وینه دبدن د مایعاتو څخه ده چې دانسان او حیواناتو په بدن کې حیاتي رول لري. وینه غذایي مواد او اکسېجن د بدن انساجواو حجراتو ته لېږدوي کاربن ډای اوکسایډ او د بدن دمېتابولېزم په پایله کې چې کوم غیر ضروري مواد په نوموړو حجراتو او انساجوکې ټولیږي د بدن څخه اطراح کوي. هغه وینه چې په وریدونو کې بهيږي د توربخن سور رنګ لرونکې ده او هغه وینه چې په شریانونو کې بهیږي د روښانه سور رنګ لرونکې ده . په شمزۍ لرونکو حیواناتو کې وینه د ژوونکو څخه جوړه شوې ده کوم چې په پلازما کې ځوړنده ده.د وینې دحجم ۵۵٪ سلنه د پلازما په واسطه جوړه شوې ده خو زیات حجم یې د اوبو په واسطه جوړ شوی دی (۹۲٪) دی په وینه کې همدارنګه پروټین،ګلوکوز،د منرالونو ایونونه،هورمونونه،کاربن ډای اکسایډ او ژوونکې هم شته.البومین د پلازما د مهمو پروټینونو څخه دی چې دنده یې د وینې کلوییډي ازموټیک فشار رامنځته کول دي .د وینې ژوونکې هره یوه (سري حجرې،سپینې حجرې او دمویه صفحې)هم د وینې له اړينو برخو څخه دي د وینې سرو حجرو ته erythrocyte د وینې سپینو حجرو ته leukocyte ا و دمویه صفحو ته thrombocytes هم ویل کیږي. دشمزۍ لرونکو حیواناتو په وینه کې تر ټولو زیاتې حجرې د وینې سرې حجرې دي. وینه د هیموګلوبین په نوم د یوې رنګه مادې لرونکې ده.هیموګلوبین د اوسپنې او پروټینو څخه جوړ شویدی کوم چې په وینه کې د اکسېجن لېږد او په پلازما کې یې حلېدل اسانوي.ددې په وړاندې کاربن ډای اکسایډ د بدن د حجراتو څخه دباندې لېږدیږي خو په پلازما کې د bicarbonate په بڼه لېږدول کېږي.
د شمزۍ لرونکو حیواناتو وینه هغه وخت روښانه سور رنګ لري کله چې هیموګلوبین يې د اکسېجن لرونکې وي خو که د اکسېجن لرونکې نه وي نو بیا تیاره سور رنګ لري.په ډېری ژوو کې لکهcrustaceans (هغه ژوو ته ویل کېږي چې د کلکو پوټکو لرونکي وي)او mollusks(هغه ژوي چې پاسته بدنونه ولري)د اکسېجن د لېږد لپاره د هیموګلوبین په ځای هیموسیانین کاريږي.حشرات او ځینې نور پاسته بدن د وینې په ځای په خپل بدن کې دhemolymph په نوم ماده لري خو له وینې سره یې توپیر دادی چې د وینې په څېر د تړلي دوراني غونډال لرونکی نه دی.په ځینو حشراتو کې وینه د اکسېجن لېږدوونکې مادې لکه هیموګلوبین لرونکې نه وي ځکه چې د هغوی بدن ډېر کوچنی وي.
Jawed vertebrates (هغه ژوي چې د ژامې لرونکي دي) یو د سمون وړ امیون غونډال لرونکي دي ځکه د دوی په وینه کې د سپینو ژوونکو شمېر ډېر دی. دوینې سپینې حجرې زموږ سره مرسته کوي تر څو هغه پرازيټونه او انتانات چې بدن ته ننوتي وي د هغوی په وړاندې مقاومت وښیي.دمویه صفحات یاplatelets د وینې په خټه کولو یا پرنډ کولو کې رول لري.arthropods phylum هیمولیمف کوم چې هیموسایټ لري د خپل امیون سیسټم په توګه کاروي. وینه په بدن کې دوران کوي داسې چې د زړه د پمپ سیسټم په واسطه په رګونو کې د بهېدو په حال کې ده.هغه ژوي چې د سږو لرونکي وي شریاني وینه یې انشاق شوی اکسېجن د بدن انساجو ته رسوي او وریدي وینه یې کاربن ډای اکسایډ او غیرضروري توکي کوم چې د مېټابولېزم په پایله کې رامنځته کیږي سږو ته وړي تر څو د ساه ایستنې په واسطه یې اطراح کړي.په طبي اصطلاحاتو کې وینه د hemo یا hemato او یا په heamo او heamato ډول وینو چې د یوناني ژبې له haima څخه اخیستل شوی دی.په اناټومي او هسټولوژي کې د منضم نسج د یو ځانګړي ډول په توګه یادیږي چې جوړېدل يې د هډوکو له مغز څخه پیلیږي.
دندې:
وینه په بدن کې د ډېرو دندو لرونکې ده چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
د بدن ټولو برخو ته اکسېجن رسوي(چې دا اکسېجن د هیموګلوبین سره په تړلي بڼه وي او له ځان سره سرې ژوونکې هم لېږدوي.
