د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Aug 18, 2021
4 years ago
2,734 views
د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر وپېژنئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی 

ټول هېوادونه له خپلو ګاونډيانو او د نړۍ له نورو هېوادونو سره ډيپلوماټيکي، سوداګریزې او ورته نورې اړیکې لري. ددې چارو د ښه ترسراوي لپاره اړینه ده، چې بندرونه او هوايي ډګرونه جوړې شي. افغانستان هم د ګوتو په شمېر هوايي ډګرونه لري، چې یو ستر هوايي ډګر "د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر" دی. تاسو به په دې لیکنه کې د همدې ډګر په اړه لا ډېر پوه شئ.

 

د حامد کرزي هوايي ډګر 

دا چې د یاد نړېوال هوايي ډګر په سمه توګه وپېژنو، لومړی به یې په اړه ځينې عمومي معلومات ترلاسه کړو. ددې ډګر اړوند عمده مشخصات په دې ډول دي:

نوم 

د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر 

جوړېدنه "۱۹۶۰" زېږدیز کال
موقعیت کابل، افغانستان
نوعیت  عمومي او نظامي
تنظیموونکي  د ملکي هوايي چلند اداره
لوړوالی  د سمندر له سطحې ۱۷۹۱ متره/۵۸۷۷ فوټه لوړ

 

لنډه تاریخچه

دا هوايي ډګر د لومړي ځل لپاره په "۱۹۶۰م" کال کې د شوروي انجینرانو لخوا جوړ شو. د لومړي ځل لپاره بهرنیو ګرځندویانو له دې ډګر څخه لیدنه وکړه او د ډګر فعالیت پیل شو. خو د ثور له انقلاب وروسته دا لړۍ په ټپه ودرېده.

ورپسې د افغانستان او شوروي ځواکونو له لورې له دې ډګر څخه ګټه اخیستل کېده. مګر کله چې د طالبانو واکمني وه، د نړېوالو بنديزونو له کبله یې فعالیت په ټپه ودرېد.

ورپسې کله چې د ۲۰۱۱ زیږیز کال د سيپټمبر په یوولسمه ناټو ځواکونو پر افغانستان برېد وکړ، یاد هوايي ډګر هم بمبار شو. خو کله چې "ISAF" ځواکونه په افغانستان کې مېشت شول، ورو ـ ورو ددې ډګر چارې عادي شوې. په "۲۰۰۵" زیږديز کال کې ورته د رادار نوی سیسټم ولګول شو. د نړېوالو الوتنو لپاره په "۲۰۰۸" زیږدیز کال کې د جاپان په مالي مرسته د ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت نوی ترمینل جوړ شو.

که څه هم د رادر سیستم په "۲۰۱۰ز" کې هم ښه شوی و، مګر په "۲۰۱۲م" کې د نوي رادار سیستم په مرسته د افغانستان ټوله هوا تر پوښښ لاندې شوه.

باید ووایو، ددې ډګر لومړنی نوم  "د افغانستان هوايي ډګر" و. مګر وروسته په "۲۰۱۴م" کال کې ملي شورا د حامد کرزي د ترسره کړو خدمتونو ته د درنښت په پار یاد هوایي ډګر نه د "حامد کرزی نړېوال هوايي ډګر" نوم ورکړ. چې ولسمشر محمد اشرف غني دا چاره تصویب کړه.

Related Articles

Oct 10, 2025
690 views

د مـــعلومـات په خــپراوی کې د مک بــرايډ کميســـــيون مــــــوثــريت

په دغه ارتباطي-څېړنيزه ليکنه کې کوښښ شوی دی؛ چې د نړۍ د اطلاعاتو جريان د يو نړيوال کميسيون لخوا ارزونه وشي. نو د همدې له وجهې نه دغه ليکنه (د معلوماتو په خپراوی کې د مک کميسيون موثريت) تر عنوان ليکل شوی. دغه کميسيون په ۱۹۷۷م کې د هېوادونو په درخواست...

Jun 02, 2023
1,585 views

غوری سیمنټ

دا په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو فابریکه ده، چي په ۲۴ ساعتونو کې ۸ سوه ټنه سمنټ تولیدوي، په نژدې راتلونکي کي به یاده اندازه زر ټنو ته پورته شي. ـ تر څنګ یې په فارمانو کې شل زره ماهیان هم روزل کیږي.

Oct 15, 2023
1,413 views

غازی امان الله لور شهزادګی وفات شوه

‏د غازي امان‌الله خان لور شهزادګۍ هندیه د ۹۵ کالو په عمر د ایټالیا هیواد  پلازمېنې روم کې وفات شوه. شهزادګۍ هندیه په ۱۲۲۹ز کال کې هغه مهال زېږېدلې وه، چې غازي امان‌الله خان او مېرمن یې ملکه ثریا د هند په ممبیي ښار کې د جلاوطنۍ ژوند کاوه، وروسته بیا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,509 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,097 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,880 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...