د وینې کمښت (کم خونی) وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 25, 2021
4 years ago
6,382 views
د وینې کمښت (کم خونی) وپېژنئ!

په نړۍ کې بېلابېلې ناروغۍ شته، چې انسانان ځوروي. هره ناروغي ځانته خپل علایم او درمل لري. یو له هغو ناروغيو، چې په اوس وخت کې ډېر تر سترګو کېږي، د وینې کمښت (کم خوني) ده. تاسو به په دې لیکنه کې ددې ناروغۍ په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړئ!

د وینې کمښت

د وینې کمښت اصلا په وینه کې د اوسپنې د کموالي په معنا ده. په وینه کې د اوسپنې کمښت یوه جدي ستونزه ده. ځکه چې هموګلوبین ته د اکسیجن د انتقال قوت همدا اوسپنه ورکوي. نو که په وینه کې اوسپنه کمه شي، بدن ته د اکسیجن د انتقال پروسه له خنډ سره مخ کېږي.

که څه هم د وینې د کمښت ځينې نور ډولونه هم شته، خو په ډېره کچه یې همدا د اوسپنې د کمښت ډول تر سترګو کېږي.

 

د کمخونۍ ځينې عمده لاملونه

ـ کمزوری غذايي رژيم

ـ د بډوډو التهابي ناروغۍ

ـ د امیندوارۍ پر مهال اوسپنې ته د اړتیا ډېرېدنه

ـ د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال د وینې ډېره ضایع

 

د وینې د کمښت عمده علایم

ـ د غیرې معمولې ستړیا احساس

ـ د پوستکي د رنګ تتوالی

ـ نفس تنګی (ساه لنډېدنه)

ـ سردردي او ګنګسیت

ـ د زړه په ضربان کې اختلال

ـ د ويښتو او پوستکي سپېره کېدل

ـ د خولې او ژبې وتل او درد

ـ نا آرامي

ـ د نوکانو ماتېدل

ـ عجیب هوسونه

ـ د اظطراب احساس

ـ د لاسونو او پښو سوړوالی

 

څه باید وخورو؟

که د وینې د کمښت ستونزه ولرئ، ډاکټر ته مراجعه وکړئ، ترڅو د ناروغۍ ډول او علت ته په کتو تاسو ته لازمې لارښوونې وکړي. مګر بیا هم د خوړو په برخه کې ځينې لارښوونې شته، چې روغتياپالان یې وړانديز کوي. که تاسو هم د وینې د کمښت ستونزه لرئ، هڅه وکړئ لاندې خوړو ته په مناسبه اندازه په خپل غذايي رژيم کې ځای ورکړئ.

ـ غټه غوښه (د غوا او پسه غوښه)

ـ سبزیجات په ځانګړې توګه پالک او کاهو

ـ وچه مېوه، په ځانګړې توګه ممیز او وچ شوي زردالان

ـ لوبیا او ورته نور حبوبات

ـ د کب غوښه 

ـ د چرګ غوښه

ـ د فیلمرغ غوښه

ـ کدو

ـ اینځر

Related Articles

Nov 20, 2021
2,750 views

د راشد خان ارمان پېژندګلوي

لیکنه: شکېبا نادري، د راشد خان ارمان پېژندګلوي زموږ د هېوادوالو ټول ژوند په جګړو کې تېر شوی، ټول هېوادوال مو د سولې او هوساینې لپاره تږي دي، تل د یوه هوسا ژوند هیله لري، غواړي د نورو هېوادنو د وګړو په څېر یو ارامه او له خوښیو څخه ډک ژوند ولري. خو ل...

May 30, 2021
3,335 views

د کتابتون ډالۍ (۲)

لیکنه ـ ریاض مقامزی   له کتابتون ویبسايټ څخه د لیکنو دا لړۍ (د کتابتون ډالۍ) په دې خاطر پیل شوې، چې لوستونکي د ژوند ډېر مهم مسایل په ساده الفاظو کې زده کړي. ددې لړۍ دا لیکنه په یو حکایت سره پیلېږي. وايي، یو هلک د کسب په زده کړې پسې ووت. استاذ ته ی...

Sep 04, 2021
3,811 views

څنګه کولی شو یو ګټور او نه ستړی کېدونکی بحث پیل کړو؟

لېکنه: شکېبا نادري، څنګه کولای شو یو ګټور او نه ستړی کوونکی بحث پیل کړو؟ د هر کار پیل ډېر ستونزمن وي، که هغه د دندې، زده کړو، د کور کارونو او داسې نور کارونو پیل وي، د خبرو او بحث کولو پیل هم ستونزمن وي. ډېری داسې کسان شته چې د زده کړو کچه به یې تر...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,474 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,088 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,852 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...