که چیرې مو سپی وداړي، د مکروبونو او د سپي په لاړو کې د ذهري موادو د مخنیوي لپاره څه باید وشي؟): اکثره په کلیو او بانډو کې د سپي داړلو پیښې رامنځته کیږي، په ځانګړي ډول د اوړي په موسم کې، چې د تندې د لاسه سپیان آن چې لیوني کیږي او د لیوني سپي داړل یو شمېر ناروغۍ زیږوي او ډیر زر انفیکشن رامنځته کوي. که داسې پیښه رامنځته شي سمدلاسه د انفیکشن او ناروغۍ خپریدو مخنیوی څرنګه وکړئ؟ لاندې نسخې وازمویئ! زخم معاينه کړئ: له هر څه وړاندې لومړی زخم معاینه کړئ، ځکه چې که چیرې زخم کوچنی او معمولي وي نو درملنه یې په کور کې هم ممکنه ده، خو که چیرې د سپي غاښونو هډوکې ته زیان رسولی وي نو بیا اړینه ده چې د ډاکټر له لورې یې طبي معاینه وشي. ټپ پریمنځئ: د سپي داړلو څخه وروسته ټپ په صابون سره پریمنځئ، په ځانګړي ډول هغه صابون چې د مکروب په ختمولو کې مرسته کوي، که څه هم صابون سره د پریمنځلو پر وخت سوز زیات وي خو په مرسته یې جراثیم له منځه ځي. ټپ زور کړئ: په داسې وخت کې بیا ټپ زور کړئ او د هغه ځای نه روانه او اضافي وینه د ټوټې په واسطه پاکه کړئ، چې په دې سره به وینه ودریږي، که چیرې بیا هم وینه دوام لري نو سمدلاسه طبي معاینه ترسره کړئ. اینټي بیټک مرهم ولګوئ: اینټي بیټيک مرهم په ټپ او شاوخوا یې ولګوئ، په دې کریم سره د ټپ انفیکشن د خپریدو مخنیوي کې مرسته کوي. پټۍ یا پلستر ولګوئ: ددې هر څه سرته رسولو وروسته پر ټپ کلکه پټۍ ولکوئ، خو دومره کلکه هم نه چې درد پیدا کړي یا شاوخوا وینه جام کړي، همدا ډول وخت تر وخته پټۍ بدله کړئ، د لامبلو پر وخت ټپ له اوبو وساتۍ او ټپ ته پر کتلو تازه کریم ولکوئ او پټۍ وربدله کړئ. د تیسانس انجکشن ولګوئ )Titanse injection(: ډاکټران د سپي داړلو نه وروسته ضرور د تیسانس انجیکشن لګولو مشوره ورکوي، ځکه چې په دې سره په بدن کې د جراثیم خپریدو مخه نیول کیږي. پر ټپ نظر ساتئ: د سپي داړولو نه وروسته هیڅکله غفلت مه کوئ، او هر وخت پر ټپ نظر ساتئ، که چیرې ټپ، انفیکشن (درد زیاتېدل، پړسوب کول، د زخم شاوخوا سوروالی رامنځته کېدل، تبه او یا زووې راوتل) پیدا کړي سمدلاسه طبي معاینه ترسره کړئ، ځکه چې د سپي داړلو ټپ اوږدېدو سره د سرطان ناروغۍ رامنځته کیدو امکانات زیاتیږي. همدا ډول باید په پام کې ونیول شي که څوک د شکر یا ځیګر ناورغي لري سمدلاسه دې ډاکټر ته رجوع وکړي او طبي معاینه دې ترسره کړي، ځګه چې د داسې ناروغ د بدن دفاعي سیستم کمزوری وي او په کوچني ټپ هم لویه ستونزه رامنځته کیږي.
که چیرې مو سپی وداړي، د مکروبونو او د سپي په لاړو کې د ذهري موادو د مخنیوي لپاره څه باید وشي؟):
Related Articles
Deepfake Politics
لیکوال : هارون راعون ډیپ فیک سیاست د ډیپ فیک ټکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستنه د سیاسي هدفونو لپاره د جعلي ویډیوګانو، غږونو او نورو ډیجیټلي موادو جوړولو ته اشاره کوي. دا د ډیجیټلي ټکنالوژۍ یوه نوې، خو د بحث وړ پدیده ده چې د سیاست په ډګر کې د خلکو نظرونو...
ساختمان پلستر سوالونه جوابونه
سوال:- :د پلستر ورکولو په اړه څه پوهیږئ، ویې وایاست؟پلستر د دیوالونو د ښایست،همواروالي او د یو ښه عایق په صفت پکار وړل کیږيد پلستر مواد شګه،سیمنټ او اوبه ديپلستر لمړی باید له چت څخه پیل شي، په چت کې د استعمالیدونکي مصالې مارک باید د دیوالونو دمصالې...
ایا د اومېندوارۍ پر مهال د ترخو خوړو خوړل د ماشوم لپاره زیان لري؟
لیکنه: شکېبا نادري ایا د اومېندوارۍ پر مهال د ترخو خوړو خوړل د ماشوم لپاره زیان لري؟ اومېندواري د ښځو د ژوند ستونزمن خو په ورته وخت کې یو په زړه پوری پړاو دی. هره ښځه په خپل زړه کې د مور کېدلو هیله لري او غواړي چې خپل خاوند او کورنۍ ته یو وراث و...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...