ایا ماشوم ته شیدې ورکول د مور ښکلا کموي؟

S
Shamshad Zaheer
Author
Jul 16, 2020
5 years ago
5,986 views
ایا ماشوم ته شیدې ورکول د مور ښکلا کموي؟

د مور شیدو کې هغه انتي باډې موجود دي چې ماشوم ته د ویروس باکتریا په مقابل کې مقاومت ورکوي. د ماشوم مقاومت د ځینو مرضونو په وړاندې لکه ساه ‌‌‌‌‌‌‌ډوبي، حساسیت او یا د جلدي مرضونو په وړاندې تقویه کوي، او هغه ماشومان چې د مور شیدې روي، د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې ‌‌‌‌‌‌ډیر لږ ناروغېږي. مثلاً دوی اسهال کیږي نه، د غوږونو مکروب نه لري او همدا راز د تنفسي سیستم د امراضو نه بچ وي.
د مور شیدې ټول غذایي مواد، چې ماشوم لپاره اړین دي لري . د مور شیدې د کوچني وزن نورمال ساتي ، دماغي وده یې د نورو په پرتله پیاوړې کوي او همدغه شان ددې سبب ګرځي چې مور خپل عادي وزن بیرته تر لاسه کړي، او د امیدواریۍ په مهال چې یې وزن زیات شوی وي په کمه موده کې کم شي. د مور شیدې د رحم تقلصات زیاتوي او د مور رحم بیرته خپل نورمال حالت ته په طبیعی ‌‌‌‌‌‌‌ډول ستنیږي.

شیدی یوه میتابولیک پروسه ده چې کله د مور تی ستیمیولیت یا تحریک شې رحم کې تقلصات زیاتیږې چې هورمون د تولید سبب ګرځې همدا دی چې د ماشوم په پیدا کیدو سره اکثراً میندی شیدی لری او یا چې ‌‌‌‌‌‌ډیر سترس ولری یا مشکل ولادت دوه دری ورځې وروسته شیدی پیدا کیږې، شیدی ورکول لویه حوصله او وخت غواړی .
ځینې مېندې بچیو ته قصداً شیدې نه ورکوي، فکر کوي چې د دوی ښکلا ورسره کمېږي او وجود یې شړتېږي مګر داسې نه ده. ښځه که ددې تشویش لري، پس د ماشوم د زیږیدو نه دې لږ سپورتي تمرینات وکړي. د مور شیدې طبیعي پروسه ده. کله چې ماشوم د مور رحم کې قرار ونیسي ورسره سم د مور وجود کې شیدې جوړولو هورمون فعالیت کوي. او د ماشوم د رودلو سره نورې شیدې تولیدېږي. پرولکتین هارمون د مور شیدې تولیدوي،په لومړیو ورځو کې شیدیې د ‌‌‌‌‌‌ډیرو انتي بادي او ‌‌‌‌‌‌ پرولکتین هورمون درلودونکې وي چې ماشوم ته ‌‌‌‌‌‌ډیره ګټه رسوي. همدا رنګه د تایروید هورمون او د حجراتو د لویدو هورمون چې ایپیدرمل ګروتفکتور نومیږي د مور په شیدو کې موجود ددي، کوم چې د ماشوم په هاضمه سیستم کې ‌‌‌‌‌‌ډیر فعال وي او په وینه کې هم پیدا کیږي.
د ماشوم له زېږولو سره د ښځې وجود هورمونونه غیر نورمال کېږي. د ماشوم تی رودل بېرته د هورمونونو بیلانس برابروي او د مور د وجود پړسوب ، سترس او نورې نیمګړتیاوې ورو ورو ختمېږي. د مور او ماشوم اړیکه ‌‌‌‌‌‌ډیره پیاوړې کیږې، ځکه د زیږیدو نه وروسته دا مهمه ده چې ماشوم د مور سره پوستکې بدني تماس ولري. ځکه د مور تودوخه ماشوم ته ‌‌‌‌‌‌ډیر سکون ورکوي او ماشوم مینه ناکه وې. پو‌‌‌‌‌‌ډري شیدو څیړنه ‌‌‌‌‌‌ډیره اوږد مهاله ده او عین د مور شیدو فارمول دی خو د نورو ګټو لپاره ښه ده چې د مور شیدې وڅکي ځکه دمور شید پاکې هم وي. بوتلي شیدو لپاره باید ‌‌‌‌‌‌ډېر نظافت مراعات شي، ددې په خاطر چې شیدی خپله یو ‌‌‌‌‌‌ډیر مناسب محیط دی چې مکروب پکې وده وکړي. 
عجبه دا ده چې ساینس اوس دا خبرې ثابتوي مکر قران کابو څوارلس سوه کاله مخکې مېندو ته امر کړی چې تر دوه کلونو دې اولاد ته شیدې ورکړي چې دغه دوه کلنه دوره کې د ښځې وجود بېخي نورمال کېږي. ددې تر څنګ ماشوم ته شیدې ورکول مور ته سکون وربخښي. کله چې مور ماشوم غېږ پورې نیسي د ماشوم اروایي حالت کافي ګټه رسېږي. د مور شیدې یواځې ګټې لري ، ځکه پاک وي او د ټولو ویټامینونو درلودونکې وي، ځینې میرمنې په لومړیو درېیو ورځوکې شیدې نلري یا د عملیات له کبله یا د سترس له کبله خو کله چې ماشوم د مور د تي په رودلو شروع وکړي ، د مور د وجو هورمونو تحریکېږي او د شیدو تولید سبب ګرځي. مهمه ده چې مور مایع لرونکي خوراک وکړي، او د چای څکلو نه ډډه وکړي، ماشوم ته هم تور یا شین چای ورنکړي، ځکه چاې کې هغه کیمیاوي مواد دي چې د ماشوم نمو کموي او بیخوبه کوي یې. کفیین داسې ماده ده په چای کې، چې خواص یی د نیکوتین یا د سګرتو پشان وي او ماشوم پرې روږدی کیږي. که په ګرمو ځایو کې اوسیږئ کولای شئ ماشوم ته لږ وخت وروسته پاکې اوبه ورکړئ.
  
