To start downloading books

Please sign in or create an account.

کوم ډول خلک زمونږ رښتيني ملګري دي؟

کوم ډول خلک زمونږ رښتيني ملګري دي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په ټولنيز ژوند کې ټول انسانان د نورو همکارۍ ته اړ دي. دغه خلک د کورنۍ، کلیوالو، وطنوالو او یا هم د دوستانو په شکل له موږ سره د ژوند په چارو او فعالیتونو کې همکاري کوي، تر څو په ګډه له ژونده خوند واخلو او پرمختګ وکړو. 

که حقیقت ومنو نو له همدې خلکو پرته ژوند ډېر ستونزمن او آن ناممکن دی. په ځانګړې توګه د ملګرو درلودل د هر انسان لپاره ډېر اړین دي. مګر ځینې خلک بیا له ملګرو شکایت لري. پوهېږئ ولې؟ ځکه چې دوی هغه خصوصیات نه پېژني، چې یو څوک پرې حقیقي ملګری ګڼل کېږي.

حقیقي ملګري څوک دي؟

که تاسو هم نه پوهېږئ، چې حقيقي ملګري څوک دي، نو مه خفه کېږئ. موږ یې درته وايو. تاسو لومړی خپل یو ملګری نظر کې ونيسئ او لاندې خصوصیات په پوره غور سره ولولئ!

۱ ـ ملګری هغه څوک دی، چې په سختو حالاتو کې ستاسو ترڅنګ وي.

۲ ـ ملګری هغه څوک دی، چې تل مو ښو او نېکو کړنو ته هڅوي. 

۳ ـ ملګری هغه دی، چې تاسو ته تل رښتيا وايي. 

۴ ـ ملګری هغه دی، چې تل له تاسو مشورې اخلي او هم تاسو ته نېکې مشورې درکوي. 

۵ ـ ملګری هغه څوک دی، چې ستاسو په نه شتون کې له تاسو ملاتړ کوي.

۶ ـ ملګری هغه څوک دی، چې د نورو په مخ کې ستاسو شخصيت ته خاصه پاملرنه کوي.

۷ ـ ښه ملګری هغه څوک دی، چې د ستونزو په وخت کې ډاډ درکوي. 

۸ ـ ملګری هغه څوک دی، چې تاسو ته تر ټولو ارزښمتن څیز (وخت) درکوي.

۹ ـ ملګری هغه څوک دی، چې د ستونزو په وخت کې پر هماغه ډاډه یئ! 

۱۰ ـ ملګری هغه څوک دی، چې په شتون یې تاسو مثبت اړخ ته بدلون کوئ.

اوس وګورئ، چې له پورته ذکر شوو ځانګړنو یې څو ستاسو په ملګري کې موجود دي. که د موجودو ځانګړنو شمېر له "۶" ښکته و، نو دا کس مو حقيقي ملګری نه دی. یوازې یو پېژندګلو دی. خو که د خصوصیاتو شمېر له "۶" پورته و، نو دا کس مو حقيقي ملګری دی. ویې پالئ!

وروستۍ خبرې

لکه څنګه چې تاسو د حقیقي ملګرو په اړه پوهېدل غواړئ، همداسې نور خلک هم غواړي، چې رښتيني ملګري ولري. نو تاسو هم باید پورته ذکر شوي ځانګړنې په خپل ځان کې راولئ ترڅو د نورو وګړو حقيقي ملګري اوسئ. څه چې خپل ځان ته غواړئ نورو ته یې هم وغواړئ!

Related Articles

چالش های مردمسالاري و حقوق بشر

چالش های مردمسالاري و حقوق بشر مصطفی عمرزی حقوق بشر،‌ یک مولفه ی مهم است. اين مولفه، خيلي انساني ست. تامين و برآورد اهداف  آن بر هر انساني، لازم است. شايد اين مولفه با شهرت خلق آن در غرب، موافق میل بعضی از منتقدان و دگم انديشان شرق و مسلمانان نباشد. از اين اشاره نبايد ناراحت شد؛ هرچند  مفكوره ي حقوق بشر با ظهور ادیان و فلاسفه، قرن ها قبل از خلق ن...

د څو ډوله درملو استعمال تاوانونه - زړه

دا درمل به د لاندې نورو درملو سره په احتياط سره وکاروئ!!! ‎> هیڅکله لاندی درمل لکه→ Azithromycine ‎له انتی هیستامین درملو لکه → Cetrizine  ‎سره یوځای مه کاروۍ ځکه چی د سینی د شدید درد او زړه د حرکاتو د بی نظمۍ سبب کیږی. ‎> هیڅکله د سټاټین درمل لکه →Atovastatin→Rosvastain→Simvastatin ‎له فیبریک اسید درمل لکه → Gemifibrozil ‎سره یوځای ناروغ ته ن...

څو جملې څو کتابه (۴)

انسان ته کله ناکله داسې یوه کړنه، حادثه او یا وینا ورپېښه شي، چې فکر او ژوند ته یې مثبت بدلون ورکوي. البته دا داسې کړنه، پېښه او یا وينا وي، چې قوي اغېز لري او انسان ته لوی درس ورکوي. د نړۍ لویو فاتحينو له یو کوچني مېږي د همت او مېړانې درس اخیستی، همدارنګه د مېرویس نېکه فکر ته د هغې د مور څو جملو بدلون ورکړ او خلک یې له ظلم وژغورل، د مېوند بایللې ج...

Recommended Articles

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...