To start downloading books

Please sign in or create an account.

Salman Jabbar 3 years ago 1,323
*فرنګې او دَ خپلواکۍ جنګیالے مکرم خان*

*فرنګې او دَ خپلواکۍ جنګیالے مکرم خان*

پښتونخوا پـــه ګــرده نړۍ کـښ د خــپل تاریــخې، کلتوري، اقتصادي اړخونو لپاره منلے شوي سیمه ده.
د دے سیمې لـکه د نورو پښتنــو ' پښتو، پښتــونولې، ننګ، غیرت، مــړانې، میلمه پالنې، انسانیت ، دودونه دستورونه، ارزښتونه یو دي.
۲۴ ستمبر ۱۵۹۹ د انګلیستان له پاره مبارکه ورځ وۀ کله چې ځینې برتانوي سوداګرو د ختیځې هیوادونو سره د تجارت تابیـــا اوکړه او د جـبري نیواک وروستــو فرنګې تر پښتنـو خاوري راورسیدل او د شیطانت، ظلم، جبر کیسې ئې د تاریخ برخې اوګرځیدلي.
په ۱۸۴۹ کښ چې د پیښور په سیمه د سیکهانو واکمنې ختمه شوه او د فرنګو اثر زیات شو نو د بندوستې سیمو څخه قبایلې سیمو ئې ته هم د خپو غزولو پیل اوکړو. د پښتنو قبایلو قربانۍ ننګونه له هیچا څخه پټې نه دي کوومې د دې خاوري د ناموس په خاطر کړي. په دے خاوره ډیر توريالې، ننګیالې، جنګیالې مبارزین تیر شوي چې په دغه یو نو نوم د مکرم خان دے.
مکرم خان د پړانګ غر اوسیدونکې ؤ د بټ خیل *اتمان خیلو* د ټبر سره ئې تړاو لرلو.
د پيښور د پولیسو له دندې ګوښه Dismiss کړې شوے ؤ او د سوات ملاکنډ سیمو کښ ورته جاګیر ورکړے شوے ؤ.
دے د خپل وخت یو نر پښتون ؤ د کال ۱۸۵۱ په اخر کښ
(په څه لیکونو کښ شپږم مارچ ۱۸۵۲ هم لیک دې) فرنګو د زمکې د بندوبست Bandubast " نقشه کشې، پیمایش د مالیې لګولو " په نوم کار شروع کړې ؤ.
او په ګجرو ګهړۍ کښ يې د یو فرنګې مسټر جیمز مشرۍ لاندي کیمپ لګولے ؤ او هغه ته د دې ګران کار مسولیت ورپغاړه ؤ د سیمې پښتانه ورته ډیر په تاو ؤ.
دلته بعید د دې ذکر اوشې چې د فرنګو د شیطانت پالیسې دا هم وۀ چې په د هقانانو ئې څلورمه برخه مالیه تړلې وۀ او په دغه ډول د خلکو په ذاتې ملکیت يې مالیې تړلې وې د خراب فصل بوج به هم د دهقان په سر ؤ که چرې د دغې ادائیګې به او نه شوه نو خلکو به د کورونو او شخصې ملکیتونو د نیلام او سود په صورت کښ لاس وینځل.
د پښتنو نه څه ایمان خرڅې چې د فرنګو پلوي ؤ خانان نوابان يې کړل او یو طبقاتې سسټم ئې معرفي کړو.
مکرم خان د دغه دور ګوریلا جنګیالي Gurella Fighter ؤ دغه ټول جبرونه د هغه په مخکې ؤ.
د مسټر جیمز د دفاع ذمه داري د یو ایمان خرڅې پښتون رسالدار فتح خان خټک په سر وۀ.
جیمز او رسالدار فتح خان خټک د ساتندوي فوځې دستو سره لکه چې وئیل شوې د مردان د ښار قطب طرف ته ګجرو ګهړۍ کښ دیره ؤ.
د شپې په نیمائې کښ مکرم خان سره د دوه ۲۰۰ په اسونو سورو غازیانو د جیمز په دغه کیميپ لکه د قهر نازل شو. مکرم خان او سواره غازیان چې کیمپ ته نزدې شول غږ اوشو *څوک*؟
*اودریږۍ* !! یو چا ځواب ورکړ *ملګرے* فرنګې په شک شول په د ے وخت کښ فتح خان خټک راویخ شۀ خبري يې واوریدلې د خپلې خیمې څخه وتښتید او په زوره يې چغې کړې
Rouse up every one!! Draw swords!! the enemy are upon us.
ټول بیدار شۍ! توري وکاږۍ! دښمن پر مونږ راغلے!
دا یو ویرونکې برید ؤ شور او غوغا جوړه شوه. مسټر جیمز په دغه شپه چرته بل ځائې ؤ رسالدار فتح خان خټک سخت ژوبل شۀ ولې مړ نۀ شو د کیمیپ زیات عسکر ئې له منځه یوړل څه اسونه هم ژوبل شو داسې یوه خیمه نه وۀ چې لس دولس ډزي نۀ وۀ لګیدلې څه په اور هم وسیزل شوې.
مکرم خان سره د غازیانو په دے حمله کښ بریالې شۀ د مکرم خان د زړورتیا فرنګې هم قایل ؤ سر جارج ینګ هسبنډ مکرم خان ته تیز سترګې Sharp eyed او د سرحد بهادر، زړور دښمن خطاب ورکړے.
د مکرم خان د دغه برید نه وروستو فرنګې سخت په تاو ؤ غوښتل يې چې د پښتنو قبایلو سیالې کیدونکې لښکرو، سربازانو د نورو هڅو مخه اونيسې په نتیجه کښ سر کولن کیمپبل المعروف لارډ کلائيډي د اتمان خیلو د ناوې ډهنډ په کلې حمله اوکړه.
ناوې ډهنډ یو مضبوط اومستحکم مقام ؤ د کلي نه څلور واړه طرفه یوه مضبوطه قلعه ؤه چې رسیدل ورته مشکل ؤ. فرنګې د سخت مقاومت سره مخ ؤ او قبایلو سره د مکرم خان خه په نره خپله دفاع اوکړه.
په دغه غزا کښ مکرم خان خه په نره جنګیدلې ؤ او مړانه يې خودلې ؤه.
مکرم خان د قبایلې سیمې یو ستر مبارز غیرتې پښتون تیر شوې ولې د ده په ژوند او شخصیت کوومه بشپړ لیک نۀ دې شوې حالانکه د فرنګو په ډیرو یرغلونو کښ ئې خپله مړانه ثبوت ته رسولې او غلیم ته يې ډیر مالې او جاني تاوانونه رسولې. دلته بعید د ذکر هم اوشې چې فرنګو په ۱۸۶۶ کښ د مشرقې اتمان خیلو په کلیو میاخان، سنګاو ، پيپل حمله کړي ؤه او کورونه يې ورله په هتیانو نړولې او څیزلې ؤ په دغه جنګ کښ هم فتح خان خټک د ګائيډ پلټني رسالدار ؤ چې د یو شازلمې اتمان خیل د لاسه ووژلې شۀ.