د پو‌‌‌‌‌‌ډري شیدو احتمالي خطرات: 
که څه هم اوس تکنالوجي ‌‌‌‌‌‌ډیره پرمختللې ده او د مور شیدو او د فارمولا شیدو فرق دومره نشته خو بیا هم هغه ماشوم چې پو‌‌‌‌‌‌ډري شیدي اخلي د هغه احتمال زیات وي چې چاغ اوسي ، ذهن یی ‌‌‌‌‌‌ډیر کنجکاوه نه وي، او د میتابولیکو مرضونو په وړاندې لکه شکر ساه لن‌‌‌‌‌‌ډې او جلدی امراضو په وړاندی لږ ضعیفه وي، د نس باد او درد لري ، د جلد وچیدل او د غوږونو مکروب یې زر نیسي. مور هم ورسره زر خپل وزن له لاسه نه ورکوي، د ‌‌‌‌‌‌ډیپریشن یا پوست نیتل ‌‌‌‌‌‌ديپریشن احتمال مور ته زیات وي، کیدای شي ژر حامله شي، او د تخمدان او یا د تي د سرطان سره مخ شي.
د مور د شیدو په هکله په قران کې په سوره بقره کې راغلي چې حتی که مور او پلار جلا شي یا طلاق واخلي نو ماشوم باید تر هغه مور سره اوسي تر څو چې شیدې څکي او پلار دې یې ورته نفقه برابره کړي. 
همدارنګه په سوره لقمان کې هم د مور د شیدو اهمیت بیان شوی دی. تی ورکوونکې مور یاید روژه ونه نیسي، د شیدو خور او ورور هم یوه مهمه اسلامي رشته ده ځکه حضرت محمد ص هم په ماشومتوب کې د خپل مور او د بي بي حلیمې څخه پاملرنه ترلاسه کړې وه. نو څرنګه چې ساینس د مور په شیدو ټینګار کوي هماغسی زمونږ اسلامی دین هم ورته ‌‌‌‌‌‌ډیر لوی اهمیت ورکوي.

Related Articles

May 04, 2021
2,338 views

ښاغلے ارواښاد ملک حاجی وصلي خان اُتمان خېل

د اتمان خېل قبیلې سر لښکر، د جرګو او مرکو مشر ښاغلے ارواښاد ملک حاجي وصلي خان په کال 1902 کښې په ضلع مهمند تحصیل امبار اُتمانخېل د لویه شاه په کلي کښې د ملک ظفر خان په کور کښې ځېګیدلے وۀ، د پلار نوم یې ظفرخان وۀ، د نیکه نوم یې محمودخان، د هغه دَ پلار...

Apr 06, 2021
3,031 views

چکچکې يا د لاسونو پړکول څه حکم لري؟

د خوشالۍ د حصول په وخت کې، د بل يا د ځان د کامیابۍ په صورت کې، د سم ځواب ورکولو په وخت کې د شاګرد د تشجیع او هڅونې لپاره، د ښې وينا په اورېدو سره د لاسونو پړکول ( چکچکې کول) څه حکم لري؟ ستر فقيه، شیخ محمد بن صالح العثیمين رحمه الله وايي چې په دې کار...

Jul 02, 2022
1,429 views

If you lack discipline, read this

1. Define a clear goal. Without a clear goal it is hard to define exactly what you want. Your mind doesn’t need an invitation to procrastinate. Begin to visualise what it is you really want. Writing down your goal will help to bring it into reality....

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,338 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,051 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,759 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...