To start downloading books

Please sign in or create an account.

Naseer Ahmad Noor 4 years ago 1,707
کوانټم کمپیوټېنګ (Quantum Computing)

کوانټم کمپیوټېنګ (Quantum Computing)

کوانټم کمپیوټېنګ (Quantum Computing)
کوانټم کمپیوټېنګ یو ډېر خطرناک او ویروونکی نوښت ښکاري سره د دې چې لا تر اوسه پورې په تحقیقاتي او څیړنیزو حالاتو کې موقعیت لري بیا هم ځینې څیړني نوموړی نوښت د تکنالوژي په برخه کې یو ډېر خطرناک او بې ساري نوښت ګڼي. نو راځو په دې برخه کې په دې هکله خبرې کوو چې کوانټم کمپیوټېنګ او کوانټم کمپيوټر څه شی دی؟  له اوسنیو کمپيوټرونو سره څه توپیر لري؟ ولې نوموړي کمپيوټرونه تر اوسه په تجارتي بڼه شتون نه لري؟

د کوانټم کمپيوټرونو ارزښت په دې کې دی چې نوموړي کمپيوټرونه له ۲ څخه په زیاتو قېمتونو کړنې تر سره کولای شي حال دا چې پخوانی کمپیوټرونه یوازې کولای شي په دوه قېمتونو (0,1) باندې کړنې تر سره کړي.

کوانټم کمپیوټرونه تر ډېره وخته یو علمي خیال ښکاريدلو اما په ځینو څیړنو کې په واقعي شکل سره د دې ډول کمپيوټرونو منځ ته راوړل ثابت شوي دي اما په دقیق ډول سره نه شو ویلای چې څه وخت او کومه کمپنی به وکولای شي چې د لومړي ځل لپاره نوموړي کمپيوټرونه په تجارتي شکل سره بازار ته وړاندې کړي. ګوګل، IBM او داسې نورې نړیوالې مشهورې کمپنی د کوانټم کمپيوټر په جوړولو کې ډېر قوي رقابت کې دي او ټولې یې هڅه کوي تر څو وکولای شي په دې برخه کې له نورو مخکې بازار ته لومړني کمپیوترونه وړاندې کړي. 

مخکې له دې چې د کوانټم کمپیوټرونو معرفت ته لاړ شم راځم د اوسنیو موجوده کمپيوټرونو د کار څرنګوالي باندې لږه رڼا اچوم او هغه نقطه ښکاره کوم چې له امله یې کوانټم کمپیوټرونو ته اړتیا لیدل کېږي.

اوسني کمپيوټرونه (له کوانټم کمپیوټرونو څخه مخکې کمپیوټرونه)

نن سبا ټول موجوده کمپیوټرونه که په هره برخه کې استفاده کېږي په باینري قيمتونو (0,1) باندې کړنې تر سره کوي مطلب دا چې هره کړنه او هر ډول ډېټا د 0 او 1 د ټولګو په شکل سره پيژني. د نوموړو باینري (0,1) ټولګو د تعبیر کولو او په دې باندې د عمل کولو لپاره ترانزیسټر ګیټونه استفاده کېږي چې هر ګېټ به خلاص (1) او یا هم بند (0) وي. له دې دوه حالتونو څخه بغیر بل هیڅ کوم حالت شتون نه لري.

څومره چې د نوموړو ترانزیسټرونو د ځای پر ځای کولو ټیکنالوژي پرمختګ کوي په هماغه اندازه د نوموړو ترانزیسټرونو سایز کمېږي او د پراسیس کولو ظرفیت یې پورته ځي دا چې د نوموړو ترانیسټرونو سایز اوس مهال تر ډیرې زیاتې اندازې پورې کم شوی دی داسې چې تقریبآ د څو څنګ په څنګ اتومونو شکل یې ځانته غوره کړی دی او د سایز د کموالي لپاره ډېر کم نور چانس شتون پکې لري بل طرف ته ورځ تر بلې د لوړ سرعت لرونکو کمپيوټرونو د منځ ته راتلو لپاره اړتیا لیدل کېږي تر څو وکولای شي ورځنی مغلقې او پیچلي ستونزي حل کړي نو د همدې ستونزې د حل لپاره ساینس پوهانو هڅه وکوله چې د کمپيوټېنګ او محاسبې یوه نوې تکنالوژي منځ ته راوړي تر څو وکولای شي له دوه قېمتونو څخه په زیاتو قیمتونو باندې کړنې تر سره کړای شي. 

