ليکنه ـ رياض مقامزی

دا ځل د فرانسې هېواد د نوبل ګټونکي ستر فلسفي ليکوال البرټ کامو “Albert Camu” په ويناوو کې د ژوند درسونه ولولئ. 

 

“د انسان لپاره يوازې انسانيت بس دی.”

انسان تل هڅه کوي، چې تر نورو مخکې شي. پرمختګ وکړي او خلک يې وستايي. که انسان هرڅومره لوړ موقف ته ورسي، بيا هم د لا پرمخګ غوښتنه کوي. خو کامو وايي، د انسان لپاره تر دې لوړ موقف بل نشته چې انسان دی. حقيقت همدا دی، چې د انسان لپاره همدا لویوالی بس دی. انسان ته اشرف المخلوقات له همدې امله ويل شوي دي. 

دلته پوښتنه دا ده، چې انسان يعنې څوک؟ 

د انسان کلمې ريښه په (اُنس) کې ده، چې د مينې په معنا ده. موخه دا ده، چې انسان بايد تل له نورو سره مينه او همکاري وکړي. نو که غواړو په سمه معنا انسانان شو، بايد له نورو سره مرسته، زړه سوی او همکاري وکړو.

 

“موږ مخکې له دې چې په فکر کولو عادت وکړو، په ژوند کولو عادت کوو.”

دا يو واضح حقيقت دی، چې انسان يو تقليدي موجود دی. خبرې، ناسته پاسته او ورته نور مسايل له ماشومتوبه د تقليد په شکل زده کوي. په دې توګه انسان د فکر کولو پر ځای په رواجي کارونو عادت کېږي. 

د ليکوال موخه دا ده، چې بايد هر کار په فکر سره وکړو. ښه خبره هم همدا ده، چې هر کار په فکر او سوچ سره ترسره شي. که يو چا ته پور ورکوئ، نو لومړی فکر وکړئ، چې په پيسو څه کوي؟ آيا دا پيسې د سم کار په موخه اخلي يا هم نشه کوي؟

ټولنه کې زموږ رواج دا دی، چې که چا پور وغوښت د زړه سوی او احسان لپاره يې بايد ورکړو. خو منطقي خبره دا ده، چې بايد لومړی سوچ وکړو!

 

“ځينې وخت لږ څه غرور سړي سره مرسته کوي، چې خپل حد وساتي.”

دا خبره سمه ده، چې غرور او کبر ګناه ده. خو دلته له غرور څخه اصلي موخه دا ده، چې د ځينو ناروا کارونو د نه کولو په وخت کې خپل غرور وساتو. دا ستاسې د ځوانۍ غوښتنه ده چې نکاح او واده وکړئ. خو دا غرور دی، چې هېڅ پردۍ تورسرې ته په لارو کوڅو کې و نه درېږئ. نو دې غرور ستاسو حد وساته. مګر که تاسو دا کار کوئ، د يوې کړنې لپاره د خپلې ځوانۍ غرور له منځه وړئ. نو هڅه وکړئ په ځينو مواردو که له غرور نه هم مثبته ګټه واخلئ او خپل غرور وساتئ!