طنز یوازې ټوکه نه ده، شعار نه دی، ساعت تېري هم نه ده او خبر هم نه دی، بلکې د سمون په موخه د نقد داسې ژبه ده چې روایت او کرکټرونه یې انساني دي

طنز یوه عربي کلیمه ده چې د مکیز نخرو او ناز مانا لري او طناز هم له همدې کلمې څخه اخېستل شوی، چې زړه وړونکي او مکیز کوونکي مانا لري.

په ادبیاتو کې بیا طنز د ټولنیزو او اخلاقیزو عیبونو او فسادونو برملا کولو ته وايي، چې په رمز، کنایه او ناز ویل یا لیکل کیږي.

سالتیکف شچدرین وایي(خندا یوه ډیره زوروره وسله ده ځکه هیڅ شی د طنز په پرتله نه شي کولای ولس د ټولنې په عیبونو او نقصونو پوه کړي)

خو په پښتو ژبه کې طنز ډیر کله د پوزې خندا، ترخه خندا او د زهرجنې خندا په ماناګانو راغلي.

طنز یو هنر دی او طناز د دغه هنر څخه په ګټنې د ټولنې ناخوالي، بد دودنه او رواجونه د زهرجنې خندا په ژبه منعکسوي که څه هم طنز په ظاهر کې د خلکو په شنډو مسکا نڅوي؛ خو په حقیقت کې د دغه خندا تر شاه خپګان او افسوس پروت وي؛ داسې لکه د چاکلیټو په منځ کې شین مرچ او د اوښکو سره خندا!

په همدې اساس درایدن انګریز شاعر او منتقد وايي، (د طنز پایله د عیبونو او کمبودیو سمون دی)

طنز په تیز لید سره عیبونه پیدا کوي د هغوي د سمون لپاره هڅه کوي او پرې ملنډې وي خو هغه کارونه یا لیکنې چې موخه یوازې مسخرې او خندا وي هزل ورته ویل کیږي.

ليکنه – عبدالوکيل حليمي