سعودى ملياردر راجحي وايي: زه ډېر غریب وم!
د مکتب په سیاحتي چکر کې مې برخه نه شوه اخیستی، که څه هم له یو شاګرد یو ریال اخیستل کېده، کورنۍ ته مې وژړل، خو هیڅ مدرک مې ونه موند، په ټولګي کې مې له چکر یوه ورځ مخکې یو سوال ته سم ځواب ورکړ، استاد یو ریال راکړ، ډېر خوشاله شوم، له ملګرو سره چکر ته لاړم، رالوی شوم، د شتو خاوند شوم، دغه فلسطینی استاد مې ذهن ته ودریده، د استاد په لټه راووتم، استاد مې پیدا کړ، په ډېر بد اقتصادي حالت کې و، له تعارف وروسته مې ورته وویل، په ما دې ډېر لوی پور دی.
استاد وویل، زما په چا پور نشته.
بیا مې ورته وویل: هغه ماشوم دې په یاد دی چې د سم ځواب په بدل کې دې یو ریال ورکړ؟
استاد په خندا وویل، هو ...هو، ته اوس ماته هغه یو ریال راکوې؟
وایي ما ورته وویل: هو.
له بحث وروسته مې موټر ته وخیژاوه، یوه ماڼۍ مې له همدغه موټر سره ورکړه.
ورته مې وویل، استاده دا دی هغه پور او ټول عمر دې زه معاش درکوم.
استاد وویل، دا خو ډېر زیات دي.
ما ورته وویل، ستا هغه یو ریال چې ماته کومه خوشحالي راکړې وه، له دې نه ډېره زیاته وه.
ښه وکړه، بدله یې خدای ته پرېږده.
خلاصه:
ځینې خلک احسان فراموشه نه وي، بلکې بې وسه وي، د تقدیر په رسۍ بند په بند تړلی وي، هغه تۀ مؤقع پۀ لاس نه ورځي چې ستا ښه جبران کړي.
او کۀ مؤقع پۀ لاس ورغله، کېدای شي په ډېره عالي سویه ، او څو چنده درسره منډه ووهي.
له ټولنیزو رسنیو..