د کاریزماتيک شخصيت ځانګړنې

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 23, 2020
5 years ago
5,744 views
د کاریزماتيک شخصيت ځانګړنې

"کاریزما" یوه ځانګړې وړتيا ده، په کومه کې چې تاسو نور خلک تر خپل تأثیر لاندې راوستلای شئ. دا یو داسې مهارت دی، چې کولای شئ زده یې کړئ، تقویت ورکړئ او نورو ته یې هم وښيئ. اکثره کاریزماتیک شخصيتونه بریالي وي او د خپل شاوخوا خلک ترې خوښ وي. 
 موږ په خپلې کورنۍ، ټولنې، پوهنتون، دفتر او ګڼو نورو ځايونو کې داسې شخصیتونه پېژنو. دا چې څنګه موږ هم د هغوی په څېر نور تر خپل تأثیر لاندې راولو او محبوبيت پيدا کړو، په دې لیکنه کې به پرې پوه شئ.

 د کاریزماتيک شخص ځانګړتياوې

که تاسو هم غواړئ، چې کاريزماتيک اشخاص شئ نو لاندې ذکر شوي ځانګړتياوې په بشپړ غور ولولئ او پر خپل ځان يې هم تطبيق کړئ.

 ۱. پر ځان باور 
 کاریزماتيک اشخاص تل پر ځان باور لري. له هېڅ سخت کار څخه نه په شاه کېږي خو دا باید ووايو، چې هېڅکله بې فکره اقدام نه کوي. تل هڅه کوي چې د خپل اقدام لپاره دلایل ولټوي او پوه شي، چې دغه کار یې په ګټه دی او که نه. دا چې پر ځان باور د بریا لپاره د لومړني شرط په توګه پېژندل کېږي نو ځکه خو دا  ډول اشخاص په خپل کورني او کاري ژوند کې تل خوښ او بریالي وي.

 ۲. آرام چلند
 له نورو سره په اړيکو او چلند کې خورا آرام وي. تل په سړه سينه ځواب ورکوي. همدارنګه احساسات تر خپلې ولکې لاندې ساتي. کاریزماتيک اشخاص پوهېږي، چې آرام چلند تر هر څه ډېر ددوی په ګټه دی. دوی وايي: آرامې اوبه په غره کې لارې باسي. رښتيا هم همداسې ده. په هر کار په زور نه کېږي، خو اکثره کارونه په آرامه کولای شو. له نورو سره آرام چلند دې ډول اشخاصو ته ځانګړی محبوبیت ورکړی.

 ۳. ښه اورېدونکی
 ښه اورېدونکي د هر چا خوښېږي او هر څوک ورته د زړه خبرې کوي. کاریزماتیک اشخاص ډېر اوري او لږ وايي. همدارنګه کله چې تاسو ورته غږېږئ په ډېر ځير سره ستاسو خبرې اوري. تاسو ته دا احساس درکوي، چې ستاسو خبرې ورته د اهمیت وړ دي. همدارنګه دا ډول اشخاص په کاري چاپېریال کې د کار د ښه والي په موخه د خپلو همکارانو مشورو ته اهميت ورکوي.

 ۴. همېشنۍ مسکا
 د کاریزماتيک اشخاصو د محبوبیت بل سبب د هغوی خندانه څېرې دي. دوی تل مُسک وي. که غږېږي، که غلي وي او یا کوم بل حالت کې وي همېشه یې تندی یې ورین وي. ددوی په لوري کتل انسان ته ډاډ او آرامښت وربښي. 

 ۵. د خلکو نومونه
 موږ او تاسو تر ډېره د هغو خلکو نومونه نه یادوو، چې لږ ورسره مخ کېږو. مګر کاریزماتيک اشخاص دې ټکي ته خاص اهميت ورکوي. هغوی تل کوښښ کوي، چې د خلکو نومونه یاد کړي. آن د داسې خلکو نوم هم پوښتي چې پوهېږي نور ورسره نه مخ کېږي.

 ۶. بخښنه 
 کاریزماتيک اشخاص هېڅکله د غچ اخیستلو فکر نه لري. که تاسو هر څومره بد وکړئ په بدل کې یې بد نه کوي. بخښنه کول یو له هغو مهمو ځانګړنو څخه ده، چې دا ډول اشخاص یې لري.

Related Articles

May 06, 2021
1,699 views

پديده هاي منفي و مثبت

پديده هاي منفي و مثبت مصطفی عمرزی در جامعه ي ما كه رواج نفي و انکار، حاكميت تمام دارد، درکی به درستی و گسترده گی به ميان نيامده كه مسایل را باید در ابعاد مثبت و منفي آن ها بررسي کنیم. سال هاي زيادي ست كه پديده هاي جالبي چون ويديو و تلويزيون در ميان...

Mar 18, 2022
2,288 views

غوره هنر

لیکنه: وقار ابراهیمي   پوهان خبرې کول، یوه پروسه او عمل ګڼي، خو بیا غوږ نیول یو لوي او ارزښتمن هنر ګڼي، د لومړي په پرتله دوهم یا غوږ نیول ته ډېره ترجیح ورکړل شوې ده/کېږي ځینې داسې ډېرو مواردو سره انسان مخامخ کېږي، چې د نورو خبرو ته غوږ نیول ورته ډې...

Dec 12, 2021
2,553 views

خپلو هیلو ته د رسېدلو لپاره درې مهم ټکي

هر انسان په خپل ژوند کې ګڼ شمېر هیلې او آرمانونه لري. چې غواړي ورته رسېږي، همدوی دې آرمانونو ته په نیکه سترګه ګوري، او وایې چې زموږ د ژوند سوکالۍ او پرمختګ په همدې هیلو کې نغښتې دي، د ځینو هیلې او آرمانونه متاسفانه یوازې فکرونه او خیالونه پاتې کېږي ا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,363 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,058 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,779 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...