To start downloading books

Please sign in or create an account.

بیت المقدس وپېژنئ!

بیت المقدس وپېژنئ!

په دې ورستيو کې پر ټولنيزو رسنیو د اسرائیلو او فلسطینینانو ترمنځ د جګړې انځورونه خپرېږي. ورسره د بیت المقدس نوم هم ډېر ذکر کېږي. خو ډېر کم خلک د بیت المقدس په اړه پوهېږي. په دې لیکنه کې به یې په اړه لا ډېر پوه شئ.

 

۱- پېژندنه:

بیت المقدس د هغه مبارک ښار نوم دی کوم چې د مصر او اردن ترمنځ پروت دی، بیت المقدس شاوخوا غرونه حصار کړی، مسجد الاقصی او مسجد صخره کوم چې بیت المقدس کې دي د صیهون په غر باندې پروت دي. د مکې مکرمې څخه ۱۳۰۰ کیلومتره لرې دی، دا یوه مهمه جغرافیه یي ساحه ده کوم چې د مسلمانانو په زړونو کې لوړ مقام لري ځکه د مسلمانانو لومړی قبله وه او رسول الله صلی الله علیه وسلم له همدغه ځای څخه آسمانونو ته پورته شوئ. نه تنها بیت المقدس مسلمانانو لپاره یو مقدس ښار بلل کېږي بلکې د یهودو او مسیحیانو لپاره هم یوه مقدسه ښار دی، یهودو ته ځکه مقدسه ښار دی چې د بنی اسرایلو د نبیانو قبله وه، او مسیحیانو ته ځکه مقدسه ښار دی چې مسیح علیه السلام دلته زېږېدلئ دئ.

د بیت المقدس غوره والۍ او فضیلت د قرآنکریم، حدیث او د امت په اجماع سره ثابت دی.

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له مکې مکرمې څخه مدینې منورې ته هجرت وکړه نو ۱۶ یا څه کم ۱۷ میاشتې لمونځونه یې د بیت المقدس په طرف باندې وکړه.

د مهدی علیه السلام راتګ هم بیت المقدس ته به وي کوم چې اووه کاله به مشري کوي.

 

۲- په قرآنکریم او احادیثو کې یې نومونه:

په قرآنکریم کې د بیت المقدس څخه د المسجدالاقصی، مبارک، الارض المقدس او القریة نومونو باندې یادونه شوی.

احادیثو کې بیت المقدس ته د بیت القدوس، بیت المقدس او القدس په نومونو اشاره شوی.

 

۳- د بیت المقدس نومونه په عبراني ژبه کې:

اورشیلم (په عربي کې مانا یې دی مدینة الاسلام)

مسجد ایلیاء (د ایلیاء مانا دی بیت الرب) او شلم.

 

۴- د بیت المقدس فتحه:

مسلمانان له کفارو څخه بیت المقدس د حضرت عمر (رض)په وخت ( ۱۷ هجری کال)  کې فتحه کړل، بیا په کال ۱۰۹۹ م کې صلیبیانو د لومړی صلیبيې جنګ پرمهال بیت المقدس ونیول او شاوخوا ۷۰۰۰۰ مسلمانان یې په ډېر بې رحمۍ سره په شهادت ورسول.

کله چې سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله واکمن وو نو د خپل لوی او څپېڅلي ارمان لمخې بیت المقدس له صلیبیانو څخه ونیوه، او سلطان صلاح الدین ایوبي د لویې کارنامې ترڅنګ هغسې چلند ورسره ونکړه کوم چې صلیبیان مسلمانانو سره کړي وو، بلکې ټولو ته یې بخښنه وکړه.

 

۵- بیت المقدس رسماً د اسرایل مرکز اعلانول:

بیت المقدس په کال ۲۰۱۷ م د ډسمبر په ۶ نېټه باندې ( ټرمپ ) لخوا رسماً د اسرایلو پلازمېنه او مرکز اعلان شو.

 

۱- نوټ: د خط د لنډوالۍ لپاره مې د  بیت المقدس د فضیلت په اړه احادیث او آیتونه ونه لیکل.

۲- نوټ: کوم تور مسجد چې ښکاري مسجد الاقصی او هغه زېړ رنګه مسجد د مسجد صخره په نومونو یادېږي.

 

مبشر شاه میاخیل

Related Articles

په ټولنیزو رسنیو کې د خوندیتوب تګلاره!

ليکنه ـ ریاض مقامزی   موږ او تاسو ټول ځینې ټولنیزې رسنۍ لکه فیسبوک، وټس.اپ، انسټاګرام او نور کاروو؛ خو وخت ناوخت ددې خطر هم حس کوو، چې څوک مو شخصي انځورونو، ویډيوګانو، پیغامونو او نورو اړوندو موادو ته لاسرسی پیدا نه کړي. همدې ستونزې ته په کتو مو دا لیکنه چمتو کړې، ترڅو په عملي کولو سره یې د ډاډ او امنیت احساس ترلاسه کړئ. دا لارښوونې حتما په پام کې...

ولې د ځینو هېوادونو خلک خپل مړي سوځوي؟

لیکنه: شکېبا نادري، ولې د ځینو هېوادونو خلک خپل مړي سوځوي؟   د نړۍ په هرې برخې کې خلک ژوند کوي، د هر هېواد وګړي بېلابېل دودونه لري، لکه د مړینې، د واده، د کلېزې او داسې نور، خو دا دودونه د هرې ټولنې د وګړو په عقیدې او ایمان پورې اړوند دي، مثلاً په ټولو اسلامي ټولنو کې خلک خپل مړي خښوي، خو په ځینو غیر اسلامي هېوادونو کې بیا دا کړنه بېخي برعکس ده....

پر ځان باور

پر ځان باور یا Self-Confidence په ټولنه کې ډیر خلک وینو چي په لوړ موقف یا ډیر بریالې دي. بریالیتوب او خپلو موخو ته رسېدل ډیر زحمت، او د بیلابیلو لارو چارو استفاده کول غواړي، چي یوه مهمه او بنسټیزه لاره یې په خپل ځان باور دی.پر ځان باور یا ډاډمنتیا چې په انګلیسې کې (Self-confidence) او فارسي ژبه کې (اعتماد به نفس) بلل کیږي، په خپلو وړتیاوو او ځانګرت...

Recommended Articles

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...