په کوانټم کمپیوټېنګ کې د ساده بېټ پر ځای له کیوټېټ (Qubit) څخه استفاده کېږي او لکه څرنګه چې پخواني کمپيوټرونه د فزیکي نظریو پر اساس کړنې تر سره کوې نوموړی Qubit لرونکی کمپیوټرونه د مقناطیسي ساحې د تاوېدلو په اساس کړنې تر سره کوي او یو کیوبېټ به د پخوانیو کمپیوټرونو د ترانزیسټرونو خلاف د زیاتو بیټونو ممکن دوه بېټونو (01) ټولګه وي چې له دې امله به د نوموړو کمپيوټرونو د ډېټا د پراسیس کولو وړتیا ډېره زیاته وي. او ممکن د ډېټابېس سیستمونو څخه په یو وخت کې د ډېرې ډېټا د را اخیستلو،  مصنوعي ذکاوت (AI)  او د لوړ حجم لرونکو سافټویرونو د اجرا کولو لپاره به استفاده ورڅخه کېږي.

د بېلګې په توګه Lockheed martin پلان لري چې D-Wave کوانټم کمپيوټر د Autopilot سافټویر د اجرا کولو لپاره استفاده کېږي ځکه چې نوموړی سافټویر په اوسنیو پرمختللیو کمپيوټرونو باندې په ډېر سختی سره د اجرا کېدلو وړ دی. همدارنګه ګوګل پلان لري چې د سافټویرونو د ډیزاین په برخه کې له کوانټم کمپیوټېنګ څخه استفاده وکوي.

د یادونې وړ ده چې کوانټم کمپیوټېنګ د ډېټا د امنیتي کوډونو او کریپټوګرافي (Cryptography) د له منځه وړلو په برخه کې ډېر خطرناک ثابت شوي دي، ځکه نوموړي کمپیوټرونه د فوق العاده سرعت په لرلو سره کولای شي چې یو کود له بېلا بېلو ترکیبونو څخه په آسانی او کم وخت کې پیدا کړي، له همدې امله ډیری کمپنی په دې هڅه کې دي چې د کوانټم کمپيوټرونو له تجارتي کېدلو څخه مخکې باید دوی د ډېټا د شکل د تغیرولو (Encrypt) کولو لپاره نوي الګورېتمونه منځ ته راوړي تر څو په آسانی سره د له منځه تللو او ماتیدلو وړ نه وي.

ګوګل ادعا کوي چې دوی داسې یو 52  کیوبېټ (Qubit) پروسیسر لرونکی کوانټم کمپیوټر ډیزاین کړی چې کولای شي (Random Sampling) محاسبه په ۳ دقیقو او ۲۰ ثانیو کې تر سره کړي حال دا چې د نړی تر ټولو لوړ سرعت لرونکی سوپر کمپیوټر چې IBM جوړ کړی دی، کولای شي چې نوموړې محاسبه (Random Sampling) په 10000 کلونو کې تر سره کړي!!! 

Related Articles

ايا سيوری وزن لري؟!!

ايا کله مو فکر کړی دی چې سيوری (سايه) وزن لري او که نه؟ که څه هم تاسې به وايئ چې دا څه ډول ساده پوښتنه ده، خو کېدلی شي چې د سيوري وزن معلوم شي، او دروندوالی یې وښيوو.خو خبره دلته ده، چې هغه جسم چې سیوری په هغه پروت وي د تللو وړ دی، د مثال په توګه يو څو موارد له نظره تېروو، په دې خو پوهېږو چې نور د انرژي لېږدونکی دی، د بېلګې په توګه کله چې نور په يو...

د منټو لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی ځينې لیکوال د یو ځانګړي سبک، خاصیت او تګلارې پر مټ ډېر ستر نوم او شهرت پیدا کوي. د منټو د قلم تېره او بېباکه څوکه ددې سبب شوه، چې نوموړی ډېر خلک وپېژني. هغه تل حقایق ویل. که څه هم ځينې وخت دا مسئله ورته جنجالي کېده؛ خو د هغه همدا تګلاره وه، چې حقیقت ووایي، که هرڅومره تریخ هم وي. تاسو به ددې لیکنې تر پایه د "منټو" د ژوند او هنر...

وچه مېوه

لیکنه ـ وړانګه اکبر   وچه مېوه هغه مېوه ده چې په کې د شته اصلي اوبو ډېری برخه یې یا په طبیعي ډول یا د لمر د وړانګو په واسطه او یا دځانګړو وچوونکو ماشینونو په کارولو سره له مېنځه وړل کېږي. وچه مېوه د کارولو له مخې یوه اوږده مخینه لري او له میلاد څخه میلیونونه کاله وړاندې کارول کېده او څرنګه چې خوږ خوند،مغذي ارزښت او د ساتلو اوږد عمر لري نو ځکه د ډ...

Recommended Articles

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....