یو شمېر غذایي توکي لکه ګلوکوز،امینو اسیدونه او شحمي اسیدونه په ځانګړې ډول هغه شحمي اسیدونه چې په وینه کې غیر منحل دي او له پلازما سره په تړلې بڼه وي بدن ته رسوي همدارنګه پروټین هم لېږدوي.
بېکاره توکي لکه کاربن ډای اکسایډ،یوریا او لکتیک اسید له بدن څخه بهرګرځوي.
معافیتي دندې یې عبارت دي له:د سپینو ژوونکو دوران او د انټي باډي په واسطه د پردیو جسمونو له منځه وړل.
بله دنده یې پړن کول دي هرکله چې د بدن له کومې برخې څخه وینه بهېدنه صورت ونیسي نو په وینه کې شته فکتورونه ددې سبب کیږي چې وینه د مایع حالت نه په نیمه جامد حالت واړوي چې په دې سره به وینه خټه یا پرنډ شي او وینه بهیدنه کې په ځنډ رامنځته شي.
پیغام وړونکې دنده:لکه یو شمېر هورمونونه د وینې په وسیله لېږدول کېږي او هر کله چې د بدن په کوم نسج کې نقصان رامنځته شي نو د وینې په واسطه سېګنالونه د نقصان د له منځه وړلو لپاره لېږدول کېږي.
د بدن د تودوخې په نارمل ساتلو کې ونډه لري.
وینه خپل غلظت د اوبو په واسطه نارمل ساتي.
جوړښت:
وینه دانسان دبدن ۷٪ تشکیلوي.د یو متوسط کثافت په درلودلو سره چې 1060kg/m3 دی د خالصو اوبو چې 1000kg/m3 کثافت لري سره ډېر نږدې دی.د یو منځني بالغ شخص د وینې حجم ۵ لیتره دی یا ۱.۳ ګالونه اویا 11US pt دی،کوم چې د پلازما او د حجراتو په واسطه جوړ شوی دی.دغه حجرات په درې ډوله دي:erythrocyte(د وینې سرې حجرې)leukocytes(د وینې سپینې حجرې)او thrombocytes(د وینې دمویه صفحې)،د حجم په اساس د وینې سرې حجرې د ټولې وینې ۴۵٪ جوړوي،پلازما ۵۴.۳٪ او د وینې سپینې حجرې ۰.۷٪ جوړوي.د انسان وینه د centrifugation د عملیې په واسطه په برخو ویشل کېږي چې پورتنۍ برخه یې چې ژېړ رنګ لري د وینې دپلازما په نوم یادېږي،منځنی او نری سپین پوړ د buffy coat په نوم یادېږي او ښکته سور پوړ د Erythrocyte layer په نوم یادېږي.وینه په دوران کې یا په ابي رنګ او یا په سور رنګ لیدل کېږي چې سور اکسېجن لرونکې او ابي اکسېجن نه لرونکي ده.
د وینې حجرات:د وینې سرې حجرې:په یو مایکرو لیتر وینه کې په نارینه وو کې ۴.۷ څخه تر ۶.۱ میلیونه او په ښځینه وو کې د ۴.۲ څخه تر ۵.۴ میلیونه پورې د وینې سرې حجرې شتون لري. د وینې سرې حجرې د وینې هیموګلوبین لري او اکسېجن ویشي.په تي لرونکو ژوو کې د هستې او اورګانیلونو لرونکی نه دی.د وینې سرې حجرې د یو شمېر ګلایکوپروټینونو په واسطه په نښه شوي دي نو ځکه د وینې بېلابېل ګروپونه شتون لري.د وینې دحجم هغه اندازه چې د سرو حجرو په ډول شتون لري د هیماټوکرېټhematocrit په نوم یادېږي چې نارمله اندازه یې ۴۵٪ سلنه ده.که د وینې د هرې سرې حجرې سطحه یو له بل سره جمع کړو نو د بدن د ټولې سطحې څخه یې اندازه زیاتېږي.
د وینې سپینې حجرې:
اندازه یې د ۴۰۰۰څخه نیولې تر ۱۱۰۰۰ پورې ده.د وینې سپینې حجرې د بدن د معافیتي سیستم یوه برخه ده،هغه حجرات چې پخوایي دي یا زاړه شوي دي او یا د حجراتو بقایاوې له منځه وړي او په بهرنیو او میکروبي عواملو باندې حمله کوي.د سپینو حجراتو کنسر ته Leukocyte وایي.
د وینې دمویه صفحې: دا په دوران کې د ۲۰۰۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰۰ پورې شته دوی ته د platelate نوم هم ورکول کېږي او دوینې په پړن کولو کې ونډه اخلي.
د وینې جوړښت:
لاندې برخې پکې مطالعه کېږي:hemattocritپه نارینه وو کې ۳۸-۵۲٪ پورې او په مېرمنو کې ۳۷-۴۷٪ پورې حسابېږي.
PH:د وینې Ph ۷.۳۵-۷.۴۵ دی.
د اکسیجن فشار: د ۱۰-۱۳ کیلو پاسکالkp او یا ۱۰۰mm-hg دی.
