د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

K
Ketabton
Author
Jul 08, 2020
5 years ago
15,504 views
د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو. 

د حافظې د قوي کېدلو څو لارې 

ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي معلومات په موقته توګه ساتل کېږي. کله چې د یوچا نوم او یا هغه پته واورئ چې غواړئ لاړ شئ، دغه معلومات ستاسو فعاله حافظه تر هغه وخت پورې ساتئ چې له دغه معلوماتو سره مو کار خلاص شي؛ که دغه معلومات له دې زیات تاسو ته په کار نه راتلل هغه وخت بیا اوږد مهاله حافظې ته نه سپارل کېږي؛ خو که دغه معلوماتو ته بیا اړتیا وي اوږد مهاله حافظې ته سپارل کېږي.

فعاله حافظه هغه څه ده چې هره ورڅ ترې استفاده کوو، که پیاوړې وي ورځنی ژوند مو ډېر راحت کولی شي. 

ذهن ته نومونه وسپارئ: ذهن ته د نومونو سپارل سربېره پر دې چې ذهن ته ډېره ګټه لري بلکې د ژوند له پاره ګټور دي؛ ځکه چې زیات خلک د نمونو په یادولو کې ستونزه لري. ‌ذهن ته د نومونو سپارلو زیاتې لارې شته؛ لکه د خلکو نومونه د حیواناتو او یا اعدادو سره یوځای کړئ، هر وخت چې د هغه حیوان، عدد او یا بل څه نوم واخلئ هغه نوم مو ذهن ته راځي.

د حافظې د بیا روغتیا له پاره ورزش وکړئ: د موږک او انسان پر حافظو باندې شویو څېړنو ښودلې ده، چې منظم تمرین حافظه بیا پیاوړې کوي. د تېرعمره خلکو د حافظې کمزوي کېدلو په پرسه کې دا ثابته شوې چې د فټنس ورزش مرسته کوي د ذهن دکمزوري کېدلو پروسه سسته کړي، هغه هم له منظم او دوامداره تمرین پرته. څېړنې ښيي چې منظم تمرین کولی شي په ځانګړې توګه ځایي حافظې ته ګټوره وي. پرهمدې اساس امکان لري د هر ډول حافظې د بیا پیاوړتیا له پاره کټور نه وي. 


ځينې لوبې تمرين کړئ: ډېرې غوره لوبې شته چې تاسو کولی شئ له هغو څخه د خپلې حافظې په پیاوړتیا کې استفاده وکړئ؛ لکه جدول، سطرنج او نور… دا لوبې له تاسو سره مرسته کوي چې فکر مو یوه ځای ته متوجه کړئ او زیات تمرکز وکړئ.


ډېر ويده شئ چې حافظه مو ثابته شي: منل شوي دلایل شته چې ښيي د حافظې له پاره خوب له ډېرو اړينو عناصرو څخه یو عنصر دی. حافظه ده چې تر ډېره د خوب په واسطه آرامېږي، نو ښکاره ده چې زموږ ‌ ذهن بغییر له پوره خوب څخه نه آرمېږي. د بې خوبۍ پر سبب سردرد کېږو، تر دې چې کوچينۍ پړموښۍ هم کولی شي حافظې ته ګټه ورسوي.
هره ورځ ذهن ته ډېر مهم او جدي معلومات سفارل: هره ورځ ډېر مهم خبرونه او د هغه اړوند معلومات په هماغه ورځ په خپله حافظه کې ثبت کړئ؛ دغه کار د حافظې پر پیاوړتیا زیاته اغېزه لري، ځینې وخت تاسو کولی شئ د معلوماتو پرځای د هغه مفهوم واخلئ.
له کوره بهر چې له کومو اړینو پېښو سره مخ کېږي ويې لیکئ او بیا يې په کور کې تکرار کړئ ترڅو ذهن مو دا معلومات ذخيره کړي.

طبیعت ته لاړ شئ: د حافظې د پیاوړتیا له پاره ځینې طبیعي درمل ډېر غوره درمل دي. پخواني درمل د مغز او عصبي سیستم کړنې تقویه کوي.
 رزماري هغه بوټی دی چې د حافظې په پیاوړتیا کې مرسته کوي. 

خپل موټر پیدا کړئ: د موټرو په یوه لوی تم ځای چې له موټرو څخه ډک وي فکر وکړئ. پام وکړئ چې له کوم حالت سره مخ کېږئ؛ آیا په آسانۍ سره کولی شئ خپل موټر پیدا کړئ او که حیران او سرګردانه کېږي؟ دا کار په ځلونو ترسره کړئ او هر ځل په تېزۍ سره خپل موټر پیدا کړئ. 


ګلونه بوی کړئ: شاید تاسو ته نادیده معلومه شي؛ خو داسې ګلان شته چې په بویولو سره یې حافظه پیاوړې کېږي؛ لکه ګل‌زر 


یوه نوې ژبه زده کړئ: ستاسې د حافظې د پیاوړتیا له پاره بله غوره لار دا ده چې یوه نوې ژبه زده کړئ. دوه کټې به وکړئ یو به نوې ژبه زده کړئ او بل به مو حافظه پیاوړې شي، چې دومره ستونزمنه هم نه ده. 
د ژبې په زده کولو کې له تاسو سره فلمونه، ډي وي دي او نور خدمتونه مرسته کوي.

Related Articles

Feb 09, 2023
1,392 views

د مینې میاشت

د مینې میاشت عمران اختر البته، د هرې بلې موضوع په پرتله د مینې په اړه ډیر څه لیکل شوي، د مینې په اړه د شعرونو نه ختمیدونکي بهیر، ډرامې او فلمونه او کتابونه شتون لري چې په هره برخه کې د مینې جلا جلا مفاهیم روښانه شوی دي. په اصل کې مینه صبر ده، مینه...

Jun 23, 2021
3,158 views

د اوبو روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی اورېدلي به مو وي، چې اوبه یعنې ژوند. خو د افغانستان په څېر هېواد کې، چې د څښلو ډېرې پاکې اوبه لري د اوبو پر قدر پوهېدل سخت دي. په هغو سیمو کې چې د اوبو له کمښت سره مخ دي، خلک اوبو ته په ځانګړي اهمیت قایل دي. باید ووایم چې زموږ اص...

Jun 02, 2023
1,836 views

(مکه مکرمه ساعت برج (ابراج البیت

#دمـکه  مکرمه_ساعت  دغه ساعت دعربستان مکه مکرمه  ښار کې بيت الله شريف  مسجد الحرم ته نږدې  دابراج البیت په نوم برج باندې واقع دی.چې دغه یو هوټل دی او ددغه دپاسه دغه ساعت واقع دی.دغه هو ټل د ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت جوړ شوی.او ټول ددرآمد پیسې یې په...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,411 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,067 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,812 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...