د رومان لنډه پېژندنه

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 16, 2021
5 years ago
2,839 views
د رومان لنډه پېژندنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د ادبي ژانرونو پېژندنې په لړۍ کې تر دې دمه پر "لنډه کیسه او ناول" بحث شوی وو، مګر دا ځل مو هڅه کړې، چې تاسو ته د رومان په اړه یو څه معلومات چمتو کړو. د لیکنې تر پایه به د رومان په اړه کافي اندازه پوهه ترلاسه کړئ.

رومان (رُمان)

رومان په نثري ادبي ژانرونو کې یو مشهور ژانر دی. د رومان په اړه ویل کېږي، چې دا کلمه د فرانسوي ژبې ده. معناوې یې "خیالي داستانونه او یا هم د مينې کیسې" ښودل شوي دي. په ادبي اصطلاح او توضیحي توګه ویلای شو، رومان هغه نثري ادبي ژانر دی، چې په کمي لحاظ له ناولونو اوږده وي. په موضوعي اړخ کې یې ګڼ شمېر مسايل راتللای شي.  په رومان کې هڅه کېږي، چې بېلابېل موضوعات په هنري شکل وړاندې او منعکس شي.

په لومړيو وختونو کې رومان هرې هغې اوږدې کیسې ته ویل کېده، چې مضمون به یې مينه او رومانس و. خو په وروستيو کلونو کې رومان پراختیا ومونده. د ژوند هر ډول مسايل په کې ځای شول. د نورو کیسه ييزو ادبي ژانرونو په پرتله په رومان کې پېښېې په خورا مفصل شکل وړاندې کېږي. همدارنګه په رومان کې د پېښو، مکالمو او کریکټرونو شمېر ډېر زیات وي. د رومان د پراخې لمنې له کبله یو شمېر سترو لیکوالو دغه قالب ته مخه کړه، چې د دوی له منځه د "تولستوی، تیکېري، بلزاک، ډيکېنس او ... نورو نومونه د یادولو وړ دي.

د رومان ډولونه

دغه نثري ادبي ژانر د جوړښت او موضوع له پلوه پر بېلابېلو ډولونو وېشل کېږي. په لنډه توګه یې د ځینو ډولونو نومونه په لاندې شکل وړاندې کولای شو. 

د موضوع له اړخه

ـ ښوونيز رومانونه

ـ اجتماعي (Sociological) رومانونه

ـ رواني (Psychological) رومانونه

ـ محلي رومانونه

ـ نړېوال رومانونه

ـ تاريخي رومانونه 

د جوړښت او سبک له مخې

ـ مفکوروي 

ـ د شخصیت رومان

ـ د پېښو رومان

ـ روايتي رومان

 

مأخذ ـ د ادبپوهنې بنسټونه

Related Articles

Apr 08, 2021
5,179 views

د پروستات غُدې اړوند ناروغي!

پروستات ته په انګلېسي ژبه کې "Prostate" وايي. چې د "پروسټيټ" په شکل تلفظ کېږي. د نارینه وو په جنسي سیستم کې د مثل د تولید یوه اساسي غده بلل کېږي. ددې غدې حجم په سالمو وګړو کې چې عمر یې له ۵۰ کالو ښکته وي. د یوه چهارمغز په اندازه وي. چې وزن یې له "۰.۷...

Mar 24, 2022
3,411 views

د پرمختګ راز

څنګه کولی شو چی پرمختګ وکړو او خپل ژوند جوړ کړو؟ (بریالی شخصیتونه مختلفه کارونه نه ترسره کوی بلکی کارونه په مختلفو بڼو ترسره کوی) د ژوند جوړول او پرمختګ کول دا مانا چې ته خپل شخصیت او خپل ژوند ته د قدر په نظر ګوری. دا هغه لومړنی ګام دی چې تا ته دا...

May 13, 2023
1,657 views

سُرخاب بند - لوګر

۱۷. د سُرخاب بند - لوګر:دا بند د لوګر په محمدآغه ولسوالۍ کې پر سُرخاب سیند جوړ شوی. د ګوګل مپ انځورونو کې په ۳۴.۱۴۱۲۹۲ ، ۶۹.۲۲۰۲۷۲ د لیدو وړ دی. د دې سیند اوبه د لوګر له ختیځ غرونو سرچینه اخلي او په محمدآغه ولسوالۍ کې، د لوګر اصلي سیند چې کابل ته بهې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,524 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,101 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,892 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...