*حوالې // مرستې*
۱ــ the Frontier and overseas Expidition from india vol 1

۲ ــ Lumsden of the Guides by Genral sir peter Lumsden GCB CSI & George R ELSMIE CSI

۳ــ Expidition against the independent utmankhel
under sir colin Campbell in may 1852.
۴ــ Treaties , engagements and sanads india and Neigbouring countries by CU AITCHISON vol ix

۵ــ the story of Guides Col GJ YOUNHUSBAND
MACMILLAN AND CO LIMITED ST Martin street London 1908
۶ــ Gumnam pukhtoon hero by farhad ali khawar
۷ــ Campain in the north west frontier by Captain HL Nevil DSO
۸ ــ زمونږ مجاهدین عبدالحلیم اثر افغاني
۹ــ بیلا بیلې مرکې
لیک !! طارق اتمان خیل کوذ دیر
نیټه!!
اتوار اولسمه جنوري دوه زره یویشتم

Related Articles

د اضافي وزن د کمولو مناسبه پروسه

وزن زیاتېدل یوه نړیواله ستونزه ده. له همدې امله خلک د فزيکي او رواني روغتیا په برخه کې ډیرې ستونزی لري. د وزن د ستونزې د حل لپاره یوه پراخه نړیواله انډسټري جوړه شوې ده، خلک هڅوي چې د وزن د کمولو لپاره بیلابېل محصولات او خدمات وکاروي خو حقیقت دا دی چې وزن کمول او مناسب اندام لرل یوازې په درملو یا چټکو لارو نه کیږي. دا یوه دوامداره هڅه او طبعي پروسه...

بلاخره فارغ شوم!

شکر ربه!بلاخره فارغ شوم!فراغت یعنې د زده کړې غر فتح کول،او د لازیاتو مسؤلیتونو پیل!د دنیا هره خوشحالۍ یوه ګرانه او قیمتي مرغلره ده چې د مقصد په لمن کې موندل کیږي. د ژوند پیل او د لا نورو ګړندیو ګامونو اخېستلو لپاره، نن راته لاره هواره شوه، او د کابل پوهنتون د ژورنالیزم له پوهنځي څخه فارغ شوم، فراغت یعنې د زده کړې غر فتح کول، او له یوې مرحلې څخه بلې...

د ګلونو هېواد (هالینډ) وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  د نړۍ ځينې هېوادونه د خپلو بېلابېلو خاصیتونو، تولیداتو او خدماتو له کبله القاب هم ترلاسه کوي. په دې ډله کې د ډېرې ښېرازۍ، آبادۍ او ګلانو له کبله هالینډ ته "د ګلونو وطن" لقب ورکړل شوی دی. تاسو به په دې لیکنه کې ددې ښکلي هېواد په اړه ډېر په زړه پورې معلومات لوستلای شئ.   "هالینډ" که "نیدرلینډ"؟  که په اوولسمه پېړۍ کې مو له چا...

Recommended Articles

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...