د کاربن ډای اکسایډ فشار:۴.۸-۵.۸ کیلو پاسکالkp اویا ۳۵-۴۵mm-hg دی.
دبای کاربونېټ اندازه:۲۱-۲۷mM
د اکسیجن ترکیب:اکسجن لرونکې وینه ۹۸-۹۹٪ پورې ده او غیر اکسېجن لرونکې وینه ۷۵٪ ده.
د وینې پلازما:
د وینې ۵۵٪ برخه پلازما جوړه کړېده،داسې چې د وینې مایع برخه ده او په یوازې ځان یې زیړ رنګ خپل کړی دی یعنې بل کوم څه ورسره ګډ نه دي.ټوله پلازما د۲.۷-۳.۰ لیتره ده، چې په دې کې ۹۲٪ اوبه ۸٪ د پلازما پروټینونه او دنورو موادو ډېره کمه اندازه.پلازما مغذي مواد په حرکت راولي مغذي مواد لکه:امینو اسیدونه، ګلوکوز او شحمي اسیدونه(په وینه کې یې حلوي او یا د پلازما له پروټینونو سره نښلي)،او هغه بېکاره مواد چې په وینه کې تولید شوي دي هغه هم لرې کوي،بېکاره مواد لکه:کاربن ډای اکسایډ یوریا او لکتیک اسید.د وینې پلازما یو شمېر کېمیاوي لېږدوونکي هم چې پیغامونه رسوي لېږودي چې دهورمونونو په نوم یادېږي.
په وینه کې نور اړین ترکیبونه:
۱: سیروم البومین
۲:د وینې پړن کوونکې فکتورونه تر څو ښه پرنډ کېدل صورت ونیسي.
۳:امیونوګلوبولینونه لکه انټي باډي ګانې
۴:د لایپوپروټینونو زرات
۵:بېلابېل نور پروټینونه
۶:بېلابېل الکټرولایټونه په ځانګړي ډول سوډیم او کلورایډ.
د وینې سیروم:دا هم په اصل کې دوینې د پلازما برخه ده خو داسې چې پرنډ کوونکي پروټینونه ورڅخه لرې شوي وي.نوموړي پروټینونه البومین او امیونوګلوبولین دي.
د وینېPH:د وینې PH باید د ۷.۳۵ څخه تر ۷.۴۵ پورې پاتې شي.که د وینې PH تر ۷.۳۵ څخه ښکته شي نو وینه ډېر تېزابي خاصیت لري او که PH یې د ۷،۴۵ څخه لوړ شي نو وینه خورا قلوي ده.د وینې PH د اکسېجن قسمي فشار د کاربن ډای اکسایډ قسمي فشار او د بای کاربونېټ اندازه په وینه کې تنظیموي.چې په دې برخه کې خپلې اغېزې په ساییز او بولي سیسټم باندې اچوي تر څو Acid base balance او ساه کښنه اداره کړي.
هیموګلوبين hemoglobin:هیموګلوبین په شمزۍ لرونکو ژوو کې د وینې د رنګ تعینووکې ماده ده. دا چې څه ډول او له څه نه جوړه ده د هیمو ګلوبین په جوړښت کې تشریح شوی.خو دلته باید همدومره پوه شو چې د heme له څلورو ګروپونو څخه جوړ شوی دی.هیموګلوبین لرونکې شریانی او کپلیري وینه د روښانه سور رنګ لرونکې ده خو کوم اکسېجن چې د heme په ګروپ کې شتون لري وینې ته تېز سور رنګ ور په برخه کړی.غیر اکسېجني وینه تیاره سور رنګ لري ،چې دا په وریدونو کې شتون لري ددې وینې دتیاره کېدو لامل دا دی چې هغه نوري طیف چې د هیموګلوبین په واسطه جذبېږي په اکسېجن لرونکي او غیر اکسېجن لرونکي حالت کې توپیر لري.د کاربن مونو اکسایډ په تسمم کې وینه د روښانه سور رنګ لرونکې ده دا ځکه چې کاربن مونو اکسایډ په وینه کې د carboxyhemoglobin سبب ګرځي.
hemocyanin:د ځینو مولسکاوو لکه سفالوپوډس او ګسټروپوډس او ځینې وخت د ارتروپوډس وینه د آبي رنګ لرونکې ده چې دا د هیموسیانین په نوم د یوې مادې د شتون له امله ده چې په هر لیتر وینه کې ۵۰ګرامه شتون لري.دا ډله ژوي په خپله وینه کې د هیموګلوبین پر ځای هیموسیانین لري.دا ماده په اکسېجن لرونکې وینه کې بې رنګه او په اکسېجن لرونکې وینه کې تیاره آبي رنګ لري. ددې وینې لرونکې ژوي کله چې په یخو سیمو کې ژوند کوي هلته د اکسېجن کموالی تر سترګو کیږي په دغه وخت کې ددوی وینه کې اکسېجن کمیږي،څرنګه چې هیموسیانین د اکسېجن په کموالي کې بې رنګه وي نو دا ژوي به خړ یا زیړ ته ورته سپین رنګه معلومیږي.