To start downloading books

Please sign in or create an account.

ځانمرګی برید څه حکم لري؟

ځانمرګی برید څه حکم لري؟

ليکنه: مفتي عبدالولي

د مسلمان په تکفير کې له حده زيات احتياط په کار دی! او بيا چې مسله هم منصوصي نه وي. 

د نړۍ نږدې ټول ديني عالمان او د افتاء معتبرې ادارې ، لکه د سعودي عرب هيئة کبار العلماء، شيخ محمد العثيمين، شيخ ابن باز، شيخ صالح الفوزان، شيخ عبد المحسن عباد، د مصر جامعه ازهر ، د پاکستان اتلس سوه معتبره عالمان چې په سر کې يې مفتي رفيع عثماني، مفتي محمد تقي عثماني، دکتور عبد الرزاق، قاري حنيف جالندري او په سوونو نور راځي، د بنگله دېش، قطر، کويت، هند، افغانستان  نورو هېوادونو عالمان پر دې خبره متفق دي چې د بريد هغه شکل چې بريدگر په کې تر ټولو لومړی خپل ځان وژني او په دغه بريد کې د هغه د ژوندی پاتې کېدلو احتمال يو سلنه هم نه وي او کله داسې هم وي چې يوازې خپل ځان ووژني، بل چا ته تاوان ونه رسولی شي؛ دغه بريد خودکُش دی، انتحار دی او ځانمرگی دی، لهذا حرام دی.

يو صاحب چې بې له کوم فقهي مذهب څخه د استنباط او استدلاله خلک يې يوازې په دې خبره هم کافر بللي چې دغه ډول بريد ته ځانمرګی، انتحار او خود کُش ووايي.  

او ډېره تعجب خبره دا هم ده چې وايي يو سړی که جاهل وي او د خپلې ناپوهۍ په وجه، هسی له خلکو څخه د اورېدو په وجه او پر حقيقت د نه پوهېدو باوجود دغه ډول بريد ته خوډکش ووايي نو سخت ګناهګار دی. 

نو چې سړی ناخبره او جاهل دی، بيا څنګه سخت ګناهګار شو؟!

نو سړی حيران شي چې دوی له حنفي اصولو او دغې عظيمې فقهې څخه ولې داسې بې پروا او ناخبره دي. 

د دغه صاحب دغه وينا د حنفي مذهب او د هغه پر اصولو يو سلنه هم نه ده برابره.

بيا تلبيس کوي او وايي چې که دغه انتحار دی نو بيا د صحابه کرامو جهادونه هم انتحار وو. 

نه هیڅکله هم نه، د صحابه کرامو جهادونه کله هم خودکُش يا انتحار نه وو، بلکې د قرآن او سنت مطابق د رسول الله صلی الله عليه وسلم په راهنمایۍ کې د قربانۍ او فداکارۍ بې مثاله نمونې وو. 

نو د هغه صف له علماء کرامو څخه احترامانه  خواهش دی چې د دغه ډول خلکو سمه راهنمايي وکړي.

Related Articles

په ټولنه کې د ښځو د زدکړو ارزښت

   لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري، په ټولنه کې د ښځو د زدکړو ارزښت   دا ښکاره خبره ده چې ښځې د ټولنې نيمه برخه جوړوي، د اسلام دین د برابرۍ دین دی، الله ﷻ ښځو ته هم د نارینه وو په څېر حقونه ورکړي، لکه د زدکړو حق، د ښه ژوند حق، د واده حق، د سوداګرۍ حق او داسې نور ځکه چې د حضرت محمدﷺ مېرمنې بي بي خدیجې به هم سوداګري کوله، موږ ښځې د انساني ټولنې بنسټ...

د روسیې نظامي ځواک

لیکنه ـ ریاض مقامزی   په دې وروستيو کې د روسیې او امریکا ترمنځ ناندرې زیاتې شوي دي؛ روسيې خپل ګڼ شمېر سرتېري له اکراین سره پر پوله ځای پر ځای کړي دي او پوځي تمرينات ترسره کوي. په ورته وخت کې امریکا اندېښنه لري چې روسيه به پر اکراین یرغل وکړي. کارپوهان اټکل کوي، چې شاید په اکراین کې جګړه پیل شي؛ خو پوښتنه دا ده، چې د روسیې نظامي ځواک څومره دی؟ څوم...

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...