د مازدیګر څلوربجې کورته ورسېدم، زموږ په کور کې د خوښیو یو داسې ډک بازار جوړ و چې ما هم خپل ځان په کې ورک کړ او و پوهېدم چې دغه خوښۍ او خوشحالۍ د هغه نوي کرل شوي ګل لپاره نیول شوي چې زموږ به کور کې یې سترګې غړولي دي.

رېښتيا هم چې ماشومان ګلونه وي، زموږ د کورنۍ د هر غړي په شونډو مسکا خپره وه خو ددغه ماشوم مور« زما ميرمنې» پر مخ بیا له زیاتې خوښۍ اوښکو داسې کتارونه جوړ کړي وو  چې اجازه یې نه ورکوله ترڅو لاسونه له سترګو لېرې کړي.

ماهم خونې ته په ننوتلو سره له نړۍ بې خبره ماشوم پورته او غیږ کې ونیوه په پيل کې یې یو څو د ژړا کړیکې وکړې خو د ښکلو وروسته مې غیږ ته ور ټینګ کړ، ارام شو او داسې احساس مې وکړ چې ده هم د پلار همدا غیږ غوښتله.

په خونه کې مې ښکته او پورته و ګرځوه زړه مې نه کېده چې له غیږ یې ښکته کړم دا مهال مې په انګړ کې د ماشومانو شور ماشور مې ترغوږو شوو. د خونې له ښيښې مې د کور انګړ ته وکتل چې یوه ډله ماشومانو ولاړ وو  کله چې ځېر شوم په دغه ډله کې دوه هغه غبرګونې ورونه هم، ببر سرونه، سپیرې او لوڅې پښې ولاړ وو  چې میاشت مخکې یې خپل پلار په روانه جګړه کې له لاسه ورکړی و.

ددغو ماشومانو په لېدو مې په وجود کې  د خوټيدلو اوبو باران پيل شو ټولو غړو کې مې د ستړیا څپې وغوړیدې،او و پوهېدم چې زموږ د کور د وړوکي نوي زیږیدلي ماشوم خوښیو، له دغو ماشومانو د پلار نشتون او د یتیمۍ غم  هېر کړی نو ځکه زموږ تر کوره په منډه راغلي د ګوتو په اشاره مې دواړه خونې ته راوغوښتل، دوی هم دا تلوسه  درلوده ترڅو څو شیبې له خپله نوي زیږدلي ملګري سره تېرې کړي.

 کله چې دغه غبرګونې یتیمان خونې ته را ننوتل هوډ مې وکړ چې پورته ورته وګورم خو دا جرات مې و نشو کړای، یو یې د نوي زیږیدلي ماشوم څنګ ته کېناست او بل یې له زیاتې خوښۍ ترې دورې وهلې کله به یې له یوې خوا ورته په خپله وړکونې ژبه څه ویل او کله به یې له بل خوا، کله به ورته ټیټ شو او کله به یې منډه کړه.

دغو ماشومانو په خپله مینځ کې د ښارو بیچیانو په شان په خپله ژبه ډېرې کېسې وکړې خو ما او زما مېرمن ددوی د خوښیو دغه  ډک بازار د خونې له یوه کونجه څاره دوی خپله خوښي کوله موږ په دې فکر کاوه چې د پلار مینې نشتون څومره سخت وي! او ای کاش چې دغه ماشومان هم د نورو سلګونو ماشومانو په شان نه وی بې پلاره شوي.

ما او زما مېرمنې نور هیڅ هم په وس پوره نه و یوازې په ژړا مو بسنه کوله دا یو ماشوم له څېرې زیات ځېرک ښکارېده او بیا یې زموږ نوي زیږیدلي ماشوم ته ویل:« دادا به درته اختر ته کاله واخلي هو هو» دی په کالیو اخېستو پوهېده خو نور له دې نه وه خبر چې سږ کال یې له ده سره په اختر کې پلار شته او کنه.

ددغو ماشومانو  وړو وړو خبرو په اورېدو مې چې هر څومره زړه کلک کړ، ترڅنګ مې بالښت زور کړ خپله ژړا مې کنټرول نشوه کړای له سترګو مې اوښکو ځان را پیل کړ او ناڅاپه مې یوه چېغه وکړه که دا چېغه مې نه وی کړای نو زړه مې چاودېده نور نو په ځان نه وم پوه شوی.

 یو وخت را وېښ شوم شپې لس بجې وې دومره ستړی وم لکه چا چې د پښو او لاسونه را ځوړند کړی یم چې و مې کتل خونه کې هغه ماشومان نشته چې  بې پلار توب یې په ما نړۍ را تنګه کړه.

زوی مې زما  ترڅنګ د ناز په خوب پروت و له مخ مې پړونی ورپورته کړ ورته مې وویل چې زه پوهیږم ستا د خوښۍ لپاره ټول خوښ  دي، زه هم خوښ یم نن مې باید ځان دومره نه وه خفه کړی خو زویه نشم کولی چې بې پلاره ماشومان هېر کړم هغوي هم ستا په شان د پلار مینې ته اړتیا لري.

بیا مې ورته وویل، نړی او ځمکه هغه خوړونکې هدیره ده چې تل یې د انسانانو مړو ته خو له خلاصه نیولې ده ، په دغه هېواد کې جنگ، ځانمرگي بریدونه، بمي چاودني، هوايي بمبارۍ، ترافیکي او طبعي پیښي ورځ تر بلي ستا نه کشران، مشران او همځولې بې پلاره کوي.

یو څه نورې د خپل ماشومتوب، فقر او بی وزلۍ هغه کېسې مې هم ورته وکړې چې مور به مې راته کله کله کولې زوی مې غلی و خو سترګې یې رپېدلې او فکر مې کاوه چې دی زما خبرې اوري او پرې پوهیږي خو نشی کولی د ځواب په اړه راته څه ووایي.

له دغو خبرو وروسته مې اوښکې د زوی پر مخ توې شوې بیا مې ښکل کړ او ورته مې وویل، چې پل د بختور شه او خدای ج دې د هېواد او خلکو لپاره د خدمت جوګه کړه.