د عود عطرو 🌴ونه ☺️🤴
تاسو فکر کوئ چې یوه ونه په څومره قیمت پلورل کيږي؟ یو لک يا یو میلیون روپۍ؟
د بنکاک په یوه معبد کې یوه ونه شته چې ارزښت یې ۲.۳ میلیونه ډالره دی. بې له شکه دا په نړۍ کې تر ټولو قیمتي ونه ده چې په عربي کې "عود" او په انګلیسي کې ("Agerwood" اجرعود) بلل کیږي.
د عود تر ټولو نایابه ډول "کینام" دی چې په نړیوال بازار کې د یو کیلو ګرام بیه نهه میلیونه ډالره ده، څه موده وړاندې په شانګهای کې دوه کیلوګرامه کینام په ۱،۸ میلیونه ډالره وپلورل شو.
عموما، د عود بیه د استخراج په مقدار پورې اړه لري چې په یو لیټر يې 80,000 زره ډالره پلورل کیږي.
د دې تر څنګ یې يو 1 کيلو پوستکی له( ۲۰۰ تر ۵۰۰۰ ) زرو ډالرو پلورل کېږي.
پوښتنه دا ده چې په دې ونې کې څه شی دی چې جاپاني پانګه اچوونکي د دې لپاره دومره پیسې ورکوي؟
عود هغه ونه ده چې په بودیزم، هندویزم او اسلام کې مذهبي حیثیت لري.
په کوم ځای کې چې د هندوانو په مذهبي کتاب رګویدا کې ذکر شوی دی، داسې شواهد شته چې د حضرت یوسف (ع) په زمانه کې دا لرګي له هند څخه راوړل شوي وو او د عطرو لپاره کارول کیدل.
په حدیث شریف کی راغلی دی چی دا عطر عود « باید وپیژنئ ځکه چی 7 اووه ډوله شفا ورکونکي دي ».
هغه نېکمرغه کسان چې د بیت الله د زیارت، شرف یې ترلاسه کړی وي د حرم په فضا کې به یې له زړه دا بوی احساس کړی وي.
دا بوی د کعبې شریفې په احاطه او د حجرالسود ( تورې تیږې )پر مخ هم لګیږي.
عود د نړۍ یو له خورا قیمتي عطرو څخه شمیرل کیږي چې یوازې د عربو شهزادګانو او بډایه خلکو لخوا کارول کیږي.
که موږ د دې ونې د درملو ګټو په اړه خبرې وکړو، د هغې اغیزمنتوب حیرانتیا لري.
د ملا درد، پړسوب، بدهضمي او سرطان لپاره ګټور دی. عود پوستکي دانو لپاره مؤثر دی.
ژباړه عمر
د نړۍ په کچه د عود غوښتنه ورځ په ورځ زیاتیږي.
اوس مهال یې نړیوال بازار کې بيه ۳۲ میلیارده ډالره دی چې په راتلونکو اتو کلونو کې به دوه برابره شي.
آخر څه وجه ده چې له دومره ګټو سره سره د دې ونې تقاضا نه پوره کېږي؟ په ساده الفاظو کې، د دې لامل د عود محدود تولید دی. 🙏
#Farmer #Afghanistan #کرنه #زراعت #کشاورزی #باغداری
#