پر انټرنيټ روږدی کېدل؛ علایم او حللارې

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 05, 2020
5 years ago
4,216 views
پر انټرنيټ روږدی کېدل؛ علایم او  حللارې

د ټيکنالوژۍ چټک پرمختګ دې ته اړ کړي یو، چې وخت نا وخت انټرنيټ ته مراجعه وکړو. له تازه پېښو، تحولاتو، پرمختګونو، انکشافاتو او علمي لاسته راوړنو څخه د خبرېدو لپاره کوښښ کوو، چې فیسبوک او نورو خبري ويبسايټونو ته داخل شو. 
 همدارنګه په لرې هېوادونو کې د ملګرو او کورنۍ د غړو احوال اخیستل هم ددې سبب شوی، چې له انټرنيټ سره وصل شو. ددې ترڅنګ ځينې نور عوامل هم شته، چې موږ له انټرنيټ سره تړلي ساتي.
 انټرنيټ سره دومره ډېر تړاو ددې سبب شوی، چې موږ پرې روږدي شو. همدې چارې ګڼ شمېر ټولنيز او روغتيايي ستونزې زېږولي دي.
 موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې، چې تاسو ته پر همدې موضوع وغږېږو او وضاحت درکړو. 

 انټرنيټي اعتیاد څه ته وایي؟ 
 که تاسو له انټرنيټ څخه ډېره ګټه اخلئ، دا پر انټرنيټ د روږدي کېدو معنی نه لري، تر هغې چې له انټرنيټ څخه ګټه اخيستنه ستاسو ورځنۍ چارې له خنډ سره مخ نه کړي، پر انټرنيټ روږدي نه يئ. خو که تاسو له انټرنيټ څخه د ډېرې ګټې اخيستنې له کبله خپل وخت ضايع کوئ دا پرته له شکه ډېر زیان لري.
 په ټوليزه توګه کولای شو، انټرنيټي اعتياد په مختلفو برخو وويشو، مشهور یې عبارت دي له:
 ـ پر آنلاین ګيمونو روږدي کېدل (لکه پبجي او ځينې نور)
 ـ د اطلاعاتو ډېر لټون
 ـ په غير اخلاقي ویډيوګانو پسې لټون
 ـ آنلاين خریداري کول، یا هم قیمار
 ـ ټولنيزو رسنيو باندې روږدي کېدل (فیسبوک، انسټاګرام او ...)

 د انټرنيټي اعتياد علایم څه دي؟
 پر انټرنيټ د روږدي کېدو نخښې او علايم کولای شوو په دوو ډلو (جسمي او روحي) تقسیم کړو.

 روحي علایم
 ـ خفګان
 ـ دروغ ويل
 ـ د ګناه احساس کول
 ـ وېره
 ـ له انټرنيټ څخه د کار اخيستنې په وخت کې د خوښۍ احساس کول
 ـ د کاري لومړيتوبونو په پېژندلو کې ستونزه 
 ـ يواځېتوب
 ـ د وخت ارزښت ته پاملرنه نه کول
 ـ له کار کولو څخه ډډه

 جسمي علایم
 ـ د ملا درد
 ـ سر درد
 ـ بې خوبي
 ـ نامناسبه تغذيه
 ـ د ورمېږ درد
 ـ د سترګو د دید ستونزه
 ـ د وزن ډېروالی یا کمښت

 حللاره
 تر هر څه لومړی باید تاسو ومنئ چې پر انټرنيټ روږدي یئ. که تاسو دا خبره نه منئ نو هېڅکله یې د حل لپاره اقدام نه کوئ. که څه هم یوه ځانګړې درملنه ددې ستونزې لپاره نشته مګر ځينې لارښوونې ستاسو مرسته کولای شي. 

 ۱. قوي اراده
 تاسو باید قوي اراده وکړئ، چې د انټرنيټ کارول به کموئ. همدا تر ټولو ښه لاره کېدای شي. مګر باید بدیل ولرئ که تاسو انټرنيټ نه کاروئ نو څه به کوئ؟ تر ټولو ښه خبره دا ده، چې د انټرنيټ وخت مو مطالعې ته ورکړئ. 

 ۲. ځان بوخت کړئ
 کوښښ وکړئ ځان بوخت وساتئ. مطالعه، د کور کارونه، له ملګرو سره لوبې، تفکر، چکر او ځينې نورې لارې چارې تاسو ډېر بوخت ساتلی شي. 

 ۳. مهالوېش جوړ کړئ
 دا باید ومنو، چې د انټرنيټي اعتیاد څخه ژر خلاصون اسانه خبره نه ده. نو باید د یو مهالوېش په درلودلو سره د انټرنيټ کارول په تدريجي توګه کم کړئ. 

 ۴. له کورنۍ سره وخت تېر کړئ
 له کورنۍ سره د وخت تېرول یوه ښه لاره ده، چې تاسو له انټرنيټ څخه لرې اوسئ. هڅه وکړئ خپل ډېر وخت له کورنۍ، مور او پلار، مېرمنې او ماشومانو سره تېر کړئ. 

Related Articles

Jun 02, 2023
1,527 views

د حیواناتو غوصه

‏د اوښ ضد  وروره ډیره احتیاط کوه د اوښانو له منځه ددغه اوښ تر نظر لاندی یی ستا راتګ تعقیبوی !! یو عرب کیسه کوي چې ،یوه ورځ مې د اوښانو له منځ یو اوښ خرابي وکړه ، ورته په قهر سوم  سزا مې ورکړل او سخت مې تهدید کړ، د یو څو ورځو لپاره ارام و او هیڅ غلط...

Jul 08, 2023
1,745 views

برق یا بریښنا نیونکی سره مرسته

اړین لارښود :قدرمنو ملګرو که چیرته ستاسو په شتون کې کوم کس د بریښنا د نیولو له کبله بې هوښه شو نو لاندې عکس ته په کتو باید همدا ډول مرسته وشي.۱: که چیرته د برق لین یې په وجود پورې نښتی و نو د یوه لرګي یا داسې ډنډې په واسطه چې برق پکې جریان ونکړي د بر...

Apr 03, 2021
7,797 views

رحمان بابا ته منسوب الحاقي شعرونه

ليکنه: عزيزالله مبارز رحمان بابا د خپل محبوبيت له مخې په پښتنو کې ډېر مشهور دی او شاعري يې د خلکو په خولو لکه د لنډۍ هسې جاري ده. د خلکو په خولو کې د رحمان بابا ځينې شعرونه او بيتونه مغالطه شوي دي، ځينې کلمې يې هم بدلې شوي دي او ځينې داسې بيتونه چې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,779 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,150 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,062 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...