد خلافت لاتراوسه پورې نه دى منعقد شوى اوددې باوجود په ټول عالم اسلام باندې په زورسره دتسلط کوشش کوي، نو دده حيثيت ديومتغلب سلطان دى چې غلبه غواړي لکن تراوسه پورې ىې غلبه نه وي حاصله کړي، نوپه دې حالت کې حضرت حسين دده سره مخالفت کول خپل فرض ګڼل،اودهمدې وجې حضرت حسين دټولو څخه مخکې دحالاتو دتحقيق لپاره مسلم بن عقيل کوفې ته وليږلو،نوکوفې ته دده سفر دفقهي نقطې له نظره بغاوت نه وو، بلکه ديومتغلب سلطان دمخنيوي لپاره وو،ځکه چى يزيدتراوسه پورې په ټول عالم اسلام باندې قابض شوی نه وو، چې دسلطان متغلب په حيثيت سره قابل داطاعت شى نو د حضرت حسينپه نظرکې تراوسه پورې ددې مخنيوی ممکن وو. [حضرت اميرمعاويهاورتاريخى حقايق: ١١١].