To start downloading books

Please sign in or create an account.

د شنو چایو ګټې او زیانونه

د شنو چایو ګټې او زیانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی

په ټول افغانستان او په ځانګړي توګه پښتون مېشتو سیمو کې شین چای د هرې حجرې او دېرې رنګ جوړوي. د مېلمنو د قدر لپاره حتمي ده، چې چای ورکړل شي. مګر ډېر کم خلک د شنو چایو پر ګټو او زیانونو پوهېږي. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع بحث شوی. د لیکنې تر پایه به د چایو پر ګټو او زیانونو پوه شئ!

 

د شنو چايو روغتيايي ګټې

په مناسبه اندازه د شنو چايو څښل ګڼې روغتيايي ګټې لري. د لیکنې په دې برخه کې پر همدې موضوع مفصلې خبرې شوي.

 

  • د سرطان مخنيوی

د سرطان ادارې د څېړنې پر اساس څرګنده شوې ده، چې په چایو کې شته پلي فنولونه د تومورونو د چټکې ودې مخه نیسې او په دې توګه شین چای د سرطان په مخنيوي کې خپل رول لوبوي.

په هغو هېوادونو کې چې د شنو چايو د مصرف کچه لوړه ده، برعکس په کې د سرطان پېښې کمې تر سترګو کېږي. خو لا هم په پوره ډول څرګنده نه ده، چې یوازې شین چای ددې چارې سبب کېږي او که نور خصوصیات هم شته.

ځينې نورې څېړنې ښيي، چې شین چای د سرطان د لاندې ډولونو مخنيوی کوي.

ـ د سینې سرطان 

ـ د مثانې

ـ د تخمدان

ـ د کولورکتال (کولمو) سرطان

ـ د مرۍ 

ـ د ځيګر

ـ د پروستات غُدې

ـ او د معدې سرطان

څېړونکي پر دې باور دي، چې همدا پلي فنولونه د سرطاني سلولونو په له منځه وړلو کې مرسته کوي او د هغوی د ودې مخه نیسي. د سرطان د مخنیوي لپاره د چايو څښلو اندازه په مختلفو څېړنو کې توپیر کوي. خو په ټولو کې "له ۲ تر لسو" وړو پیالو اندازه ښودل شوې ده.

 

  • د زړه روغتيا

یوې بلې څېړنې په ډاګه کړې، چې شین چای د زړه د رګونو د ناروغۍ مخه نیسي. په دې څېړنه کې څلوېښت زره جاپانیان تر څېړنې لاندې نیول شوي وو. ددوی عمرونه له څلوېښتو تر نهه اویا کلونو وو. دې څېړنې نږدې یوولس کاله دوام وکړ، چې پایله یې همدا د زړه روغتيا وه. 

ګډونوالو به د ورځې پنځه پیالې شنې چای څښلې. د هغو کسانو په پرتله په کې د زړه عروقي ناروغيو له کبله د مړینې کچه کمه وه، چې د ورځې یې يوه پیاله چای څښه.

 

  • د وینې غوړ کموي 

په ورستیو کلونو کې شوې څېړنه ښیي، چې د ورځې په مناسبه اندازه شین چای څښل د وینې د کلسټرول LLD په کموالي کې د پام وړ رول لري.

 

  • د مغزې سکتې خطر کموي

په منظمه توګه د شنو چايو څښل د مغزې سکتې خطر ۷% راکموي. که غواړئ د مغزې سکتې ګواښ مو کم کړئ، پخپل ورځني غذايي رژيم کې چايو ته حتما ځای ورکړئ.

 

  • د حافظې پياوړتيا 

ډېری خلک ښه ګڼي، چې د سهارنۍ له خوړولو وړاندې یو ګیلاس شین چای وڅښي. دوی پر دې باور دي، چې د حافظې په پياوړتيا او د تمرکز په ډېروالي کې به ګټور ثابت شي. 

طبي څېړنو هم ښودلې ده، چې په شنو چایو کې شته کافین ددې سبب کېږي، چې حافظه مو سم کار وکړي.

 

 له دې ټولو سره ـ سره پر شنو چايو ترسره شوې څېړنې ښيي، چې د ډيابت د دویم ډول په کنټرول، د وزن په کموالي، د حافظې په پیاوړتیا، د غاښونو په قوت، د خفګان او ستړيا په کنټرول او د التهاب په مخنيوي کې رغنده رول لري.

 

 

د شنو چايو زیانونه

پورته مو د شنو چايو پر بېلابېلو ګټو خبرې وکړې. خو دا هم باید هېر نه کړو، چې شین چای ځينې جانبي زیانونه هم لري. 

 

له کافین سره حساسیت: هغه وګړي، چې له کافین سره شدید حساسیت لري، د چای له څښلو وروسته ممکن بې خوبي، وېره، زړه بدوالی او د معدې درد تجربه کړي.

 

د وینې نرۍ کېدل: هغه ناروغان چې د کوادامین/وارفارین په څېر د وینې د رقیق کولو درمل خوري باید د چايو په څښلو کې احتیاط وکړي. همدارنګه باید هڅه وکړي، چې د چایو له څښلو او اسپرین څخه له استفادې ډډه وکړي.

همدارنګه ځينو څېړنو ښودلې چې د که څوک درمل خوري باید له ډاکټر سره په مشورې له شنو چايو ګټه واخلي. ځکه له ځينو درملو په وخت کې د شنو چايو څښل کولای شي د وینې فشار لوړ کړي. همدارنګه د زړه د ضربان کچه هم ډېرولای شي.

Related Articles

غوره هنر

لیکنه: وقار ابراهیمي   پوهان خبرې کول، یوه پروسه او عمل ګڼي، خو بیا غوږ نیول یو لوي او ارزښتمن هنر ګڼي، د لومړي په پرتله دوهم یا غوږ نیول ته ډېره ترجیح ورکړل شوې ده/کېږي ځینې داسې ډېرو مواردو سره انسان مخامخ کېږي، چې د نورو خبرو ته غوږ نیول ورته ډېرې ارزښتناک تمامېږي، او له ملامت څخه لري وي. د پوهانو دې خبرې ته په اشارې سره موږ په هغه ټولنه کې چ...

د حمل دمخنيوي طريقي او لاري چاري

ځيني وختونه انسان مجبوره کيږي چی حمل مخنيوي کړي او ديو څه وخت لپاره د پيدايښت مخه ونيسي چی مختلف سببونه لري مثلا ډيری ناروغي سته چی دهغه ناروغي په شتون کي حامله پاته کيدل دښځي ژوند ته خطر وي ځيني اقتصادي مشکلات وي چی د اولاد ښه روزنه او پالنه يي ورته مشکل وي  ځيني خلګ بيا وايي لږ اولاد پيداکوی چی پالنه او روزنه يي ښه کوی چی کورني او ټولني ته خير ور...

مار چیچل بیړنی حالت

د مار چيچل:په افغانستان کې شاوخوا درې ډوله زهر لرونکې او دوه ډوله بې زهرو ماران ژوند کوي. د افغانستان زهر لرونکې ماران د افعي (وايپر)، کفچه (کوبرا)، هندي مار (کريټ) په نامه ياديږي.هر هغه وخت چې پورته زهر لرونکې ماران انسانان وچيچي وړ وړ شديدي روغتيايې ستونزي لکه د چيچل شوي ځای تخريب، عصبي مشکلات، عضلي کمزورتيا، تنفسي خطرونه، د وينې بهېدو او وينې غو...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...