To start downloading books

Please sign in or create an account.

هاینریش هاینه وپېژنئ!

هاینریش هاینه وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی

 

په نړۍ کې ډېر شمېر شاعران تېر شوي او لا هم دا لړۍ روانه ده؛ مګر د ګوتو په شمار شاعران او لیکوال پر نړيوال دريځ ځان څرګندوۍ. یو له دې نوموتو شاعرانو څخه د المان ستر شاعر "هاینریش هاینه" دی. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړئ. 

 

هاینه څوک و؟

د المان هېواد ددې ستر شاعر بشپړ نوم هاینریش هاینه "Heirich Heine" دی. نوموړی په "۱۷۹۷" زیږدیز کال کې د آلمان په "دوسلدورف" ښار کې وزېږېد. مور او پلار یې د شالونو د خرڅلاو کار کاوه، نو ځکه کورنۍ یې بډايه نه وه. په دیني لحاظ یې د کورنۍ غړي یهوديان وو. 

نوموړی یو ذهین ماشوم و؛ دا چې په کورنۍ کې د څلورو خویندو ترمنځ لومړنی ورور و، نو ځکه نازولی هم و. له ډېرې مینې یې کور کې ورته "هاري" نوماوه.

کله چې یې ښوونځی بشپړ کړ، په "۱۸۱۳" زیږدیز کې یې مور او پلار نوموړی فرانکفورت ته ولېږه، ترڅو هلته صرافي وکړي. په دې وخت کې د هاینه عمر شپاړلس کاله وو. دا عمر د روانپوهنې په لحاظ هغه وخت بلل کېږي، چې انسانان له شتمنۍ او پیسو سره مینه لري؛ مګر هاینه د پیسو پر ځای له زده کړو سره مینه درلوده. له یو څه مهال وروسته یې په فرانکفورت کې زړه تنګ شو او بېرته خپلې سیمې (دوسلدورف) ته ستون شو.

وروسته د خپل مهربانه تره "کاکا" په غوښتنه فرانکفورت ته لاړ. هغه یې د زده کړو مصارف ومنل او په دې توګه هاینه په فرانکفورت کې د حقوقو پوهنځی پیل کړ. مګر له یو کال زده کړو وروسته هلته په درسونو بندیز ولګېد. له یو څه ځنډ وروسته د زده کړو لپاره برلین ته لاړ؛ هلته یې د مېرمن "فان اینسي" هغه دېرې ته لاره ومونده، چې د وخت نامتو پوهانو په کې ناستې او مجلسونه کول. نوموړي هلته ډېر مسایل زده کړل. همدارنګه په برلین کې له لوی فیلسوف "هیګل" څخه هم زده کړې وکړې. وروسته د برلین له پوهنتون څخه "ګیتینګین" پوهنتون ته لاړ؛ هلته یې د حقوقو په برخه کې د دوکتورا سند ترلاسه کړ.

په "۱۸۲۵" زیږدیز کال کې یې خپل دین له یهودیت څخه مسیحیت ته بدل کړ. همدارنګه بېلابېلو سیمو ته یې سفرونه هم ترسره کړل او د وخت له نامتو لیکوالو سره یې لیده کاته کول. 

د نوموړي مشهور آثار عبارت دي له: "اوسني شعرونه"، آتاترول"، "فرانسوۍ چارې"، "رومانیک ښوونځی" او "د فلورینتین شپې".

هاینه له ګڼو ادبي منډو ترړلو وروسته په "۱۸۴۵م" کې ګوزڼ وواهه. اووه کاله په بستر پرېوت. بالاخره په "۱۸۵۶م" کې د نهه پنځوسو کالو په عمر ومړ. 

اوس مهال د "دوسلدروف" ښار پوهنتون د "هاینریش هاینه پوهنتون" په نوم نومول شوی دی. 

 

 

د شعر بېګله

 

زما ترانې ټولې په زهرو لړلي دي 

ولې به نه وي لړلې؟

آیا تا زما د زندګۍ په جام کې زهر توی نه کړل؟

زما ترانې ټولې په زهرو لړلي دي 

آیا زه پخپل زړه کې په زرهاوو ماران نه لرم؟

آیا له دغو ټولو مارانو بغیر

ته زما په زړه کې ځای نه لرې؟

ای زما دلداره!

Related Articles

د قوشتپي کانال

د قوشتپي کانال!دا څنګه کانال او چیرته دی؟ اوږدوالی یې څومره دی، پلنوالی او نورې ډېري پوښتنې به دلته ځواب شې.دا قوشتیپه کانال دی👇دا کانال د افغانستان په درو ولایتو بلخ، جوزجان او فاریاب کي تیریږي.دا کانال 286 کیلومیتره اوږدوالی، 102 میتره پلنوالی او شاوخوا 8.5 میتره ژوروالی لري.دا وخت یاد کانال کي 3200 ماشینرې مصروفه ده او تقریباً 5500 کارېګر پکي ل...

د طبي تشخیص تاریخچه

طبي تشخیص تاریخچه د طبي تشخیص تاریخچه د لومړي ځل لپاره په لرغوني مصر کې د امهوتب په دوران کې او په یونان کې د هایپوکراټ په دور کې په ډېرۍ تیزۍ او چټکۍ سره رامنځته شوه.تشخیص ته رسېدل په تیوریګانو ولاړ وو او دا ټولې تیوریانې په شلمه پېړۍ کې ولیکل شوې. لرغونی مصر: یو مصري طبي کتاب چې د امهوتب په واسطه لیکل شوی او د Edwin smith papyrus په نوم یادېږي او...

د پرمختګ راز

څنګه کولی شو چی پرمختګ وکړو او خپل ژوند جوړ کړو؟ (بریالی شخصیتونه مختلفه کارونه نه ترسره کوی بلکی کارونه په مختلفو بڼو ترسره کوی) د ژوند جوړول او پرمختګ کول دا مانا چې ته خپل شخصیت او خپل ژوند ته د قدر په نظر ګوری. دا هغه لومړنی ګام دی چې تا ته دا احساس درکوی چی د خپل ژوند او خپلو کړنو په باره کی بیا بیا فکر وکړی. دا فکر بیا د دی لامل کیږی چی ډی...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

له وخت څخه مخکي مو ويښتان ولي سپينږي درملنه يې څه ده؟

په تيرو وختونو کې به سيپن ويښتان د زړښت نښه بلل کيده خو اوس داسي نه ده بلکي د ډيرو پيغلو او ځوانانو ويښتان سپين دي. که تاسو هم له دې ستونزي څخه ځورپږي يعني د سر ويښتان مو مخکي له وخت څخه سيين شوي نو حتمن مو په بدن کې ځيني پيچلي بيلوژيکي ستونزي شته ، بايد درملنه يې وکړئ. اوس ډير وخت ليدل کيږي چې آن ۱۶ کلن تنکي ځوانانو هم د ويښتانو د سپيندو په لور ر...