To start downloading books

Please sign in or create an account.

د شهدو (شاتو) روغتیايي ګټې

د شهدو (شاتو) روغتیايي ګټې

شات چې ځینې خلک یې گبين او شهد هم بولي (په انگرېزي کې ورته Honey) او په عربی کې ورته عسل  وا یي يو ډول خوندور، خوشبویه او خواږه   خواړه دي چې د شاتو د مچیو په وسیله په طبيعي توگه له گلانو  راټولېږي.

دشاتو او دشاتو دمچیویادونه د قرآن  شریف د(النحل )په سوره کې   په دې ډول شوې ده : 

وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ ﴿۶۸﴾ثُمَّ كُلِي مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلًا يَخْرُجُ مِن بُطُونِهَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاء لِلنَّاسِ 

ژباړه : او خدای دشاتومچۍ ته وحی وکړه چې په غرونو ، ونو او لوړو ځایونوکې واوسیږئ او خوږې میوې او خوشبویه ګلانو  شیره او زوښه وخورئ او ددغومیوو اوګلانو له منځه خوږ شربت ترلاسه کیږي چې خلکو لره شفاده .

که دشاتو دګټې اخیستنې تاریخ ته کتنه وشي نو جوته به شي چې دشاتو نه ګټه اخیستنه  دحضرت عیسي مسیح له زیږیدو ۲۶ زره کلونه دمخه هم  په لرغوني مصر  کې رواج درلود.

په لرغوني یونان کې هم طبیبانو اوحکیمانو ناروغانو ته دشاتو دخوړلو سپارښتنه کوله .

شات یا ګبین مقوي خواړه دي او رنګارنګ قندونه ، پروټین ، پوتاشیم ،سوډیم ، اوسپنه  اوبېلابیل وایټامینونه لري .

هغه څوک چې غواړي د شاتو مچۍ وروزي بايد پخوا تر روزلو ديو بل مچۍ روزنكي شخص نه چې دشاتو دمچیو  دروزلو عملي تجربې ولري د مچيو د روزلو په اړه معلومات تر لاسه كړي. 

که څوک دشاتو مچۍ وروزي نو داقتصاددپیاوړتیا او کار روزګار لپاره ښه دنده ده.دشاتو مچۍ په لنډ وخت كې په توليد او عايد پيل كوي او لږې پانګې ته 

 ته اړتيالري.ځمكه وال  او هغوی چې ځمکې نلري دواړه كولی شي د شاتو مچې وروزي.له نېکه مرغه اوس په افغانستان کې دشاتو دمچیو روزلو ته ډېره پاملرنه شوې ده او خلک له دغې لارې دخپل اقتصاد په وده کې ډیرې لاسته راوړنې  لري . 

په اوسني وخت کې دنړۍ دشاتو ستر  صادروونکي هیوادونه دادي :

 چین، ترکیه، آرجنټینا ، ایران ،دامریکې متحده ایالتونه ، اوکراین،  روسیه، ایران او  هند.

دشاتو ګټې : 

شات د عصري او یوناني طب له نظره لاندینۍ ګټې لري : 

۱- دټوخي ، بلغمو او برنشیت لپاره ګټور دي .

۲- دمعدې دپیاوړتیا سره مرسته کوي .

۳- دبې خوبۍ لپاره ګټور دي .

۴- که وخوړل شي دبدن دالهتاب اوپړسوب سره مرسته کوي .

۵- دهرډول زیانمنو  بکټریاوو په وړاندې مقابله کولی شي 

۶-جنسی ځواک پیاوړی کوي.

۷-که دبادامو او غوزانو سره وخوړل شي نو حافظه پیاوړې کوي .

۸-دزړه دناروغیو سره مرسته کوي .

۹- دپښتورګو او مثانې په ناروغیوکې ګټور دي .

که دلیمو او اوبو سره یوه کاچغه (کاشوغه) شات ګډ کړئ نونزله او زکام ته ګټور دي .

خو په یاد ولرئ چې دشاتو ډیر خوړل دهغو ناروغانو لپاره ښه نه دي چې دشکرې په ناروغۍ اخته دي .

لطیف یاد

Related Articles

فسانچه (د اللّٰه په لار کښې ځان وقف کول )

د‌ امير صيب  رور  د‌ غربت د لاسه ډير تنګ وو ټوله ورځ به غريب محنت مزدوري اوکړه خو ګراني دومره ډيره وه چي ګوزاره ئي نه کيده . او چي امير صيب ته به ئې کله اووے چي روره ګزاره مي نه کيږې په جائداد‌کښې چي زما څومره  حصه کيږې که هغه دي راکړه نو زما حالت به لږ ښه شي - امير صيب چي به د‌ غريب رور دا خبره واوريده نو  وبه ئې خاندله او رور ته به ئې اووے چي زه...

ژوند او ځانګړتیاوې یې

لیکنه ـ وړانګه اکبر   ژوند څه دی؟   له یوې خوا دا پوښتنه ډېره ساده ښکاري؛ خو له بلې خوا له معما څخه کمه نه ده. کله ـ کله موږ داسې انګېرو چې که ژوند ته کوم تعریف ورنکړو هم کولای شو له مرګ څخه یې توپیر (بېل) کړو. لکه په ډېرې سادګۍ سره ویلای شو، چې ژوي ژوندي دي؛ خو منرالونه ژوندي ندي. مګر ډېری ساینس پوهان د ژوند په هکله لاندې نظریې لري او دا یې د ژو...

د کتاب لوستو په بدل کې خپل زوي ته ډالر ورکوونکي پلار باندې نيوکې

نن سبا په ټولنيزو رسنيو هغه امريکايي پلار باندې نيوکې کېږي، چې وايي د کتاب د لوستو په بدل کې خپل زوي ته ډالر ورکوي. هغه وايي چې د ١٦٠ مخونو کتاب په بدل کې خپل زوي ته ١ ډالر ورکوي. د سان فرانسيسکو په بى ايريا کې اوسېدونکي ډيويډ ووډلېنډ تېره اونۍ په ټويټر کې ليکلي و، چې هغه د يو کتاب لوستو په بدل کې خپل زوي ته ١ ډالر ورکوي، هغه وايي چې له زوي سره يې...

Recommended Articles

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...