که لږ ساده ېې ووايو نو ادرنالين ېانې د سختې ورځې ېار . دا ېو داسې هورمون دی چې په سخت حالت ېا د خطر پر مهال بدن کې فعالېږي او د بدن ټولو اړونده غړو ته فوق العاده انرژي ورکوي تر څو انسان وکولی شي ځان له خطره وژغوري . دا په اصل کې د ځان ساتنې سيستم ېو ډېر مهم عنصر دی او کله چې انسان د جدي خطر احساس وکړي هغه ( ادرنالين) په اتومات ډول فعاليږي او سړي ته داسې ېو اتومات طاقت ، چټکتېا ، جرات ...او داسې نورې وړتېاوې ورکوي چې په عادي حالت کې ېې حتا څوک خېال هم نه شي کولی .
د ادرنالين د اغيزې په هکله مې لاندينی نکل شخصآ پخپله د الوتکې د ېوې مېلمه پالې ( ستيوردېسې) مېرمن له خولې اورېدلی او تاسې سره ېې شريکوم تر څو چې ادرنالين لا ښه وپېژنی . هغې کيسه کوله :
(( د ېوې الوتنې په جریان کې پيلوټ موږ ته احوال راکړ چې الوتکه کې ستونزه پېدا شوې او تاسې باېد د مسافرو بکسونه د الوتکې بل اړخ ته يوسی . زه سخته ډارېدلې وم ، زړه مې داسې درزېده چې ما ېې حتا غږ اورېده او احساساوه . چټکۍ سره اړوند ځای ته ولاړو او په ډېره بيړه مو بکسونه انتقال کړل .
خوشبختانه چې نږدې ساحه کې هوايي ډګر و ، الوتکه په سلامتۍ سره ښکته شوه او د ترميم وروسته پيلوټ پرېکړه وکړه چې پرواز ته دوام ورکړي . موږ ته ېې ووېل چې اوس نو بکسونه بېرته خپل اصلي ځای ته يوسی .
موږ ټول مېلمه پالان هغه وخت سخت حېران شو چې وموليدل ځنې بکسونه دومره درانه دي چې موږ حتا په درې کسانو ( ښځو ) هم - هغه نه شو پورته کولی . ښه مې په ېاد دي چې کله موږ په هوا کې وو ، زما په شمول هر کس په بيړه بکسونه په اسانۍ وېوړل او زه حېرانه وم چې ما څنګه وکولی شول دومره درانه بکسونه له ځاېه پورته او بل ځای ته يوسم .
بېا مې ېو وخت دغه کيسه د ېو ارواپوه سره بحث کې راېاده کړه او هغه راته ووېل چې دې ته د ادرنالين برکت وېل کېږي )) .
نوټ :
ادرنالين ډېر پراخ بحث دی ، ډېر منفي او مثبت اړخونه لري . دلته د هغه سطحي پېژندګلوي شوې ده او ښايي راتلونکې کې په نورو اړخونو هم بحث وکړو .
Related Articles
کرب رولر(Curb)
کرب رولر کانکرېټ ته د شکل ورکولو او کمپکشن کولو لپاره استعمالېږي;کله چې په سرکونو, کانال لېنېنګ,چېنلونو او ډارېنج لپاره کانکرېټ رېزي ترسره کېږي په ځانکړې ډول کرب رولر استعمالېږي; د نورو فائېدو ترڅنګ دغه رولر د کانکرېټ رېزي قيمت کمولو کې ډېر رول لر...
وینه
وینه دبدن د مایعاتو څخه ده چې دانسان او حیواناتو په بدن کې حیاتي رول لري. وینه غذایي مواد او اکسېجن د بدن انساجواو حجراتو ته لېږدوي کاربن ډای اوکسایډ او د بدن دمېتابولېزم په پایله کې چې کوم غیر ضروري مواد په نوموړو حجراتو او انساجوکې ټولیږي د بدن څخه...
د برنارډ شاو پېژندنه او غوره ويناوې
ددې ستر آیرلینډي لیکوال بشپړ نوم جورج برنارډ شاو "Georg Bernard Shaw" دی. د انګلېسي ادبیاتو په ډرامه لیکونکو کې د لومړي قطار له کسانو څخه شمېرل کېږي. نوموړی په "۱۸۵۶م" کال د آيرلینډ په مرکز دوبلین کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. دا چې کورنۍ یې ډېره غریبه...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...