To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 1,454
د حرا غار

د حرا غار

لیکنه: شکېبا نادري، د حرا غار

 سعودي عربستان چې د اسلام د دین د سپېڅلو ځایونو مرکز یې بللای شو، دا هېواد د مسلمانانو لپاره یو با ارزښته هېواد دی په ځانکړي توګه په دې هېواد کې د مکې او مدینې ښارونه چې د اسلام د دین بنسټ پکې اېښودل شوی دی او د اسلام دین له همدې ځایونو څخه پیل او د نړۍ تر ګوډ ګوډ پورې ورسېد موږ په تېرو لیکنو کې د اسلام د دین د ډېرو سپېڅلو ځایونو په اړه معلومات در کړل. په نننۍ لیکنه کې غواړم تاسو ته د حرا غره په اړه معلومات درکړو که غواړئ چې د حرا غره په اړه مو خپل معلومات زیات کړئ زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

د حرا د غار موقعیت

 

حرا غار چې د مکې معظمې په شمال ختیځ کې د ثبیر غره ته مخامخ موقعیت لري، هغه غر دی چې په لومړي ځل په همدې ځای کې پر حضرت محمد ﷺ وحې شوې وه.

 

 د حرا غار د شهرت لامل 

دا غار ځکه دومره مشهور دی چې له بعثت څخه مخکې به حضرت محمد ﷺ هر کال په یوازې توګه د یو څه مودې لپاره په همدې غار کې عبادت کاوه سربېره پردې حضرت مُحَمَّد ﷺ د لومړي ځل لپاره په همدې ځای کې په پیغمبرۍ معبوث شو، د حرا غار چې د مکې په څلور تر شپږو کیلو مېټرۍ کې موقعیت لري، څېړونکي وایي چي دا غر د عرفات او طایف غرونو سره ګډه پوله لري، د حرا غر د غره له څوکې څخه پنځوس مېټره ښکته موقعيت لري او پینځه کسان پکې ځایدلای شي. 

د دې غار د حیرانتیا یوه نښه دا ده چې وروستۍ برخه یې د الحرام جومات یا مکې خواته ده او مخ یې د بیت المقدس خواته دی، د دې غار خوله یا دروازه داسې جوړښت لري چې یو متوسط ونه لرونکی کس پکې دننه کېدلای شي، د حرا غار دننه د سهار له لمر ختلو څخه د مازدیګر تر لمر لوېدو پورې بشپړ لمر لري. 

ځینې څېړونکي د حرا غار د ثور له غره (هغه غر چې حضرت مُحَمَّد ﷺ د هجرت پر مهال پناه وروړې وه) سره غلطوي، خو دا دوه غرونو له یو بل څخه بېخي بېل دي، داسې هم ویل کېږي چې ادم (ع) د لومړي ځل لپاره کعبه شریفه له پینځو غرونو څخه جوړه کړې وه چې له دې غرونو څخه یو هم د حرا غر دی. 

دا غار د جاهلیت پر مهال هم د درناوي وړ و او د هغه مهال په ډېری شعرونو کې له دغه غره څخه یادونه شوې ده لکه، د عوف بن احوص، ابي طالب(د حضرت مُحَمَّد ﷺ د کاکا) او داسې نورو شاعرانو په شعرونو کې ورڅخه یادونه شوې ده. 

لومړی کس چې په حرا غار کې  اعتکاف ته کېناست عبدالمطلب د حضرت مُحَمَّد ﷺ نیکه و، په حرا غره کې د حضرت مُحَمَّد ﷺ معجزه هغه وه چې حرا غار د ده پر امر حرکت وکړ او بېرته د ده پر امر په خپل ځای ودرېد.

 حرا غر د نړۍ د ټولو مسلمانانو لپاره یو ځانګړی او پاک ځای دی ټول حاجیان یې لیدو ته ورځي او هلته دعاګانې کوي، ځکه چې زموږ د خوږ پیغمبر حضرت مُحَمَّد ﷺ د دعا او عبادت ځای همدا غار و، تل به یې په همدې ځای کې عبادت کاوه. په ځانګړي توګه د روژې په میاشت کې به یې خپل ډېر وخت په همدې غار کې د اللهﷻ په عبادت تېراوه.

Related Articles

سوسياليزم او سوسياليستي حقوق

د سوسياليزم (Socialism) مفهوم اومعني: په ټوليز باور سر ه(Social) له  فرانسوي کلمې څخه اخيستل سوی چي دټولني معنا او لاتيني ريښه لري. دسوسياليزم اصطلاح دلومړي ځل لپاره دفرانسوي مفکر (سن سيمون) له خوا په (۱۸۳۰م) کي  کارول سوی او دانګليسي (رابرت اوون) لخوا  دود سوی،سوسياليزم يو سياسي غورځنګ او سياسي مکتب دي چي هدف يې دټولنيز سازمان ايجاد دی چي دخلګو...

څنګه کولی شو یو ګټور او نه ستړی کېدونکی بحث پیل کړو؟

لېکنه: شکېبا نادري، څنګه کولای شو یو ګټور او نه ستړی کوونکی بحث پیل کړو؟ د هر کار پیل ډېر ستونزمن وي، که هغه د دندې، زده کړو، د کور کارونو او داسې نور کارونو پیل وي، د خبرو او بحث کولو پیل هم ستونزمن وي. ډېری داسې کسان شته چې د زده کړو کچه به یې تر دوکتورا رسېدلې وي، خو یوه خبره به نه شي کولای، خبرې او بحث کول ځانګړی استعداد غواړي چې هر څوک دا است...

د ارګ لنډه تاریخچه

ژباړه ـ ریاض مقامزی  هر هېواد ځينې ځانګړي تاریخي ځايونو او ودانۍ لري، چې د هېواد ټول وګړي پرې وياړي. افغاستان هم ځانته مهم تاريخي او ارزښتمن ځايونه لري، چې یو له دې ځايونو د ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) دی. تاسو به په دې لیکنه کې د ارګ اړوند ځینې مهم معلومات ولولئ.   ارګ شاهي ارګ یا د ریاست جمهورۍ ارګ په افغانستان کې د ولسمشر د اوسېدو او کار ځای دی، چې پ...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...