To start downloading books

Please sign in or create an account.

هشټګ څه شی دی او ولې کارول کېږي؟

هشټګ څه شی دی او ولې کارول کېږي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په دې وروستيو کې به تاسو هم بېلابېل هشټګونه لیدلي وي؛ په امریکا کې د تورپوستو په ملاتړ، په مقبوضه پښتونخوا کې د پي.ټي.ام په ملاتړ او اوس ـ اوس په افغانستان او کوزه پښتونخوا کې د پاکستان ضد هشټګونه تر سترګو کېږي. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع مفصلې خبرې شوي دي؛ د لیکنې تر پایه به په دې اړه لا ډېر پوه شئ. 

 

هشټګ څه ته وايي؟

هر کله چې ټولنیزو رسنیو (فیسبوک، ټويټر، لینکدین او ...) ته سر ور ښکاره کوو، نو له بېلابېلو هشټګونو سره مخ کېږو. په اوس وخت کې اکثرو ټولنیزو رسنیو ـ چې په خلکو کې محبوبیت لري ـ دا ځانګړنه جوړه کړې ده. دا چاره د هش (#) علامې په مرسته ترسره کېږي، نو ځکه ورته د "هشټګ" نوم ورکړل شوی دی. ددې په مرسته د ټولنیزو رسنیو کاروونکي پر دې توانېږي چې موضوع بارزه کړي او د خلکو پام ور واړوي.

 

هشټګ چا رامنځته کړ؟

د لومړي ځل لپاره دا نظریه د ګوګل کمپنۍ یوه پخواني کارکوونکي (کریس مسینا ـ Chris Messina) له لوري رامنځته شوه. هغه په "۲۰۰۷م" کال کې د #Barcamp په نوم هشټګ په ټويټر کې خپور کړ. بیا را وروسته په "۲۰۱۰م" کال کې د هشټګ (Hashtag) کلمه د اکسفورډ په وييپانګه (قاموس) کې ځای پر ځای شوه.

 

له هشټګ نه څنګه ګټه واخلو؟ 

تر هرڅه لومړی باید ووایم، هرڅوک کولای شي یو هشټګ رامنځته کړي. مګر ټول هشټګونه د پام وړ نه ګرځي. یوازې او یوازې هغه هشټګونه د پام وړ شي، چې ډېر خلک یې وکاروي. او په یو ټرینډ بدل شي. ددې لپاره چې ښه هشټګ رامنځته کړو، مهمه ده لاندې ټکو ته پام وکړو.

 

  • هشټګ د "#" په ايښودلو پیل کړئ. که ستاسو هشټګ یوه کلمه نه وي، کولای شئ ترمنځ یې Underline کېږدئ. مثلا: #موږ_سوله_غواړو.
  • که کلمه یا جمله په "#" علامې پیل نه شي، پر هشټګ نه بدلېږي. 
  • که د جملې په سر کې د هش "#" علامه کېږدو او د نورو د کلمو ترمنځ د "_" علامه نه وي، نو یوازې هماغه د پیل کلمه په هشټګ بدلېږي. مثلا: #موږ سوله غواړو
  • په پورتنۍ بېلګه کې به فقط "موږ" پر هشټګ واوړي. نو اغېز به یې هم تقریبا هېڅ وي.  
  • که هشټګ مو په انګلېسي وي. نو هڅه وکړئ، د هرې کلمې لومړی توری لوی ولیکئ. مثلا: #SanctionOnPakistan او همداسې نورې بېلګې هم جوړولای شئ.
  • که جمله د هشټګ په توګه کاروئ نو هڅه وکړئ، چې د کلمو ترمنځ د فاصلې (Space) له راوړلو ډډه وکړئ. یا ټولې کلمې پرته له فاصلې ولیکئ او یا هم "_" علامه وکاروئ. 
  • همدارنګه د جملې د بېلابېلو برخو ترمنځ ټکی "." هم باید و نه کارول شي.

 

باید ووایم، چې د هشټګ لپاره د ټولو ټولنیزو رسنیو اصول یو ډول نه دي. هره شبکه ځانته خپل اصول او ځانګړنې لري؛ خو دا یو حقیقت دی، چې په ټویټر او انسټاګرام کې هشټګ تر فیسبوک ډېر اغېزمن دی او ډېر ژر د کاروونکو د پام وړ ګرځي.

Related Articles

غازی امان الله لور شهزادګی وفات شوه

‏د غازي امان‌الله خان لور شهزادګۍ هندیه د ۹۵ کالو په عمر د ایټالیا هیواد  پلازمېنې روم کې وفات شوه. شهزادګۍ هندیه په ۱۲۲۹ز کال کې هغه مهال زېږېدلې وه، چې غازي امان‌الله خان او مېرمن یې ملکه ثریا د هند په ممبیي ښار کې د جلاوطنۍ ژوند کاوه، وروسته بیا ایټالیه ته ولاړه.هغه د شاه امان الله او ملکې ثریا په اولادونو کې تر ټولو کشره وه. لور یې (ثریا ملک)...

خدیجي ولې ځان وژنه وکړه؟ (لومړۍ برخه)

خدیجي ولې ځان وژنه وکړه؟ ناچاپ ناول (لومړۍ برخه) مونږ په کوزه پښتونخوا ( پېښور) کې اوسېدلو. مشر ورور مې په نهم صنف کې ؤ او زه په څلورم صنف کې وومه، هر سهار به مکتب ته مشر ورور سره مې تللم.زمونږ هلته پېښور کې د خوراکه فروشۍ دوکان ؤ، پلارجان او مشر ورور به مې هغې کې مصروف ؤ او ورځینې ژوند به مو روان ؤ.یو وخت د هغې ځای حکومت د مهاجرو پسې راواخېسته، ا...

د بنجامین لنډ ژوندلیک

ژباړه ـ ریاض مقامزی  د بعضي هېوادونو پر پیسو د ځینو مخورو شخصیتونو انځورونه وي او ددې معنا دا ده، چې یاد کس خپل هېواد، ولس، نړۍ او یا بشریت ته لوی خدمتونه کړي دي. یو له دې کسانو څخه "بنجامین" دی، چې د امریکايي ډالرو پر سلګون لوټونو (نوټونو) یې انځور چاپ شوی دی. تاسو به په دې لیکنه کې نوموړی په بشپړ ډول وپېژنئ. د فرانکلین لنډ ژوندلیک د امریکا د...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...