To start downloading books

Please sign in or create an account.

نا اشنا پدیدې چې هر څوک ورسره مخ کېږي!

نا اشنا پدیدې چې هر څوک ورسره مخ کېږي!

1)ديجایو پدیده ( Deja Vu )

ـ کله درباندې داسې شېبه راشي چې پخوا هم درباندې تېره شوي وي، د بېلګې په توګه یوې سیمې ته د لومړي ځل لپاره سفر کوې، هوټل ته ننوزې، له ملګرو سره میز ته کینې، ماښامنۍ خورئ، په یوې موضوع غږېږئ، ناڅاپه احساسوې چې دا شٌېبه درباندې کټ مټ تېره شوې ده.

 

2) د ( dop ) پدېده

- دا پدېده د شیانو په ورکېدو او بېرته یې په ناڅاپي پیدا کېدو پېژندل کیږي.

- دا له موږ سره تل پیښیږي چې موږ په ناڅاپي او عجیب ډول د یو شي ورکیدل ګورو ، سړی پسې هرې خوا ته د پیدا کېدو هڅه کوي، له لنډ وخت وروسته سړی هک حیران شي چې دغه شی هم هغلته راستون شوی چې دا په کې معمولا ساتل کیږي ، یا هم هغه ځای ته بېرته راستون شوی چې ده یې بې سارې لټه کړې، 

 

ـ 3 ) ( Incubus )

کومه ورځ دې دا احساس کړی چې ته ویده یې خو هیڅ حرکت نه شې کولی؟

یا وېرونکي وهمونه درته پیدا شوي، احساس دې کړی چې ویښ یې خو حرکت نه شې کولی..؟

ډېر یې داسې شننه کوي چې دا د خوب پرمهال یو فلجي کیفیت دی، چې د خوب نه د بیداریدوپر مهال د سترګو د چټک حرکت په سبب پیښږي، چې عضلاتو د شل کېدو میکنیزم لا نه دی دریدلی، نو دا په ویښتیا کٌې د شل کېدو سبب دی چې د څو ثانیو او یا د څو دقیقو لپاره دوام مومي 

 

4 ) ځیرک خوب( Lucid Dream )

 

- کله نا کله په خوب کٌې خوب د واقعت په څېر احساسوې، مطلب په خوب کې احساسوې چې خوب وینم، د ویښ په څېر تصرفات کوې.

له داسې پدیدو سره کله مخ شوی یې؟

شرر ساپی

Related Articles

د دروغجنو کسانو نښې

  لېکنه:شکېبا نادري، د دروغجنو کسانو نښې  په ژوند کې موږ له بېلابېلو انسانانو سره مخ کېږو، لکه ښایسته، بدرنګ، لوړ، ټېټ، رښتیني، دروغجن، ښه او بد. د انسان پېژندل دومره اسانه کار نه دی، که موږ له یو کس سره کلونه کلونه وخت هم تېر کړو نه شو کولای هغه وپېژنو. د انسانانو یوه ځانګړنه دا هم ده چې د وخت او حالوتو سره سم بدلون کوي مثلاً، هغه انسانان چې په ژ...

د ښه ملګري ځانګړنې!

په ټولنیز ژوند کې انسان له خپلې کورنۍ او نږدې خپلوانو وروسته پر خپلو ملګرو ډاډه وي. په رښتيا هم "ملګري" زموږ او ستاسو په منفي او یا هم مثبت بدلون کې رغنده رول لوبوي. که ملګري مو ښه وي، تاسو هم مثبت بدلون کوئ او که بد وي نو بدې کړنې به زده کوئ. په دې وروستيو کې اکثره خلک له خپلو ملګرو سرټکوي. شکایت ترې لري او خوښ نه دي. اصلي علت یې دا دی، چې د انتخ...

کوچني او د منځني کچې کاروبارونه؛ پېژندنه، ستونزې او اوس‌مهال يې اړتیا

کوچني او د منځني کچې کاروبارونه؛ پېژندنه، ستونزې او اوس‌مهال يې اړتیا  عبدالوافي نایبزی   دا خبره نوره بېخي واضېح ده، چې خصوصي سکټور Private Sector د افغانستان د اقتصاد د ماشین رول لري، کوچني او منځني تشبثات یا SMEs بیا د دې خصوصي سکټور د ملا تير دی، د افغانستان ۸۰٪ سلنه خصوصي سکټور په هم‌دا ډول کوچنیو او منځنیو کچو تشبثاتو ولاړ دی. کوچني او د م...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....